۸صبح، نورستان: د نورستان طالب ځايي مسوولان وايي، د کونړ-نورستان لویه لار چې د ډېرې واورې ورېدنې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، پرانیستل شوې ده.
په نورستان کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست یکشنبه د مرغومې پر ۱۶مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا لار د تګراتګ پر مخ پرانیستل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان هڅه کوي څو د دغې لویې لارې په ټولو برخو کې پرتې ستونزې حل کړي.
ورته مهال، د نورستان اوسېدونکي نیوکه کوي چې طالب مسوولان د دغې لویې لارې د پرانیستلو لپاره پر وخت اقدام نه کوي او په وینا یې، دوی له جدي ستونزو سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د نورستان ځايي سرچینو په دغه ولایت کې د ډېرې واورې ورېدنې له امله د کونړ-نورستان لویې لارې د بندېدو خبر ورکړی و.
د یادونې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د واورې شدید ورښت له امله ګڼې لویې لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.





