۸صبح، غزني: د غزني سیمهییزې سرچينې وايي چې د واورې وروستیو ورښتونو له امله د دغه ولايت مرکز ته د څلورو ولسواليو غځېدلې لارې بندې شوې دي.
سرچينو یکشنبه د مرغومې پر ٨صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د غزني له «جغتو» څخه مرکز ته د ناور، مالستان، جاغوري او اجرستان ولسوالیو مواصلاتي لارې بندې شوې دي.
د سرچينو په وینا، د دې ولسواليو مواصلاتي لارې د مالستان په «شاه منصور» کوتل او د جغتو په «شمسالدین» کوتل کې بندې شوې دي.
سرچينو زياته کړې چې طالبانو د دې لارې د خلاصولو لپاره هېڅ اقدام کړی نه دی.
سرچينو ویلي چې د دې ولسواليو د لارې بندښت ځايي اوسېدونکي له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.
سرچينو څرګنده کړې چې د سيمې اوسېدونکو هڅه وکړه څو دا لارې د خپلو لومړنیو امکاناتو پر مټ پرانېزي، خو د ډېرې واورې ورښت له امله بريالي نه شول.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د هېواد په یو شمېر سیمو کې سخته واوره ورېږي.
د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لا هم لویې او موصلاتي لارې د تګراتګ پر مخ بندې دي.





