• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ولسمشرۍ ماڼۍ ته د حکمتيار له خوا لس ورځې وخت ورکول

راپور: عبدالاحد حسينی، ژباړه: م. ع. پ

 راپور: عبدالاحد حسينی، ژباړه: م. ع. پ راپور: عبدالاحد حسينی، ژباړه: م. ع. پ
۲۳ كب/حوت ۱۳۹۹ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۱ [t_time:1615630540]

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د کب په ۱۵مه، په کابل کې لاریون وکړ. دغه ګوند د هغه څه لپاره لاریون وکړ چې دوی یې د حکومت له خوا د سولې هوکړې د شرایطو نه عملي کول بولي. د حزب اسلامي پلویانو وويل چې حکومت د هدفي وژنو په مخنیوي او قانون ماتولو کې پاتې راغلی او پر حکومت یې غږ وکړ چې جګړه پای ته ورسوي، د سولې خبرو ته لاره هواره کړي او د دغه ګوند بندیان له حکومتي زندانونو خوشي کړي. د حزب اسلامي شاوخوا درې زره غړي دا مهال په دولتي زندانونو کې دي. حزب اسلامي غواړي هغه بندیان ژر تر ژره خوشې شي چې له دې ګوند سره لاسلیک شوې د سولې هوکړه کې يې يادونه شوې ده. حزب اسلامي د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره حکومت ته لس ورځې وخت وټاکه. د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي پلويانو خبرداری ورکړ چې که حکومت یې غوښتنو ته پام ونه کړي، نو دوی به په کابل او نورو ښارونو کې پراخ لاریونونه وکړي. په ورته وخت کې حکومت وايي چې له هر ډول غوښتنو سره د قانون له مخې مخ ته ځي او هر تصميم د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره نیول کېږي.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي شاوخوا څلور کاله وړاندې (د ۱۳۹۵ کال د تلې په لومړۍ نېټه) له افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ. د سولې دا تړون درې فصلونه او پنځه ویشت مادې لري. د هوکړې له مخې، ښاغلی حکمتیار په حکومت کې شامل شو او له حکومت سره يې مخالفت پرې وکړ. اوس د دغه تړون له لاسلیکه څلور کاله وروسته، حکمتیار پر حکومت له خپلو کړو ژمنو د سرغړونې تور لګوي او وايي چې ولسمشرۍ ماڼۍ د تړون شرایط نه مني. د بېلګې په توګه، دا ګوند باور لري چې حکومت باید د حزب اسلامي پاتې بندیان د سولې د موافقې د شرایطو له مخې خوشي کړي وای.
د تړون د دوهم فصل په یوولسمه ماده کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د حزب اسلامي د مشر او غړو د خوندیتوب ډاډ ورکوي او د ګوند «بندیان» او «اسیران» خوشې کوي. هغه کسان په تړون کې شامل دي چې جنایی جرمونه یې نه دي کړي او د دوی پر وړاندې د خلکو هېڅ دعوا موجوده نه وي، د دې لپاره به یو عامه کمېسیون رامنځته کیږي او له درېیو میاشتو په کمه موده کې به خوشې کېږي. په مقابل کې، حزب اسلامي په دې ماده کې ژمنه کړې چې خوشې شوي اشخاص به د حکومت پروړاندې جګړې ته نه ورځي او په هېڅ ناقانونه یا ترهګریزې وسله والې ډلې کې به ګډون نه کوي. حزب اسلامي اوس وايي چې حکومت د تړون له شرایطو سره سم عمل نه دی کړی او د دوی بندیان يې نه دي خوشې کړي. په همدې اساس، دغه ګوند په کابل کې پراخ لاریون وکړ.
ګلبدين حکمتيار ولسمشرۍ ماڼۍ ته لس ورځې وخت ورکړ چې د دغه ګوند بندیان خوشې کړي. هغه وویل که د حزب اسلامي غوښتنې ونه منل شي نو په کابل او ولایتونو کې به پراخ لاریونونه وکړي. حکمتیار حکومت ته خبرداری ورکړ چې که دا غوښتنې ونه منل شي، او دوی بیا لاریونونه وکړي، نو دوی به یوازې یوه غوښتنه ولري او هغه غوښتنه به د اوسني حکومت ګوښه کېدل وي. له بلې خوا، د حزب اسلامي مشر وویل چې د اوسني حکومت کښتۍ ماته او ډوبه شوې ده. هغه په خپلو خبرو کې په مکرر ډول د «نوي حکومت» ، «ملي پاڅون» او «د ارګ مېشتو استعفا» ته اشاره وکړه.
په ورته وخت کې د حزب اسلامي لوړ پوړی غړي همایون جریر د دغو لاریونونو موخه د هدفي وژنو او د دیني عالمانو او خبریالانو د وژنې مخنیوی وباله. هغه ۸صبح ته وویل چې، هدفي وژنې اوس زیاتې شوې، فساد خپل اوج ته رسېدلی او تاوتریخوالی زیات شوی دی. نوموړي وويل، دا وضعیت د حزب اسلامي او د هغې د پلویانو لپاره د زغملو وړ نه دی، نو ځکه يې په کابل کې په پراخ لاریون لاس پورې کړ. ښاغلي جریر دا یادونه هم وکړه چې د لاریونونو بله موخه دا وه چې له دغې ډلې سره د سولې تړون شرایط پلي شي. هغه زیاته کړه چې دا مهال د حزب اسلامي شاوخوا ۳ زره غړي د دولت په زندانونو کې ساتل کېږي او حکومت باید دا زندانيان ژر تر ژره خوشي کړي. د حزب اسلامي غړي څرګنده کړه چې دغه ګوند د هغو وګړو خوشې کول نه غواړي چې جرمونه یې کړي او «حق‌العبدي» ستونزې لري. نوموړي وویل، د هغو کسانو خوشي کېدل غواړي چې د سولې تړون له لاسلیک کېدو مخکې نیول شوي ؤ او د سیاسي فعالیتونو لپاره بندیان ؤ.
حزب اسلامي یو ۸ ماده ییز پرېکړه ‌لیک صادر کړ چې له حکومته یې وغوښتل د هدفي وژنو، غلاوو، د وسلو قاچاق او د ملېشو جوړونې د بهیر مخه ونیسي او د سولې پر وړاندې خنډونه لیرې کړي. دا ډله په دې باور ده چې حکومت په اغېزمنه توګه د سولې د راتګ مخه نیسي او نه غواړي چې د افغانستان خلک له طالبانو سره د یوې تلپاتې سولې په موخه هوکړه وکړي. ښاغلي جریر زیاته کړه چې حکومت باید د زلمي خلیلزاد لخوا وړانديز شوې طرحې ته لبيک ووايي. د یادونې وړ ده چې زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې حکومت او یو شمېر سیاستوالو ته یوه طرحه وړاندې کړې ده. په دغه طرحه کې د انتقالي حکومت د رامنځته کېدو يادونه شوې ده. ۸صبح ورځپاڼې د دغې طرحې یوه نسخه ترلاسه کړې ده، په دغه طرحه کې راغلي چې د «سولې انتقالي حکومت» په نامه د حکومت د رامنځته کولو لپاره ډېرې احتمالي سناریوګانې په پام کې نيول شوې دي. ښاغلي جریر دغه طرحه مثبته وګڼله او ویې ویل چې موجوده ستونزې به د دغې طرحې په پلي کېدو سره پای ته ورسېږي. نوموړي خبرداری ورکړ چې که حکومت د حزب اسلامي غوښتنې ونه مني دوی به په کابل او نورو ښارونو کې سوله‌ییز لاریونونه وکړي.
په ورته وخت کې حکومت د وسلو قاچاق او ملېشو جوړونې بهیر په اړه د حزب اسلامي تورونه رد کړي دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، دواخان مینه ‌پال په خپل يوه ټویټ کې ويلي: «پر حکومت دا تور لګول چې د غنمو په کانتینرونو کې وسلې راوړي او ملېشې جوړوي، له دې څخه د يوه ګاونډي دښمن د غوښتنو بوی راځي.» ښاغلي مینه ‌پال د حزب اسلامي د نورو غوښتنو په اړه وویل چې حکومت، د یوه مشروع او قانوني نظام په توګه هره غوښتنه د قانون له نظره پوره کوي او د ملي ګټو پر بنسټ هره پرېکړه کوي.
د یادونې وړ ده چې ګلبدین حکمتیار له څه مودې راهیسې د دولت لخوا د سولې تړون د مادو نه پلي کېدو په اړه نيوکې کوي. ښاغلي حکمتيار د سلواغې په ۲۶مه، له افغانستانه د پخواني شوروي لښکرو د وتلو په مناسبت پيغام کې خبرداری ورکړی ؤ چې که د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې تړون عملي نه شي، نو د لوی لاریون په ترسره کولو سره به ولسمشرۍ ماڼۍ محاصره او ارګ میشتي به د پرچميانو له برخلیک سره مخ کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره وکتل
خبرونه

شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792005348]
اندیشه: په افغانستان کې د ښځو له ګډون پرته دوامدارو حل‌لارو ته رسېدل ناشوني دي
خبرونه

اندیشه: په افغانستان کې د ښځو له ګډون پرته دوامدارو حل‌لارو ته رسېدل ناشوني دي

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792003688]
ګوتېرېش: په نړۍ کې بشري حقونه قصداً له پامه غورځول کېږي
خبرونه

ګوتېرېش «د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانیزم» د پیاوړتیا لپاره څه باندې درې میلیونه ډالر بودیجه وړاندیز کړې

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792000663]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.