• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

حکمتیار د کرزي په کور کې له غني سره د خپلې هوکړې جزییات په ډاګه کړل

د ۸صبح پښتو مجله

 د ۸صبح پښتو مجله د ۸صبح پښتو مجله
۱۶ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۰ - ۶ جون ۲۰۲۱ [t_time:1622987286]

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د حامد کرزي په کور کې د درې اړخیزې ناستې پرمهال له ولسمشر غني سره د خپلې هوکړې جزییات په ډاګه کړل.
د غیرایتلافي لنډمهاله انتقالي حکومت رامنځته کول، د طالبانو له مشرتابه سره د پټو لیدنو ترتیب، د جمهوري ریاست، پارلماني او محلي شوراګانو ټاکنې، د تصمیم نیونې مرجع جوړول، د ټولو پوځي او سیاسي بندیانو خوشې کول، له تور لېسته د نومونه ایستل او د دولت د عالي شورا جوړول هغه موارد دي، چې د حکمتیار په خبره په درې اړخیزه ناسته کې پرې هوکړه وشوه.
دغه ناسته د غویي میاشتې په یوویشتمه نېټه د حامد کرزي په کوربتوب او منځګړیتوب وشوه.
حکمتیار ویلي، چې په دغه ناسته کې په څو موضوعاتو خبرې وشوې. هغه د دې ناستې له موافقو خوښ دی او په خبره يې، په ډک لاس راستون شوی دی. د حزب اسلامي مشر ویلي، چې ولسمشر غني یې ټولې طرحې او تحلیلونه منلي دي.
د ښاغلي حکمتیار په خبره په دې درې اړخېزه ناسته کې هوکړه وشوه، چې د استانبول له ناستې به په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې رامنځته کولو برخه کې د یوه فرصت په توګه ګټه اخلي او ټولې خواوې به له یوې روښانه او واحدې طرحې سره ګډون کوي.
د حزب اسلامي مشر یادونه وکړه، چې ولسمشر غني د استانبول او دوحې ناستو په هکله منفي نظر درلود او کابل ته د مذاکراتو بهیر د لېږد غوښتنه یې کوله؛ خو بیا یې هوکړه وکړه چې له دغو ناستو به د یو ښه فرصت په توګه ګټه پورته شي.
هغه څه چې حکمتیار ویلي، لومړنۍ هوکړه د «یوه غیرایتلافي لنډمهاله انتقالي حکومت» جوړول دي. حکمتیار په دې هکله وویل، چې په دغه حکومت کې به د واک وېش د ګوندونو تر منځ نه؛ بلکې ټولمنلي وي او د ښې مخینې لرونکي وګړي به د حکومت اډانه جوړوي.
همداراز د حزب اسلامي مشر زیاته کړه، د ولسمشرۍ، ولسي جرګې او محلي شورا ټاکنو د ترسره کېدو په اړه هم هوکړه وشوه.
ګلبدین حکمتیار ویلي هوکړه وشوه، چې د انتقالي حکومت په سر کې د تصمیم نیونې د عالي شورا جوړول دي او غړي به یې د طالبانو په ګډون د اتو اغېزناکو خواوو مشران وي، چې د انتقالي حکومت کړنې وارزوي.
د ښاغلي حکمتیار په خبره د هوکړې څلورم مورد د ټولو سیاسي او پوځي بندیانو خوشې کول دي. نوموړي همداراز د ټولو هغو افغانانو نومونه چې په تور لیست کې راغلي، له غني سره د خپلې هوکړې پنځم مورد یاد کړ.
د حزب اسلامي مشر زیاته کړه، له ولسمشر غني سره یې هوکړه وکړه، چې د سولې تر موافقې وروسته به په هېواد کې سراسري او دایمي اوربند اعلانېږي.
حکمتیار وویل، په درې اړخیزه ناسته کې هوکړه وشوه، چې د نظام، اساسي قانون او نورو مواردو په هکله بحث باید تر ټاکنو وروسته وشي. هغه ټينګار وکړ، باصلاحیته لویه جرګه دې په دې هکله تصمیم ونیسي او د تصمیم نیونې وروستۍ مرجع لویه جرګه ده، چې غړي یې باید انتخابي وي.
حکمتیار همداراز وویل، د دغې طرحې د توحید په موخه د دولت عالي شورا پر جوړېدو هوکړه وشوه او غړي به یې د جګړې او سولې اغېزناکو اوه ګونو خواوو مشران وي. د نوموړي په خبره، دغه شورا به تر ټولو لوړه مرجع وي.
د حزب اسلامي مشر وویل، ولسمشر ژمنه وکړه، د دغې درې اړخیزې ناستې طرح به د دولت له لوړپوړو چارواکو سره شریکوي او په دې هکله به د هغوی موافقه اخلي. د نوموړي په خبره، د دغو توافقاتو د اجرا کولو په موخه ولسمشر ته د مهال وېش وړاندیز هم شوی دی.
هغه ویلي، هوکړه شوې وه، چې د کوچني اختر د ورځو په ګډون اتو ورځو کې دغه هوکړه عملي کېږي؛ خو نوموړي وویل، چې ښاغلی غني په حکومت کې دننه د ځينو چارواکو له فشار سره مخ شو او هغوی له دې هوکړې سره مخالفت ښودلی و.
د ګلبدین حکمتیار په وینا په دغه ناسته کې هوکړه وشوه، چې دوه یا درې کسیز پلاوی به له طالبانو سره پټه ناسته کوي، که هغوی سولې ته ژمن وي، د استانبول ناستې ته به له یوې واحدې طرح سره ځي. هغه ویلي، چې دغه پلاوی به د طالبانو له مشرانو سره په سري توګه لیدنه کوي او واحده طرح به هغوی ته وړاندې کوي؛ چې روښانه شي طالبان سوله غواړي که جګړه.
د حزب اسلامي مشر ویلي، که د طالبانو ځواب مثبت و، د دولت د لوړپوړو چارواکو په ګډون سیاسي مشران به د استانبول په ناسته کې ګډون کوي او وروستۍ طرح به ورسره شریکوي؛ ترڅو یوې هوکړې ته ورسېږي.
نوموړي ټينګار وکړ، که طالبانو منفي ځواب ورکړ او سوله یې نه غوښته، په دې هکله به د دولت عالي شورا پرېکړه کوي.
حکمتیار زیاتوي چې د حامدکرزي په کور کې د درې اړخیزې ناستې د هوکړې اساسي ټکي همدا وو، خو ولسمشر په خپل ټیم کې له ستونزې سره مخامخ شوی دی. که څه هم هغه ووېل چې محمد اشرف غني ژمنه کړې وه چې یوازې موافقې ابلاغ او وروسته یې اجرا کړي.
ګلبدین حکمتیار وویل، چې د دولت عالي شورا کې ګډون نه کوي، خو حکومت ته دوې نورې لارې وړاندې کوي. د نوموړي په خبره، دولت دې د خپلو متحدو غړو له ډلې د تصمیم نیونې عالي شورا ځان ته جوړه کړي.
د هغه په خبره دویم وړاندیز یې د دولت له درییو خواوو او متحدینو، له دولته بهر (اپوزیسیون) په ګډون د تصمیم نیونې مرجع جوړه شي او د لویو ملي مسایلو په هکله دې پرېکړې کوي.
د ښاغلي حکمتیار په خبره، هغه نور مسایل چې د کرزي په کور کې پرې پرېکړه وشوه لکه د سولې طرحه، د استانبول په ناسته کې ګډ دریځ او له طالبانو سره خبرې اترې باید عملي شي.
حکمتیار خبرداری ورکړ، که ژمنې او هوکړې عملي نه شي، هغه به مجبور شي چې د سولې او روان وضعیت په اړه په خپلواکه توګه پرېکړه وکړي.
د حزب اسلامي مشر په دغه ناسته کې زیاته کړه چې د سولې بهیر له بندون سره مخامخ شوی او دواړه خواوې پر جګړې ټينګار کوي. حکمتیار ویلي، چې ټول لوري باید سولې ته ژمن شي او په دې برخه کې هڅه وکړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.