• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د هلمند اوسېدونکي؛ د رخام ډبرو د قاچاق مخه دې ونیول شي

۸صبح، هلمند، راپور: احمد شاه شاداب

۸صبح، هلمند، راپور: احمد شاه شاداب ۸صبح، هلمند، راپور: احمد شاه شاداب
۲۶ وری/حمل ۱۴۰۰ - ۱۵ اپرېل ۲۰۲۱ [t_time:1618460206]

هلمند د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د نفتو، ګازو، يورانيمو د زېرمو درلودلو تر څنګ د رخامو او مرمر ډبرو زېرمې هم پکې موجودې دي.
د هلمند ولایت په ديشو ولسوالۍ کې د مرمر ډبرو کانونه شتون لري چې اوس پاکستان او ایران ته په قاچاقي توګه لېږدول کېږي. هلمند مېشتي غوښتنه کوي چې ددغه قاچاق مخه ونیول شي.
د هلمند د رخام ډبرو د پروسس فابریکې مشر، عبدالحکیم مثمر وايي چې، د یادې فابریکې عملیاتي ډله د ۱۳۸۹ کال راهیسې د رخام ډبرې کان ته په مستقیمه توګه لاسرسی نه لري.
مثمر وایي، اوس يې هڅې پېل کړې چې، د خامو موادو د کمښت د له‌منځه وړلو لپاره د رخام ډبرې کان ته مستقم لاسرسی پيدا کړي؛ چې پر مټ به یې د دوی توليدات زيات او د رخام د قاچاق مخه هم ونيول شي.
عبدالحکیم مثمر وايي: «په داسې حال کې چي موږ په هلمند کې د رخام ډبرې د پروسس فابریکه لرو، خو بیا هم دغه ډبره له نورو شرکتو څخه پېرو، ځکه خپله ورته لاسرسی نه لرو.»
په هلمند کي د رخام او مرمرو ډبرو کانونه د محمد‌ظاهر شاه د واکنمۍ پرمهال کشف شوې او همغه وخت ورته د پروسس لپاره فابریکې جوړې شوې، خو اوس دغه کانونو ته د امنیتې ستونزو له امله لاسرسی کم دی او دغه ډبرې په قاچاقي ډول استخراجېږي.
د هلمند ولایت د ولایتي شورا مرستيال، عبادالله علیزی وايي: «دغه ډبره پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کېږي او په نړیوالو بازارونو کې د پاکستان په نوم پلورل کېږي. نوموړي زیاته کړه چې د کانونو د غیرې قانوني کیندلو مخه باید ونیول شي.
علیزی وايي چې د تېرو لسو کلونو راهيسې د دغه کان د غیرې قانوني کيندنې مخه دولت نه ده نیولې او په قاچاقي ډول کيندل کیږي او دولت ته یې له زيان څخه پرته کومه بله ګټه نه رسیږي.
نوموړي زياته کړه: «موږ د هلمند په خانشین او ديشو ولسوالیو کي ډېر کانونه لرو چې یو خت ورڅخه په ښه ډول ګټه پورته کېده او همدا ډول نور ارزښت لرونکي توکي دي چې هغه هم ښه قیمت لري او د افغانستان د اقتصاد په پیاوړي کېدو کې رغنده رول لوبولی شي، خو له بده‌ مرغه دولت په دې نه دی توانېدلی چې د دغه توکو د قاچاق مخنيوی وکړي. د سیمې د اوسېدونکو څخه اورو چې، هلته په کانونو کې په خورا بې رحمانه توګه چاودنې کیږي او ګڼ شمېر ارزښتناکه توکي ویستل کیږي او بیا پاکستان او چین ته وړل کیږي.»
دا چې تر دې دمه د دغه کانونو د غیرې قانوني استخراج مخه ولې نه ده نیول شوې، په اړه یې د هلمند ولايت والي، عبدالنبي الهام وايي چې، د نا امنۍ له امله د هلمند کانونه په قاچاقي توګه کيندل کېږي.
ښاغلي الهام څرګنده کړه چې، د کانونو د ساتلو او قاچاق د مخنيوي لپاره پلان جوړ شوی او ډېر ژر به عملي شي.
د هلمند والي وويل: «نا امني شته، هلته په سیمو کې مخالف وسله ‌وال کار کوي، کانونه استخراجوي او د سيمې قاچاقبران هم هلته بوخت دي، خو ددې کار د مخنيوي لپاره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت نوې طرحه جوړه کړې چې ډېر ژر به عملي شي.»
د هلمند اوسېدونکو څو څو ځلې د کانونو د غیرې قانوني کيندنو او قاچاق د مخنيوي پر وړاندې غږ پورته کړی خو تر اوسه يې کومه پايله نه ده لرلې.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د طالبانو تر سیوري لاندې د عصري زده‌کړو وضعیت؛ ولس: په ټول هلمند کې یو معیاري دولتي ښوونځی نشته
ځانګړي

د طالبانو تر سیوري لاندې د عصري زده‌کړو وضعیت؛ ولس: په ټول هلمند کې یو معیاري دولتي ښوونځی نشته

۱۱ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1725182219]
خبرونه

هلمند سیند ته د موټر لوېدو په پېښه کې د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي

۱۰ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۳۱ جولای ۲۰۲۴ [t_time:1722433656]
خبرونه

هلمند کې یو کس پر کانګو ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته مړ شوی

۲۵ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴ [t_time:1721063552]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.