د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ملکه ثُریا په نوم د مور او ماشوم د روغتیا روغتون فعالیت کوي، خو له تېرو اوو میاشتو راهیسي يې کارکوونکو نه معاش اخیستی او نه هم دغه روغتون د۱۴۰۰ کال لپاره د اړتیا وړ توکو د برابرولو لپاره مالي امکانات لري.
جمیله په ملکه ثُریا روغتون کې د صفاکارې دنده لري او وايې چې له تېرو اوو میاشتو راهیسي يې معاش ندی اخیستی او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده. جمیله وايي چې یوازینى زوی يې شل ورځې مخکي په جګړه کې ووژل شو. هغه زیاتوي، که يې معاش یو څه نور هم وځنډېږي نو مجبورېږي خپله اوسنۍ دنده پرېږدي او بله دنده پیدا کړي، ځکه د زوی د یتیمانو او کونډې مسوولیت پرغاړه لري.
سید محمد چې په دغه روغتون کې د فارمسي د مدیر په توګه دنده ترسره کوي، وايې چې له ۱۳۹۸ کال راهیسي دغه روغتون ته هېڅ ډول درمل او نور د اړتیا وړ توکي نه دي پېرل شوي. نوموړی وايې، له دې مخکې یې د مراجعینو شمېر له ۳۰۰ تر ۳۵۰ تنه و، خو اوس د درملو د کمښت او یو لړ نورو محدودیتونو له امله له ۱۵۰ تر ۱۲۰ تنو ته راکم شوی دی. سید احمد زیاتوي: موږ په روغتون کې هېڅ درمل نه لرو آن د مور او ماشوم لپاره اړین درمل نه لرو له همدې امله د هرې ورځې په تېرېدو سره مو د ناروغانو شمېر کمېږي.
د روغتون آمر ډاکتر محمد ولي همت اړوندو کارکوونکو ته له اوو میاشتو راهیسې د معاشاتو نه ورکول تاییدوي او وايي چې د ۱۴۰۰ کال لپاره دغه روغتون ته درمل او نور اړتیا وړ توکي نه دي برابر شوي.
همت زياتوي چې د دغو ستونزو د اواري لپاره د هلمند د عامې روغتیا ریاست د دغه روغتون په اړه روغتیا وزارت ته یوازې د کارکوونکو د معاشونو په اړه یو مکتوب استولی دی.
نوموړي همداراز زیاته کړه سره له دې چې د معاشونو ځنډ د کارکوونکو خدماتي برخې ته زیان رسولی د درملو نشتوالی هغه ستونزه ده چې هره ورځ لسګونه ناروغان بې درملو رخصتېږي.
په ورته وخت کې د هلمند د عامې روغتیا رئیس عبدالاحدحازم هم په دغه روغتون کې ستونزې مني، خو نوموړی وايي چې ددغو ستونزو اساسي لامل د ولسمشر له حکم سره سم په عادي بودیجه کې د N T A پروژو د ادغام بهیر و چې تازه د هېواد په کچه له ۴۱ روغتونونو څخه یوازي د درېيو روغتونونو تشکیل په عادي بودیجه کې مدغم شوی چې د ملکې ثریا روغتون هم پکې شامل دی.
حازم وايي چې د دې روغتون د خدماتي پایښت په پار يې تر یو بریده له بېلابېلو روغتیايي بنسټونو هراړخیز امکانات برابر کړي دي. هغه زیاته کړه چې د وزارت له پرېکړې سره سم به د نهو میاشتو معاشونه له N T A پروژو څخه او وروسته به بیا له عادي بودیجې څخه اجرا کېږي.





