• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

هرات؛ هغه نجونې چې ونیول شوې او هغه کورنۍ چې چوپې پاتې شوې

نیما نیما
۲۱ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1783848043]

د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالبانو یو ځل بیا د دغې ډلې د خوښې وړ حجاب د نه مراعاتولو په تور د ښځو او نجونو د نیولو بهیر سخت کړی دی. د دوی په وینا کورنۍ د طالبانو له وېرې او د ټولنیزو دودونو د فشار له امله نه شي کولای خپل غږ پورته کړي او ان چمتو نه دي چې په مستعارو نومونو هم له افغانستانه بهر رسنیو سره په دې تړاو خبرې وکړي. دوی ټینګار کوي چې په دغه ولایت کې د ښځو وضعیت خورا اندېښمنوونکی دی او ډېری ښځو له نیول کېدو د مخنیوي لپاره خپل تګ راتګ خورا کم کړی او عملاً په خپلو کورونو کې بندیاني شوي دي.

په هرات کې یوه نجلۍ چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې یاد شي وايي: «په وروستیو ورځو کې د هرات له ۶۴ متره سیمې څو ښځې او نجونې د چادرۍ یا بورقې د نه لرلو په تور نیول شوې دي. کورنیو خپلو نجونو ته ویلي که چېرې ونیول شوې نو کور ته دې زنګ نه وهي. همداراز ځینې کسان د هغو ښځو او نجونو د ځان‌وژنې خبرې کوي چې له نیول کېدو وروسته یې نور ونه کړای شول چې رواني او ټولنیز فشارونه وزغمي. ډېری هغه ښځې چې نیول کېږي سپکاوۍ او توهین ورته کېږي او ان د خپلو کورنیو له خوا هم ورته په بده سترګه کتل کېږي؛ لکه د بدنامۍ او شرم نښه چې یې پر تندې لګېدلې وي.»

بله ښځه مژده (مستعار نوم) وایي چې کورنیو او ټولنیزو فشارونو ښځې له رواني پلوه له خورا سخت وضعیت سره مخ کړي دي. نوموړې زیاتوي: «د ټکسي او زرنج له څو چلوونکو سره مې خبرې وکړې. هغوی وویل هغه ښځې چې نیول شوې دي بشپړ حجاب یې درلود او یوازې د مانتو د اغوستلو له امله د امربالمعروف محتسبانو نیولې او له ځان سره یې بیولې دي.» د هغې په وینا ځینې ښځې ان د چادرۍ په اغوستلو او د ماسک له تړلو او د محرم له لرلو سره سره بیا هم هغو ځایونو ته له تګه ډډه کوي چې هلته د طالبانو د امربالمعروف او نهې‌عن‌المنکر د محتسبانو د حضور احتمال وي.

دا ښځه زیاتوي: «زموږ د یوې خپلوې کورنۍ د چهارشنبې په ورځ ۶۴ متره سیمې ته تللې وه. د موټر له کښته کېدو سره سم یې لیدلي وو چې په سیمه کې دوه سپین ډوله ون موټر ولاړ وو؛ یوه موټر ښځې او بل نارینه نیول او له ځان سره یې بیول. دوو سرچینو دا هم تایید کړه چې یوې کورنۍ د خپلې نجلۍ د موندلو لپاره ډېرې منډې ترړې وکړې خو پر موندلو یې بریالي نه شول او لا هم د هغې د برخلیک په تړاو هیڅ معلومات نشته. په دې تړاو بېلابېلو روایتونه شته خو د ګواښونو له امله حقیقت ته لاسرسی خورا ستونزمن شوی او هیڅوک خبرو کولو ته چمتو نه دي.»

په هرات کې دا ښځې او نجونې وايي چې په دغه ولایت کې وضعیت لا هم اندېښمنوونکی دی او د نیولو بهیر د تېرو ورځو په څېر دوام لري. دوی ادعا کوي چې ځینو نیول شویو ښځو وروسته ځان‌وژنه کړې ده؛ خو دا پېښې د هغوی د کورنیو له خوا د شته وېرې او فشارونو له امله رسنیزې شوې نه دي.

په هرات کې یو ځایي خبریال وايي: «د یوې نجلۍ کورنۍ د هغې د موندلو لپاره ډېرې هڅې وکړې خو پيدا یې ونشوای کړای. په پای کې کورنۍ یې د خپل کور پر دروازه توره ټوټه وځړوله چې دا د نجلۍ د مړینې نښه وه.»

په هرات کې یوه نجلۍ نسترن (مستعار نوم) وایي: «په دې ورځو کې نور ان دا جرات نه شم کولای چې یوازې له کوره بهر ووځم. داسې احساس کوم چې هره ورځ زموږ په شاوخوا کې نور دېوالونه هم جوړېږي. پر ښځو او نجونو د طالبانو فشارونه ورځ تر بلې ډېرېږي او زه د دغو محدودیتونو له وېرې اوس ان کورس ته هم نه ځم؛ هغه ځای چې زما د زده‌کړې یوازینۍ هیله وه.»

دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې طالبانو په هرات کې د وترنرۍ یو ډاکټر د خپلې مېرمنې د حجاب د څرنګوالي له امله نیولی او ډبولی دی. د سرچینو په وینا طالبانو په هرات کې د وترنرۍ ډاکټر په دې تور نیولی چې د مېرمنې حجاب یې د دغې ډلې له لوري له ټاکل شویو معیارونو سره سم نه و.

سرچینې زیاتوي چې د دغه ډاکټر مېرمن لومړی د طالبانو د خوښې وړ حجاب د نه لرلو له امله نیول شوې وه او هغه د موضوع د څېړلو او د خپلې مېرمنې د خوشې کولو لپاره طالبانو ته ورغلی و. د سرچینو په وینا د ورتګ پر مهال طالب جنګیالیو په زندان کې هغه ته سپکاوی کړی او له لفظي شخړې وروسته یې پخپله ډاکټر هم نیولی دی.

سرچینې وايي دا ډاکټر د طالبانو په توقیف ځای کې سخت ډبول شوی او د وهلو ډبولو په پایله کې یې د بدن څو برخې زیانمنې شوې دي. ویل کېږي چې د هغه روغتیایي وضعیت مناسب نه و او د روغتیایي وضعیت له خرابېدو وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.

دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې طالبانو د روان کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۴مه په هرات کې د چادرۍ یا بورقې د نه اغوستلو په تور د ښځو او نجونو د نیولو او زنداني کولو امر کړی و. د طالبانو له دغه امر وروسته د هرات په جبرئیل سیمه کې یو شمېر ښځو اونارینه وو د غبرګولي پر ۱۹مه پراخ لاریونونه وکړل او د طالبانو د دغه ګام په غبرګون کې یې اعتراض وکړ خو طالبانو دا ولسي اعتراض وځپه. د طالبانو د ډزو له امله په دې پېښه کې یو شمېر اعتراض کوونکي ټپيان شول او دوه نور ووژل شول.

افغانانو د نړۍ په ډېری مهمو ښارونو کې د طالبانو د دغه ګام په غبرګون کې پراخ لاریونونه وکړل او په بېلابېلو هېوادونو کې یې اعتراضي پروګرامونه جوړ کړل. هغوی د جلا جلا پرېکړه لیکونو په خپرولو سره د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسېدو او د جنسیتي اپارټاید د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د هېواد پر فضا امریکايي ډرون الوتکې د طالب څارنې او که د ساتنې لپاره دي؟
خبرونه

په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791658429]
د ملګرو ملتونو راپور؛ په افغانستان کې له څو اړخیز بحرانه د ماشومانو تر ټکان‌ورکوونکي وضعیت پورې
راپورونه

د ملګرو ملتونو راپور؛ په افغانستان کې له څو اړخیز بحرانه د ماشومانو تر ټکان‌ورکوونکي وضعیت پورې

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791656893]
طالبانو په ننګرهار کې له قانوني اسنادو سره سره خلک په زوره له خپلو کورونو ایستلي دي
خبرونه

طالبانو په ننګرهار کې له قانوني اسنادو سره سره خلک په زوره له خپلو کورونو ایستلي دي

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791656296]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د لاهې محکمې د طالبانو د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزیرانو د نیولو حکم صادر کړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.