۸صبح، هرات: د هرات اوسېدونکي په څه باندې ۴۰ درجو ګرمۍ کې د برېښنا له پرلپسې پرې کېدو شکایت لري او وايي چې د دې ستونزې د هواري لپاره اړین ګامونه نه پورته کېږي.
سرچینو یکشنبه د چنګاښ پر ۲۸مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د هرات په بېلابېلو برخو کې هره ورځ څو وارې برېښنا پرې کېږي او د برېښنا له پرې کېدو سره هممهاله اوبه هم بندېږي.
هغوی وايي چې د دغه وضعیت دوام د اوړي په ګرمو ورځو کې د خلکو ورځنی ژوند له ګڼو ننګونو سره مخ کړی او کورنۍ په ځانګړې توګه ماشومان او عمرخوړلي له سختو ستونزه سره مخ دي.
د هرات اوسېدونکي زیاتوي چې په اړوي کې د برېښنا او اوبو د پرې کېدو ستونزه نوې نه ده او هر کال تکرارېږي، خو تر اوسه ورته کومه بنسټیزه حل لار نه ده موندل شوې.
د هرات اوسېدونکي له اړوندو طالب چارواکو غواړي چې په هرات کې د ډاډمنې برېښنا د برابرولو لپاره جدي اقدامات او د خلکو ستونزو ته پاملرنه وکړي.
د برېښنا پرې کېدو له ورځینو ستونزو ورهاخوا پر کاري، خدماتي او اقتصادي فعالیتونو هم اغېز کړی دی.





