۸صبح، کابل: د افغان نجونو د زدهکړو فعاله او د افغانستان د رهبرۍ ښوونځي (SOLA) بنسټ اېښودنکې شبانه بسیج راسخ د ټایم مجلې د ۲۰۲۶ کال د غوره اغېزناکو شخصیتونو په لېسټ کې راغلې ده.
ټایم مجلې چهارشنبه د تلې پر ۸مه ویلي چې چې شبانه بسیج راسخ د افغان نجونو د زدهکړو له حقونو د دفاع په برخه کې د خپلو فعالیتونو له امله د دغې مجلې «TIME100 Next» په نوملړ کې شامله شوې ده.
یادې مجلې زیاته کړې د افغانستان د رهبرۍ ښوونځي په پیل کې په کابل کې د نجونو لپاره فعالیت کاوه، خو اوس له افغانستانه بهر خپلو چارو ته دوام کوي.
ټایم مجلې ویلي چې اوسمهال دغه ښوونځي او انلاین ښوونیز پروګرام یې څه باندې ۴۳ زرو زدهکوونکو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې او د افغانستان د راتلونکو ښوونکو، ډاکټرانو او مشرانو د روزنې لپاره هڅې کوي.
مېرمن راسخ بیا ویلي چې دا ویاړ یوازې د هغې نه دی، بلکې له افغان ښځو، د افغانستان د رهبرۍ ښوونځي، زدهکوونکو او هغو سره تړاو لري چې ترې ملاتړ کوي.
نوموړې ویلي چې لا ډېر کارونه پاتې دي چې باید وشي او دا هڅې به دوام ولري.





