۸صبح، هرات: د هرات ځينې اوسېدونکي وايي چې په تېرو پنځو کالو کې یې د ژوند ستونزې او ننګونې پام وړ ډېرې شوې دي.
سرچینو یکشنبه د زمري پر ۱۸مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د محدودیتونو دوام او اوسنیو سختو شرایطو یې ژوند سخت کړی او نور د دغه ولایت ډېرو اوسېدونکو ته د دغه وضعیت زغمل ګران شوي دي.
هغوی وايي چې د دغو پنځو کالو په اوږدو کې یې خپل ډېر حقوق او فرصتونه لکه فردي ازادي، د زدهکړو، کار، پرمختګ، تفریح او ارام په څېر حقونه له لاسه ورکړي دي.
د هرات دغو اوسېدونکو د اقتصادي ستونزو، بېوزلۍ او لوږې له زیاتېدو هم اندېښنه ښودلې او ویلې یې دي چې د کورنیو د اړتیاوو پوره کول ورته سخت شوي دي.
د هغوی په خبره، د کاري بوختیاوو او اقتصادي ځواک کمښت د دې لامل شوی چې ډېرې کورنۍ ان د ورځني ژوند اړتیاوو په پوره کولو کې هم له ستونزو سره مخ وي.
د هرات اوسېدونکو له طالبانو غوښتي چې لګول شوي محدودیتونه کم او د کار، زدهکړو، فردي ازادۍ او باثباته ژوند شرایط برابر کړي.





