۸صبح، پکتیکا: سیمهییزې سرچینې وايي چې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په انګور اډه کې طالب او پاکستاني ځواکونو بیا نښته کړې ده.
سرچینو پنجشنبه د لړم پر ۷مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا نښته نن ماښام پیل شوې او په شدت دوام لري.
د سرچینو په خبره، دواړه غاړې درنې وسلې کاروي چې له کبله یې د سیمې ځينو اوسېدونکو خپل کورونه پرېيښي دي.
سرچینې زیاتوي چې دوه ورځې مخکې هم په همدې سیمه کې نښته شوې وه.
تر اوسه د اوښتو زیانونو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.





