۸صبح، کابل: په هرات ولایت کې د ګذرې د کانال او سربند د درېیمې برخې د بیارغولو چارې بشپړې شوې.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه پروژه د اوبو مدیریت او د کرنیزو ځمکو زیاتوالي په موخه د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په حسن خېل کلي کې عملي شوه.
ياده اداره وايي چې، د دغې پروژې تطبیق سره به شاوخوا ۹۱۸۳ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او ۱۰۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.
د يادونې وړ ده چې د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې موده مخکې ویلي ؤ چې په هېواد کې د اوبو د لا ښه مدیریت په موخه ۴۴ نور لوی بندونه جوړېږي.
د دې ادارې مسؤلینو په وينا، دغه ۴۴ بندونه به د هېواد په ۲۱ ولايتونو کې جوړ شي.





