۸صبح، بادغیس: په بادغیس کې باوري سرچینې وايي چې د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده بادغیس ته تللی دی.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې هبتالله اخوندزاده پنجشنبه د وږي پر ۸مه سهار مهال د بادغیس مرکز قلعهنو ته رسېدلی دی.
د سرچینو په وینا، نوموړی لومړی د دغه ولایت «جهادي مدرسې» ته تللی او په خبره یې، نږدې ۳۰ دقیقې یې وینا کړې ده.
بادغیس ته د ملا هبتالله له سفر سره هممهاله د دغه ولایت اوسېدونکو هم ویلي چې قلعهنو ښار نظامي بڼه خپله کړې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي څه ویلې نه دي.
ملا هبتالله اخوندزاده له دې وړاندې هم ځینو ولایتونو ته سفرونه کړې دي.





