• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۶ لړم ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د پټو اوښکو او غلو سلګیو کیسه؛ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خلکو د ژوند رښتینې کیسه

نیما نیما
۱۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794037625]
AFP

AFP

یو شمېر هېوادوال په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د مخ پر زیاتېدو فشارونو په اړه سخته اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، په داسې حال کې چې بېوزلي او بېکاري په پراخه کچه زیاته شوې او خلک د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو وس نه لري ، طالبان په بېلابېلو پلمو له خلکو مالیه او عشر اخلي، خو په بدل کې یې هېڅ ډول خدمتونه نه وړاندې کوي. د دوی په وینا، د طالبانو تر ولکې لاندې رسنۍ هم د خلکو واقعي وضعیت نه شي انځورولای. هېوادوال دغه راز د طالبانو له خوا پر وخت د دولتي کارکوونکو د معاشونو له نه ورکول کېدو شکایت کوي. دوی وايي، طالبان د کارکوونکو معاشونه پر ټاکلي وخت نه ورکوي او د معاشونو پرله‌پسې ځنډ د کارکوونکو پورونه او اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دي. دغه هېوادوال ټینګار کوي چې د طالبانو مامورین ان د څو وړیا پېرکیو په خوړلو سره د پېرکیو له پلورونکو هم په یو ډول باج اخلي. د دوی په وینا، په ښار او بازار کې هېڅوک د طالبانو د مامورینو له باج اخیستنې او ناقانونه پیسو اخیستلو خوندي نه دي.

هېوادوال د طالبانو تر واک لاندې د بېوزلۍ او بېکارۍ له زیاتېدو او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له بې وسۍ شکایت کوي. دوی ټینګار کوي چې په داسې حال کې چې ډېرې کورنۍ د ډوډۍ، د څښاک د اوبو برابرولو او د درملنې د لګښتونو د ورکړې په برخو کې له جدي ستونزو سره مخ دي، د طالبانو له خوا پر خلکو مالي فشارونه او د مالیې او عشر غوښتنه لا هم دوام لري. د دغو هېوادوالو په وینا، فقر او بېوزلي دومره پراخه شوې چې ډېرې کورنۍ ان روغتیايي مرکزونو ته د خپلو ناروغانو د لېږدولو او د هغوی د درملنې د لګښتونو د ورکړې وس نه لري او اړ کېږي چې د درملنې دودیزو لارو چارو ته مخه کړي.

یو هېوادوال احمدالله وايي: «خلک ډوډۍ نه لري، اوبه نه لري او ان روغتون ته د تګ پیسې هم نه لري؛ خو له هرې خوا ترې مالیه او زکات اخیستل کېږي. خلک له سختو اقتصادي فشارونو سره مخ دي. د خلکو دردونه ډېر دي، خو غږ یې نه اورېدل کېږي. طالبان د خلکو پر ځان نښتي دي او د هغوی له وینو تغذیه کېږي.»

دغه هېوادوال وايي: «کله چې دولتي ادارو ته مراجعه کوئ، داسې پوښتنې ګروېږنې درنه کوي، لکه کوم جرم مو چې کړی وي؛ خو کله چې ستاسو د کار د ترسره کولو وار راشي، بیا یې د ترسره کېدو درک نه وي. هر لوري ته چې ځئ، له بېوزلو او بې‌وسه خلکو سره مخ کېږئ. د خلکو اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.»

دغه هېوادوال ټینګار کوي چې طالبان له خلکو د مالیې او عشر پر جبري اخیستلو سربېره، باج هم ترې غواړي او د بډو په بدل کې یې د تعرفو له صادرولو ډډه کوي. د دوی په وینا، د طالبانو مامورین ان له هغو لاسګاډو لرونکو هم باج اخلي چې د سړک پر غاړه په سختۍ سره هره ورځ ۱۰۰ افغانۍ عاید لري

کابل یو اوسېدونکی عبدالغفور وايي: «د زړه درو مو ډېر دی، خو د ویلو وس یې نه لرو. خدای شاهد دی، هغه څه چې دوی [طالبان] یې وايي، د دوی له کړنو سره یې له ځمکې تر اسمانه توپیر دی. دوی ډېر دروغ وايي. له یوه  پېرکي پلورونکي رشوت اخلي، د یوه بېوزلي کس څو پيرکي وړیا خوري او بیا هم ځانونه پاک ښيي. د چپس پلورونکي چپس هم ترې اخلي. هېڅوک یې له لاسه خوندي نه دي.»

له دې سره هممهاله، یو شمېر نور هېوادوال چې د طالبانو تر واک لاندې په دولتي ادارو کې کار کوي، پر وخت د کارکوونکو د معاشونو له نه ورکول کېدو شکایت کوي. دوی وايي، ډېر کم داسې پېښېږي چې میاشتنی معاش یې په منظم ډول او پر ټاکلي وخت ورکړل شي، څو د هغه له مخې د خپل ژوند اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي. د دوی په وینا، د معاشونو پرله‌پسې ځنډ د دې لامل شوی چې کارکوونکي د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره تل له هټیوالو او شتمنو ملګرو پور واخلي او د پورونو د زیاتېدو او اقتصادي ستونزو له امله له کړاوونو سره مخ شي.یو مامور محمدزمان وايي: «یو کارکوونکی یوه میاشت کار کوي او باید معاش یې په ټاکلي وخت ورکړل شي، څو د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړای شي. اوس د لړم ۱۶مه ده، خو لا هم نیمایي کارکوونکو د تلې میاشتې معاشونه نه دي ترلاسه کړي. هېڅ مامور نه پوهېږي چې ایا د یوې میاشتې کار له ترسره کولو وروسته به خپل معاش ترلاسه کړي او که نه.»

سودابه (مستعار نوم) چې له شپږم ټولګي ټیټو نجونو ته درس ورکوي: «د لړم پر ۱۵مه مې معاش ترلاسه کړ؛ یعنې معاش مې له ۴۵ ورځو ځنډ وروسته راکړل شو. کله چې مې معاش ترلاسه کړ، ټول مې پورراکوونکو ته ورکړ او خپله تش لاس پاتې شوم. معاش پر ټاکلي وخت نه راکوي، څو وکړای شو د هغه له مخې حساب او کتاب وکړو. هر وخت چې یې زړه وغواړي، معاش راکوي. ان د هټیوالو پر وړاندې مو هم اعتبار له لاسه ورکړی؛ په سختۍ پور راکوي او وايي چې تاسو خپل پورونه پر وخت نه ور کوئ.»

دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو په ګڼو راپورونو کې د افغانانو د اقتصادي او معیشتي وضعیت له خرابېدو پرده پورته کړې ده. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې په خپاره کړي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیونه کسانو چې د افغانستان د ټول نفوس درې پر څلورمه برخه جوړوي، د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه درلود. د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې تر ۸۰ سلنې ډېرې کورنۍ پوروړې دي او نږدې درې پر څلورمه برخه کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره د مقابلې لپاره منفي لارو چارو ته مخه کوي، چې یوه بېلګه یې د خوړو د مصرف کمول دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې سازمان (فائو) د ۲۰۲۶ کال په اکټوبر کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې به شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه وګړي، چې د هېواد د نفوس ۳۸ سلنه جوړوي، په راتلونکي ژمي کې د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي. دغو ادارو بېکاري، د ژوند د لګښتونو زیاتوالی، د کاري فرصتونو کمښت او د بشري مرستو کموالی د دغه ناورین د لا سختېدو لاملونه بللي دي..

تر دې وړاندې هم په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې وې چې ښودله یې ځینو کورنیو د بېوزلۍ او لوږې له امله خپل ماشومان پلورته وړاندې کړي دي. دغو کورنیو ویلي وو چې اړ شوې دي دا کار د خپلو نورو ماشومانو او د کورنۍ د غړو د ژوندي ساتلو لپاره وکړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د سیمه‌ییز تماس ډلې دویمه غونډه په بشکیک کې جوړه شوه
خبرونه

د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د سیمه‌ییز تماس ډلې دویمه غونډه په بشکیک کې جوړه شوه

۱۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794034639]
برني سنډرز یو ځل بیا د ایران پر وړاندې د جګړې د بوديجې د بندولو غوښتنه کړې ده
بهرني خبرونه

برني سنډرز یو ځل بیا د ایران پر وړاندې د جګړې د بوديجې د بندولو غوښتنه کړې ده

۱۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794031564]
د پاراګوای پخوانی ولسمشر د بانکي اختلاس د قضیې په تړاو نیول شوی دی
بهرني خبرونه

د پاراګوای پخوانی ولسمشر د بانکي اختلاس د قضیې په تړاو نیول شوی دی

۱۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794030481]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • له جنګي غنیمتونو د انډېوالۍ تر مرکزه؛ په پروان کې د طالبانو د والي د زوم د ګومارنې پر سر شخړه

    له جنګي غنیمتونو د انډېوالۍ تر مرکزه؛ په پروان کې د طالبانو د والي د زوم د ګومارنې پر سر شخړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیه: اوکرایین په تېرو ۲۴ ساعتونو کې خپل څه باندې زر سرتېري له لاسه ورکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې ترافیکي پېښه؛ د طالبانو موټر د ملکیانو له موټر سره ټکر کړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.