د روزګان ځينې اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ځوانانو له خوا د نشهيي توکو، په ځانګړي ډول د «ټابلیت کا» د کارولو له زیاتېدو اندېښمن دي. دوی وايي، بېکاري، نشهيي توکو ته اسانه لاسرسی او د درنو کارونو له امله رامنځته کېدونکي فشارونه هغه مهم لاملونه دي چې ځوانان د دغو توکو کارولو ته اړ باسي. د روزګان اوسېدونکې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د طالبانو ادعاوې هم تر پوښتنې لاندې راولي او وايي، سره له دې چې د نشهيي توکو پر کارولو یې بندیز لګولی، خو د ځوانانو ترمنځ د دغو موادو کارول زیات شوي دي.
د روزګان اوسېدونکی احمد (مستعار نوم) د دغه ولایت د ځوانانو له لوري د نشهيي توکو، په ځانګړي ډول د «ټابلیت کا» د کارونې له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي. د هغه په خبره، بېکاري، نشهيي توکو ته اسانه لاسرسی او د درنو کارونو له امله رامنځته کېدونکې ستړیاوې هغه مهم لاملونه دي چې ځوانان د «ټابلیت کا» کارولو ته هڅوي.
د روزګان دغه اوسېدونکی وايي: «د روزګان د ځوانانو ترمنځ د نشهيي توکو، په ځانګړي ډول د ټابلیت کا، کارونه زیاته شوې ده. دغه ګولۍ ځوانانو ته په ډېرې اسانۍ په لاس ورځي. زموږ په کلي کې له څو کسانو پرته نږدې ټول ځوانان یې کاروي. پخوا هم کارېدلې، خو په وروستیو کلونو کې یې کچه په څرګند ډول لوړه شوې ده.»
احمد وايي: «هغه ځوانان چې کار نه لري، د بېکارۍ له امله نشهيي توکو ته مخه کوي او هغه ځوانان چې کار کوي، د درنو کارونو او ډېرې ستړیا له امله د دې لپاره له دغو ګولیو کار اخلي چې لږ ستړیا احساس کړي. ان په ښوونځیو کې هم د ځینو ځوانانو ترمنځ د نشهيي توکو پېر او پلور ترسره کېږي.»
د روزګان یو بل اوسېدونکی نعمت (مستعار نوم) د نشهیي توکو د کښت او تولید پر ضد د مبارزې په اړه د طالبانو پر ادعاوو نیوکه کوي او وايي، سره له دې چې پر نشهيي توکو یې بندیز او پر ضد یې د مبارزې اعلان کړی، خو د ځوانانو ترمنځ د دغو موادو کارول زیات شوي دي.
د روزګان دغه اوسېدونکی وايي: «د نشهيي توکو پېر او پلور اسانه شوی او تولید یې هم زیات شوی دی. د دغه ولایت ډېری ځوانان چرس، ټابلیت کا او شیشه کاروي. د ډېرو خلکو اقتصادي حالت ښه نه دی او ځینې ځوانان د پیسو او نشهيي توکو د ترلاسه کولو لپاره غلاوې کوي، چې دغه حالت په ټولنه کې د جرمونو د زیاتېدو لامل کېږي.»
د روزګان یو بل اوسېدونکی حکمت (مستعار نوم) د نشهيي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي غوښتنه کوي. هغه وايي، باید د کار لپاره زمینه برابره شي، د زدهکړو او مطالعې د ارزښت په اړه عامه پوهاوی وشي او همدارنګه د نشهيي توکو د کارولو د زیانونو په اړه په دوامداره توګه خلکو ته معلومات ورکړل شي.
د روزګان دغه اوسېدونکی زیاتوي: «ځوانان چې د هېواد پانګه ده، په روزګان کې بیا ډېری یې د کار، زدهکړو او پرمختګ پر ځای روږدي شوي دي. د ځوانانو ترمنځ مطالعه، پرمختګ او نوښت له هیڅ سره برابر دی. ټول ځوانان یا په نشو روږد شوي یا په خواله شبکو کې بوخت دي. موږ په راتلونکو څو کلونو کې د افغانستان د حالت په اړه اندېښمن یو.»
ورته مهال د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محب (مستعار نوم) خبرداری ورکوي چې د «ټابلیت کا» استعمال د بېخوبۍ، اضطراب، تمرکز ګډوډۍ، روږدېدل، د زړه د درزا او د وینې فشار د لوړېدو لامل کېږي. د هغه په وینا، په سختو حالتونو کې د دغې مادې کارول د تاوتریخوالي، بېهوښۍ، په ساه اخېستلو کې ستونزه او ان د مرګ لامل کېږي.
دغه ډاکټر زیاتوي: «د دې مادې پرلپسې کارول د رواني، بدنې او کورنیو ستونزو او همدارنګه د کار یا زدهکړو د له لاسه ورکولو لامل کېږي. د ګولۍ له رنګ او بڼې څخه یې ترکیب نه شي معلومېدای او د خوندي استعمال لپاره یې ځانګړې اندازه هم نه شته.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې ۸صبح ورځپاڼې په یوه راپور کې له یو شمېر تنکیو ځوانانو سره خبرې کړې وې. د دغو ځوانانو ډېرو یې ویلي و چې د لومړي ځل لپاره یې د خپلو ملګرو یا نږدې کسانو په هڅونه نشهيي توکو ته مخه کړې او له څه مودې وروسته پرې روږدي شوي دي.
د دوی په وینا، اقتصادي ستونزې، بېکاري او د ژوند سخت شرایط هم هغه لاملونه دي چې هغوۍ یې د نشهيي توکو کارولو ته اړ کړي دي. د دغو تنکیو ځوانانو ځينو یې ویلي و چې د ډېر کار کولو او د ستړیا د کمولو لپاره یې «ټابلیت کا» خوړله؛ خو له لږ وخت وروسته یې پر کارولو عادت او پرې روږدي شول.
که څه هم طالبانو د نشهيي توکو پر کښت او سوداګرۍ بندیز لګولی، خو د ۸صبح سیمهییزې موندنې ښيي چی په هلمند کې د یوه کیلو تریاکو بیه له درېیو زرو افغانیو څخه ۵۰ زرو افغانیو ته لوړه شوې ده. شرافت، څاروان کلا، سنګین، موسیکلا، بهرامچې او چانجیر بازارونه په دغه ولایت کې د تریاکو د پېر او پلور عمده مرکزونو دي. یو شمېر سیمهییزې سرچینې تاییدوي چې د طالبانو ځينې قوماندانان او چارواکي هم په دغو بازارونو کې پانګونه لري او د نشهيي توکو په سوداګرۍ کې شریک دي او له دې لارې ګټه ترلاسه کوي.





