۸صبح، تخار: د تخار سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې له پوهنتونه نارینه فارغانو ته په فراغت غونډه کې د تورې خولۍ او چپنې د اغوستلو اجازه نه ده ورکړې.
سرچینو ویلي چې پنجشنبه د وږي پر ۲۱مه د طالبانو تر کنټرول لاندې د تخار پوهنتون چارواکو د دغه پوهنتون ٨٢٣ محصلينو لپاره د فراغت غونډه نیولې وه.
د سرچینو په وینا، په دې فراغت غونډه کې ۲۵۰ کسانو ګډون کړی او محصلینو د طالبانو د تخار پوهنتون رئیس، کمالالدین منیب په امر په دې مراسمو کې د تورې خولۍ او چپنې اغوستلو اجازه نه لرله.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، دا محصلين د تخار پوهنتون د کرنې، پوهنې، اقتصاد، حقوقو، شرعياتو او انجنيرۍ له پوهنځيو فارغ شوي او د فراغت پرمهال یې سپین کالي او تور واسکټونه اغوستي دي.
بل خوا د تخار پوهنتون یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د بلنې او ارشاد رئیس، شکرالله وحدت په یو رسمي مکتوب کې د پوهنتون مسوولانو ته خبرداری ورکړی چې د پوهنتونونو د فراغت په مراسمو کې د تورې چپنې او خولۍ اغوستل منع دی.
د هغه په خبره، د دغه مکتوب پر بنسټ، د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د بلنې او ارشاد رياست له دې امره سرغړونکي د دغې ډلې پر وړاندې «بغاوتکوونکي» بللي دي.
پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې ډلې له خوا د خلکو پر ژوند محدودیتونه ډېر شوي دي.





