• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په ننګرهار کې د خوارځواکۍ لوړ ګراف؛ د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې ۷۰۰ ناروغ ماشومان مړه شوي

۸صبح، ننګرهار ۸صبح، ننګرهار
۲۲ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1731402859]

په ننګرهار کې پر خوارځواکۍ د اخته ناروغانو کورنۍ شکایت کوي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ناسمو روغتیايي خدمتونو له امله له جدي ستونزو سره لاس په ګرېوان دي. دوی وايي چې له یوې خوا د جدي اقتصادي ستونزو له امله په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د درملنې او همداراز درملو د ترلاسه کولو توان نه لري او بل خوا ورسره د طالبانو روغتیايي ادارې پر وخت همکاري نه کوي.

د ننګرهار په حوزوي روغتون کې یوې روغتیايي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دې روغتون کې پر خوارځواکۍ اخته شاوخوا ۷۰۰ ناروغ ماشومان مړه شوي دي. پر خوارځواکۍ اخته ناروغان‌لرونکي د طالبانو ترڅنګ له مرستندویه ادارو په دې برخه کې د لازم لاسنیوي غوښتنه کوي.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی جان‌محمد (مستعار نوم) چې خپل یو کلن زوی یې د خوارځواکۍ ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، شکایت کوي او په وینا یې، د طالبانو د روغتیايي مسوولینو د نه پاملرنې له امله یې کوچني زوی خپل ژوند بایللی دی. دی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بستر کولو پرځای زوی د ننګرهار حوزوي روغتون کې بستر کړ چې هلته یې د طالبانو د روغتیايي مسوولینو د نه پاملرنې له امله له یوې میاشتې بستر کېدو وروسته د خپل کوچني زوی جسد کور ته انتقال کړ.

جان محمد له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زما زوی چې کله پیدا شو، اوله کې ښه وو، درې میاشتني کې مریض شو، ورو ورو یې خپل وزن کم کړ، په شخصي ډاکټرانو مې ډېر وګرځاوه، اخر یې وزن بېخي کم کړ، د ننګرهار صحت عامې راوست بستر مې کړ، دلته یې هم چا غمه نه خوړله، کله کله به ډاکټران راغلل، دوا به یې هم را باندې له شخصي درملتونونو راوړله، د هغوی د نه پاملرنې له وجې مې زوی له یوې میاشتې بستر وروسته مړ شو او د اوښکو په بدرګه مې یې جسد کور ته وېوړ.»

دوی وايي، د ننګرهار عامې روغتیا روغتون په خوارځواکۍ وارډ کې د ماشومانو د بستر خونې او بیډونه هم په زیاته کچه کم دي، چې ډېری ناروغان په ځمکه پراته وي. ناروغان‌لرونکي ادعا کوي چې د ناروغانو د بستر خونو د کموالي له امله ډېری ناروغان له درملنې مخکې له حوزوي روغتون خپلو کورنو ته رخصتېږي.  یوه ناروغ لرونکي د نوم نه خپرولو په شرط ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل: په لسهاوو ځوارځواکي ماشومان د کټونو «بیډونو» پرځای پر ځمکه پراته وي، هم د بستر اطاقونه کم دي، هم بیډونه کم دي، زیاتره ناروغان چې درې ورځې هم پوره بستر نه وي ډاکټران یې کور ته لېږي وايي، ځای کم دی او هملته یې کور کې بستر کړئ. مونږ اخر چېرته لاړ شو، دولتي شفاخانه کې چې زمونږ د ناروغان تداوي نه کېږي؛ نو شخصي امکانات خو مونږ هم نه لرو، چې په خصوصي شفاخانو کې یې بستر کړو، آخر چاته وژاړو.»

ناروغان‌لرونکي شکایت کوي چې د ننګرهار په حوزوي روغتون کې هېڅ راز پاملرنه نشته او د دوی ناروغانو ته نه یوازې دا چې درمل نه ور رسېږي؛ بلکې روغتیايي پرسونل هم د دوی پر ناروغانو پاملرنه نه کوي. ناروغان‌لرونکي زیاتوي، هغوی چې واسطه او د ننګرهار حوزوي روغتون لپاره د طالبانو رییس ته نږدې اړیکې ولري، بشپړ امکانات یې په واک کې ورکول کېږي؛ خو هغوی چې واسطه نه لري د روغ ماشوم پرځای د خپلو ناروغو ماشومانو جسدونه کورونه ته لېږدوي.

یوه ناروغ لرونکي چې خپل مستعار نوم «سیداجان» ښودلی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «داسې ورځ نشته، چې د ننګرهار په صحت عامه کې د خوارځواکه ماشومانو له وارډ څخه د درې څلورو ناروغو ماشومانو مړي ونه ویستل شي، ټول ډاکټران او پرسونل د واسطه داره کسانو په خدمت کې دی، څوک چې د رییس خپلوان وي یا ورته نږدې کسان ولري ښه یې خدمت کېږي، دوا او نور ټول امکانات ورکول کېږي؛ خو څوک چې واسطه ونه لري ناروغ ته یې هېڅ پام نشته، آخر داسې چې د خپلو ماشومانو مړي کور ته وړو.»

ننګرهار کې یو شمېر فعالان بیا له مرستندویه روغتیايي ادراو غوښتنه کوي، چې پر روغتیايي مرکزونو دې خپل څار زیات کړي؛ ترڅو بې وزله ناروغانو ته سمه پاملرنه وشي. دوی د طالبانو د عامې روغتیا وزارت پر مسوولینو هم نیوکه کوي، چې یوازې د تبلیغاتو لپاره د روغتیايي خدمتونو چېغې وهي؛ خو په خبره یې په عملي ډګر کې یې روغتیايي خدمتونه صفر دي.

د ننګرهار یوه ټولنیز فعال چې نه غواړي د طالبانو له وېرې یې هویت څرګند شي ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «د روغتیا په برخه کې په افغانستان کې چې څومره بهرنۍ روغتیايي ادارې کار کوي باید نظارت وکړي او طالبان پرېنږدي چې د روغتیا په برخه کې خپلسري وکړي؛ ځکه د نورو ادارو په څېر په روغتیايي سکتور کې هم هغه چاته پام کېږي، چې طالبانو ته نږدې وي، هغوی سره اړیکې ولري او نورې واسطې ولري، د غریبو خلکو زامن زیاتره له صحت عامې مړه وځي، باید همکاره موسسات او د طالبانو حکومت دې ستونزې لپاره جدي پاملرنه وکړي.»

موږ هڅه وکړهچې د ننګرهار په حوزوي روغتون کې پر خوارځواکۍ د اخته ناروغ لرونکو د شکایتونو او نیوکو په تړاو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالب مسوولینو نظر هم ولرو؛ خو له پرله پسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو، چې د هغوی نظر واخلو.

د ننګرهار په حوزوي روغتون کې یوې باوري روغتیايي سرچینې ویلي چې روان کال په دغه روغتون کې پر خوارځواکۍ اخته نږدې ۸۰۰ ماشومان مړه شوي او دا ګراف لا هم نه دی ښکته شوی.

د خلکو د شکایتونو له مخې، د طالبانو له واکمنېدو رسېدو وروسته په هېواد کې د نورو برخو ترڅنګ په روغتیايي برخه کې هم د دغې ډلې له لوري روغتیايي خدمتونه ورځ بلې ته کمزوري شوي چې له امله یې خلک له جدي روغتیايي ننګونو سره مخ شوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په افغانستان کې د تغذیې ناورین؛ څه باندې درې میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي
خبرونه

په افغانستان کې د تغذیې ناورین؛ څه باندې درې میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي

۲۵ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶ [t_time:1781516700]
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې څه باندې ۲۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري
خبرونه

اوچا: د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د خوارځواکۍ وضعیت د تېر کال پرتله خراب شوی دی

۲۵ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶ [t_time:1781516003]
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې څه باندې ۲۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري
خبرونه

ملګري ملتونه: افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ د کړکېچ په لومړۍ کرښه کې دي

۲۶ غويی/ثور ۱۴۰۵ - ۱۶ مې ۲۰۲۶ [t_time:1778930446]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د کابل فاطمة‌الزهرا روغتون د طالبانو له لوري وتړل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.