• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د روغې جوړې عالي شورا: با عزته سوله مو لومړیتوب دی

لیکنه: عبدالاحد حسيني، ژباړه: محمد عزيز پردېس

 لیکنه: عبدالاحد حسيني، ژباړه: محمد عزيز پردېس لیکنه: عبدالاحد حسيني، ژباړه: محمد عزيز پردېس
۱۴ مرغومی/جدی ۱۳۹۹ - ۳ جنوري ۲۰۲۱ [t_time:1609655334]

د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه کمیټې په ناسته کې د دولت مرکچي پلاوي او د دې شورا غړو ګډون درلود. په دغه ناسته کې محمد کریم خليلي، صلاح الدين رباني، رحمت الله نبيل او ګلبدين حکمتيار ګډون نه و کړی. په ورته وخت کې د مشرتابه کمیټې غړو غوښتنه وکړه چې د سولې خبرې اترې په ټاکلي وخت پيل شي. د مشرتابه کمیټې غړو له طالبانو ډلې وغوښتل چې د مذاکراتو په دويم پړاو کې دې تاوتريخوالي ته د پای ټکی کېږدي او دايمي اوربند دې وکړي. د دې کمیټې غړو ټینګار وکړ چې د سولې لپاره جدي او پرېکنده اراده موجوده ده او ملي او نړیوالو بنسټونو او د سيمې هېوادونو له دې بهیره خپل ملاتړ اعلان کړی دی. د دې کميټې غړو وويل چې د افغانستان د خلکو او دولت لپاره له «باعزته» او د «منلو وړ» سولې پرته هېڅ لومړيتوب نشته. په ورته وخت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشرتابه کمیټې د دولت د مرکچي پلاوي د کړنو د ستايلو ترڅنګ وويل چې دغه پلاوي په پوره رېښتینولۍ د افغانستان د خلکو او دولت استازيتوب کړی دی. هغوی د دې پلاوي له غړو وغوښتل چې د سولې په خبرو کې خپل يووالی وساتي او دې شورا ته ځواب ويوونکي واوسي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه کمیټې په ناسته کې د دغې شورا رييس عبدالله عبدالله، د دولت مرکچي پلاوي له کړنو ستاينه وکړه او ويې ويل چې بايد دغه پلاوی د ډېر څرګند لارښود او يوې باصلاحيته مرجع څخه د سولې مذاکرتو په دوهم پړاو کې ګډون وکړي. هغه وویل: دا پلاوی بايد د افغانستان ښه استازيتوب وکړي او له طالبانو سره د بحث او مذاکرې لپاره بشپړ چمتووالی ولري. ښاغلي عبدالله ټينګار وکړ، دا مهمه ده چې د مذاکراتو دوهم پړاو په ټاکلې نېټه پيل شي. نوموړي وويل چې په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره پرېکنده او جدي اراده موجوده ده او نړیوالې ټولنې، د سيمې هېوادونو او افغانانو د سولې له بهیره ملاتړ کړی دی. هغه زیاته کړه: افغانان د يوې عادلانه، تلپاتې او باعزته سولې چې پکې د وروستيو کلونو ارزښتونه او لاسته راوړنې خوندي وي غوښتونکي دي چې خلک په خپلو منځونو کې او د نړيوالو ترڅنګ په سوله او امنيت کې ژوند وکړي.
ښاغلي عبدالله په هېواد کې د تاوتريخوالي د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې په وروستيو ورځو کې په هېواد او په ځانګړي ډول پلازمېنې کې د نا امنيو کچه لوړه شوې ده. عبدالله په داسې وخت کې ناامنيو ته اشاره وکړه چې د دې شورا له دوهمې ناستې سره همهاله په کابل ښار کې څلور مین چاودنې وشوې. د راپورنو په اساس د دغو چاودنو په پايله کې اته مړه او ټپیان شول. په ورته وخت کې ښاغلي عبدالله د دې شورا مسووليت ستر وباله او ويې ويل: «زموږ مسووليت دا دی چې د افغانانو درد او رنځ ته د پای ټکی کېږدو، نن هم په کابل کې د پېښو شاهدان وو، دا د افغانستان د خلکو د هرې ورځې کيسه ده، د خلکو لپاره له باعزته او د منلو وړ سولې پورته هېڅ بل لومړیتوب نشته.»
له بلې خوا، د ملي روغې جوړې عالي شورا رييس وويل چې د دولت مرکچي پلاوي تر دې دمه ښه عمل کړی دی؛ که څه هم په دې تړاو له خلکو سره ځينې پوښتنې شته چې ولې دا بهير ۹۴ ورځو ته وغځېده، خو نوموړي د دې پوښتنې به ځواب کې وويل چې د سولې بهیر خپله پېچلتيا لري، له همدې دې بهير ډېر وخت ونيوه چې يوې ښې پايلې ته ورسېږي. عبدالله مرکچي پلاوي ته په خطاب کې وويل چې له دې وروسته کوم وضاحت چې د ملي روغې جوړې عالي شورا له لوري ترلاسه کوي او کومې خبرې چې له مشرانو سره يې لري، د مذاکراتو آسانتيا ته به زمينه برابره کړي.
نوموړي همداراز وويل چې مرکچي پلاوی د افغانانو د تنوع او غښتلتيا استازيتوب کوي او ټول د ملي روغې جوړې د عالي شورا لپاره د باور وړ دي.
د نوموړي په وينا مرکچي پلاوی بايد دا فکر ونکړي چې په دغه بهیر کې شريک نه دي. نوموړي وويل چې ټول د سولې په بهیر کې شريک دي او د افغانانو او ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه کمیټې په استازولۍ دغو مذاکراتو ته ځي.
په ورته وخت کې د دولت د مرکچي پلاوي رييس، معصوم ستانکزي وويل چې د سولې بهير به له ستونزو او ننګونو سره مخ شي. خو نوموړي څرګنده کړه چې د مرکچي پلاوي غړي به هغه حل او له جمهوريت او افغانانو څخه به په مذاکراتو کې دفاع وکړي. ستانکزي وويل: «پلاوی د دولت د مشرتابه او د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ کمیټې لارښوونو ته اړتيا لري، که په يوه ليکه کې واوسو نو په مذاکراتو کې به زموږ غښتلتيا انعکاس ومومي.»
ستانکزي همدارنګه زیاته کړه چې په مرکچي پلاوي کې يو لوی ظرفيت رامنځته شوی دی. نوموړي د حکومت د مرکچي پلاوي کار «په زړه پورې» وباله او ويې ويل چې مرکچي پلاوي د جګړې اساس او انګېزه تر پوښتنې لاندې راوسته او د شرعي مسائلو پر بنسټ يې د اوربند اړتيا مطرح کړه. همداراز د دولت مرکچي پلاوي رييس په دې ټيم کې د ښځو ونډه د پام وړ او غوره وګڼله.
پخواني ولسمشر، حامدکرزي په دې ناسته کې وويل چې افغانان سولې ته سخت لیواله دي. هغه وويل: اوس د ملي روغې جوړې د عالي شورا مسووليت دی چې د خلکو ټپونه ورغوي. مخکيني ولسمشر هيله څرګنده کړه چې دغه خبرې به د هېواد په ګټه او بريالۍ وي. هغه وويل: «زه په بشپړ ډول له دغو مذاکراتو ملاتړ کوم موږ د افغانستان خلک سولې ته سخته اړتيا لرو او تاسو کولی شئ موږ دې هيلې ته ورسوئ.»
د هېواد پېژندل شوي سياسي شخصیت عبدرب الرسول سياف، هم د دولت مرکچي پلاوي کړنې وستايلې. هغه وويل چې دې پلاوي په ښه توګه د افغانستان استازيتوب کړی او په يووالي سره مخ ته تللی دی. ښاغلي سياف له مرکچي پلاوي وغوښتل چې د سولې په خبرو کې خپل يووالی وساتي او د نظرياتو د بيان پر وخت د نظر يووالی ولري او يو بل ته درناوی وکړي. نوموړي وويل: «زه باور لرم چې زموږ لوری د سولې اراده لري، که څوک د سولې مخالف هم وي، خپل غږ نشي پورته کولی، له پلاوي بايد واورو چې آیا مقابل لوری د سولې اراده لري که نه، تر هغې چې دواړه لوري د سولې اراده ونلري، سوله نه راځي.»
هغه د سولې مذاکراتو په لومړي پړاو کې مذهبي بحثونو ته په اشارې سره وويل، د طالبانو ډلې هڅه لرله چې د مذهبي بحثونو په مطرح کولو سره د دولت د مرکچي پلاوي ترمنځ درز رامنځته کړي، خو دغه پلاوی بریالی ورڅخه ووت او خپل یووالی یې وساته. د ښاغلي سياف په باور، فردي هڅې د مرکچي پلاوي دریځ کمزوری کوي.
په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستيال، امرالله صالح وويل چې هېڅ کوم حکومتي چارواکی په دې پلاوي کې له دولتي چارواکي سره شخصي اړيکې نلري. هغه وويل چې دا پلاوی د دولت او افغانانو استازی دی. نوموړي زیاته کړه چې دغه پلاوي د سولې په خبرو اترو کې خپل يووالی ساتلی او له پوره زغمه یې کار اخیستی چې زغم ددې لامل شو چې بندون مات شي. هغه وويل: «موږ په پلاوي کې له يوه شخص سره د تړاو حس نلرو، پلاوی د ټول افغانستان استازيتوب کوي.»
د ولسمشر لومړي مرستيال په هېواد کې د تاوتريخوالي پر زیاتوالي نیوکه وکړه او ويې ويل چې د طالبانو له پوځي او سیاسي برخې يې د سولې هېڅ ډول پيغام نه دی ترلاسه کړی. ښاغلي صالح وويل هرڅومره چې وژنې ډېرې شي، د افغانستان پر بدن ټپونه ډېرېږي او د سولې بهیر پېچلی کوي. هغه روانې جګړې ته په اشارې سره وويل چې دغه جګړه خونړۍ او پېچلې ده او بهرني اړخونه لري. په ورته وخت کې صالح طالبانو ته په خطاب کې وويل: بايد په ياد ولرئ چې د قومي مشرانو، مخورو، خبریالانو، مدني فعالينو او د ښځو په وژلو سره په جګړه کې نشئ بريالي کېدای. د نوموړي په باور، د جګړې دوام يوازې وضعيت پېچلی کوي.
صالح وويل چې په افغانستان کې ټول خلک باعزته سوله غواړي. د نوموړي په وینا، په باعزته سوله کې بايد هېڅوک ونه رټل شي. د نوموړي په وينا، نرمښت، مشارکت او درناوي پايله ورکړې ده. هغه وويل: «له ۱۳۵۷ کال راهيسې چې هرې ډلې په مطلقې واکمنۍ فکر کړی، ناکامه شوې، طالبان په پوځي بري ټینګار لري، خو نننی افغانستان له ۱۹۹۶ افغانستان سره ژور او بنسټيز توپير لري.»
په ورته وخت کې، د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم په يوه پيغام کې ويلي چې د افغانستان خلک سوله غواړي، خو دغه سوله بايد د يوې بلې کورنۍ جګړې د پيلېدو لامل نه شي. د ښاغلي دوستم په باور د سياسي اجماع او اعتماد رامنځته کول د هېواد د ژغورلو يوازينۍ لار ده.
د افغانستان د اسلامي جمعيت اجرايي رييس، عطا محمد نور هم په يوه پيغام کې وويل چې تمه لري د دويم پړاو مذاکراتو بهیر په بري سره پر مخ ولاړ شي. هغه زیاته کړه چې په ټول قوت سره د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشرتابه او د دولت له مرکچي پلاوي ملاتړ کوي.
د اسلامي وحدت ګوند مشر، محمد محقق، په دغه ناسته کې وويل چې د طالبانو ډلې هڅه کوله د دولت مرکچي پلاوی د دين او مذهب په نامه ووېشي، خو پلاوي له دې ننګونې په تېرېدو خپل وحدت وساته او بريالی شو. هغه وويل چې د دولت مرکچي پلاوي په زغم او حوصله سره ۹۴ ورځې په قطر کې له خپلو کورنيو لیرې تېرې کړې تر دې چې د لومړي پړاو بندون مات شو.
ښاغلي محقق زیاته کړه چې ګاونډي هېوادونه او ټوله نړۍ له جمهوريته ملاتړ کوي او مرکچي پلاوی هم بايد په ښه توګه ترې دفاع وکړي. نوموړي وويل، کله چې د سولې د خبرو اترو دوهم پړاو پيل شو، بايد په اوربند بحث وشي. هغه وويل: «دغه موضوع ده چې حکومت سره اړیکه لرو، د اجنډا پر سر دې ټول مذاکره وکړي، ځنډ او خنډ بايد رامنځته نه شي.»
د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه کمیټې غړې، صفيې صديقي هم په دې ناسته کې د مذاکراتو په دویم پړاو کې د اوربند ټينګښت مهم وباله. هغې وويل چې په دويم پړاو کې، د دولت مرکچي پلاوي لومړیتوب بايد د اوربند ټينګښت وي. د نوموړې په وينا افغانان اوربند ته اړتيا لري او طالبان دې د سولې په تړاو د خپل ښه نیت ښودلو لپاره وینه تويېدنه او تاوتريخوالی ودروي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه کمیټې غړي، محمد يونس قانوني وويل چې افغان دولت او طالبان دې له اوسنيو ننګونو څخه د وتلو لپاره هڅې وکړي. هغه همدارنګه وويل چې جګړه هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي او بايد حکومتي مسوولين د هېواد د ژغورلو لپاره لارې چارې ولټوي.
له بله پلوه ښاغلي قانوني د دې شورا تشکيل بشپړ نه بولي او وايي چې اوس هم د مشرتابه په کميټه کې د ځينو شخصیتونو ځای تش دي.
هغه د وحدت اسلامي ګوند مشر، محمد کریم خليلي نه ورتلو ته په اشارې سره وويل چې ښاغلی خليلي په مخکينۍ ناسته کې د نوموړي خبرو د سانسورېدو له امله نيوکه کړې او له همدې امله یې په دې ناسته کې ګډون نه دی کړی. د يادونې وړ ده چې د ملي روغې جوړې عالي شورا په پرانيستونکې ناسته کې ملي تلويزیون د محمد کريم خليلي، محمد محقق او عطا محمد نور د خبرو پر مهال خپل ژوندی بهير پرې کړ. د ملي ټلويزون دغه کار له توند غبرګون سره مخ شو. په دې اړه ښاغلي قانوني وويل چې د شخصيتونو د خبرو سانسورول او پرې کول ښه کار نه دی او له رسنيو او په ځانګړي ډول له ملي تلويزیونه يې وغوښتل چې د شخصيتونو غږ پورته کړي.
د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې بين الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو د لیندۍ په دوويشتمه نېټه پای ته ورسېد. تمه ده چې ددغو خبرو دوهم پړاو د مرغومي په شپاړسمه نېټه پيل شي. دواړه لوري توانېدلي چې د مذاکراتو د پيل لپاره پر ۲۰ ماده ييزې اجنډا هوکړې ته ورسېږي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتریش د سولې پر نړیواله ورځ: په ډېری ځایونو کې د سولې په لار کې ماته خورو

۳۰ وږی/سنبله ۱۴۰۱ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۲ [t_time:1663753099]
خبرونه

طالبانو ملګرو ملتونو ته خپل نوی استازی معرفي او په عمومي مجمع کې يې د ګډون غوښتنه کړې

۳۱ وږی/سنبله ۱۴۰۰ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۱ [t_time:1632296034]
خبرونه

د خوست قلندر ولسوالۍ ولسونو د جمهوریت او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړ

۲۶ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۰ - ۱۷ جولای ۲۰۲۱ [t_time:1626531444]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.