• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

لوړ مالیات او د خلکو د پېرلو ځواک کمښت؛ د منخنۍ کچې اقتصادی فعالیتونه له رکود سره مخ دي

۸صبح، غزني ۸صبح، غزني
۱۱ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793620380]
AFP + AI

AFP + AI

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ځينې کسبه کاران چې د منځني کچې سوداګری لري، د خپل کسب و کار له رکود او د عوایدو له ټيټوالي شکایت کوي. دغه کسبه کاران له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کوي چې هره ورځ د فعالیت لسګونه سوداګریز جوازونه لغوه کېږي او د دوکانونو (مغازو) خاوندان اړ کېږي خپل کاروبارونه وپلوري یا یې وتړي. د سرچینو په وینا، د دغه حالت اصلي لاملونه له یوې خوا د مالیاتو دروند فشار، د فعالیت د جوازونو بېلابېل لګښتونه، د ښاروالۍ فیسونه او نور لګښتونه او له بلې خوا د خلکو د پېرلو په ځواک کې د پام وړ کمښت دی.

د کابل، غزني، پکتیکا او میدان‌وردګو ولایتونو دا کسبه کاران وايي چې د ډېرو کوچنیو او منځنیو کاروبارونو خاوندان د خپلو اقتصادي فعالیتونو له دوامه ستړي شوي دي. د دوی په وینا، طالبان د بېلابېلو نومونو، لکه د عوایدو مالیې، صنفي جواز، د جواز د نوې کیدو لګښت، د صفایې فیس، د لوحې مالیې، د چاپېریال ساتنې جواز، د عامې روغتیا جواز او ګڼو نورو عنوانونو له مخې له کسبه کارانو پیسې راټولوي.

د دوی په خبره، د دغو لګښتونو ترڅنګ د ملکیت کرایه، د برېښنا بیه او د ورځني ژوند لګښتونه هم دومره لوړ شوي چې د توکو له پلوره ترلاسه کېدونکې لږه ګټه ان د کاروبار د روانو لګښتونو د پوره کولو لپاره هم بسنه نه کوي. په پایله کې، د داسې کاروبارونو ډیری خاوندان په لنډه موده کې خپله پانګه له لاسه ورکوي.

د یادو ستونزو ترڅنګ، هېوادوال هم د کاري فرصتونو او عایداتي سرچینو نشتوالی د اقتصادي فعالیتونو د رکودله بنسټیزو لاملونو څخه ګڼي. دوی د خلکو د پېرلو د ځواک کمښت هم هغه بل لامل ګڼي چې بازار یې له رکود سره مخ کړی دی. د هیوادوالو په خبره، پراخه بې‌کاري، لږه مزدوري او د خوراکي توکو د بیو لوړوالی د دې لامل شوی چې کورنۍ ان د خپلو ډېرو لومړنیو اړتیاوو له پېرلو هم ډډه وکړي.

د غزني ښار د نوآباد سیمې اوسېدونکی محمدعلي وایی چې څه موده وړاندې یې په دغه سیمه کې د جامو او نورو پوښاکي توکو د پلور دوکان پرانیستی و. نوموړی چې تازه له ایرانه په جبري توګه ایستل شوی، په هېواد کې د کاري فرصتونو او د عاید د ترلاسه کولو لپاره د وړ شرایطو له نشتوالي شکایت کوي.

هغه وايي: «د خلکو اقتصادي حالت ډېر خراب دی. داسې ورځې هم راځي چې ان یوه جوړه جامې هم نه شم پلورلی. بازارونو ته د خلکو تګ راتګ ډېر دی، خو دوی د کافي پیسو د نشتوالي له امله اړ دي خپلې لومړنۍ اړتیاوې د خپل مالي توان په اندازه پوره کړي. ډېرې لږې کورنۍ د جامو او پوښاک د پېرلو وس لري.»

د کابل ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکي شفیع‌الله له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې په دغه ښار کې د منځنۍ کچې کاروبارونو د فعالیتونو د رکود په اړه د سترګو لیدلی حال وايي: «په دې ورځو کې به تاسو هم لیدلي وي چې په ټولنیزو رسنیو او د ښار په بېلابېلو برخو او بازارونو کې له لسګونو داسې اعلانونو سره مخ کېږو چې دوکانونه له خپلو ټولو توکو سره د پلور لپاره وړاندې کېږي. دا ټول په بازار کې د کار او عاید نشتوالی ښيي او خلک اړ کېږي چې خپل کاروباري فعالیتونه ودروي.»

د میدان‌وردګو ولایت یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، د مالیاتو د لوړو لګښتونو او ورځنیو مصارفو له امله په پام کې لري چې خپل د فعالیت جواز لغوه کړی او د دوکان توکي په ټیټه بیه وپلوري.

نوموړی چې د خوراکي توکو د یوه پلورنځي او د پاکوونکو توکو د تولید د یوې کوچنۍ کارخونې خاوند دی، وايي: «لګښتونه خورا لوړ دي. ښاروالۍ، د چاپېریال ساتنې اداره، عامې روغتیا او مستوفیت د بېلابېلو نومونو له مخې مالیې او د صفایۍ فیس راټولوي. له دې سره، د ملکیت کرایه، د کارګرانو مزدوري او د برېښنا لګښت هم باید ورکړو. له بلې خوا، زموږ د پلور کچه ډېره ټیټه ده؛ په دې ډول چې د توکو له پلور څخه ترلاسه کېدونکي عواید زموږ له لګښتونو سره یوشان نه دي. یوازې د دې لپاره مې خپل کاروبار ته دوام ورکړی چې بې‌کاره پاتې نه شم؛ خو اوس مې پرېکړه کړې، مخکې له دې چې ټوله پانګه مې له لاسه ووځي، خپله تولیدي کارخونه او پلورنځی وتړم.»

له بلې خوا، د پکتیکا ولایت په مستوفیت ریاست کې یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې چې په دغه ولایت کې په منځني ډول هره ورځ پنځه کسان خپل د سوداګریز فعالیتونو جوازونه لغوه کوي او خپل مسلک او کسب و کار ته د پای ټکی ږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د غیرمسلکي کارګرانو د پېرلو ځواک د تېر کال پرتله شاوخوا ۲۵ سلنه او د تېرو درېیو کلونو له منځنۍ کچې پرتله شاوخوا ۳۰ سلنه راټیټ شوی دی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو دوه کاله وړاندې د ځینو مالیاتو د کمولو په موخه د ګامونو د اخېستلو اعلان کړی و چې له ډلې یې د هغو کاروبارونو د مالیې له ورکړې معاف دي چې کلنی پلور یې تر دوو میلیونو افغانیو پورې رسېږي. خو یو شمېر هېوادوال وايي چې دا پرېکړه په عمل کې نه ده پلې شوې او له دوکاندارانو لا هم د پخوا په څېر مالیې اخیستل کېږي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د طالبانو له بندیزونو د ایران تر محدودیتونو؛ د افغان کډوالو ماشومان له زده‌کړو پاتې دي
راپورونه

د طالبانو له بندیزونو د ایران تر محدودیتونو؛ د افغان کډوالو ماشومان له زده‌کړو پاتې دي

۱۱ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793618875]
ملګري ملتونه: په هرات کې څه باندې ۱۰۰ کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی وموند
خبرونه

ملګري ملتونه: په هرات کې څه باندې ۱۰۰ کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی وموند

۱۱ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793618802]
طالبان له امریکا غواړي چې د افغان کډوالو د ایستلو په بهیر کې مسوولانه چلند وکړي
خبرونه

طالبان له امریکا غواړي چې د افغان کډوالو د ایستلو په بهیر کې مسوولانه چلند وکړي

۱۱ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793617942]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو د محتسبانو څار او لاسوهنه؛ د خلکو شخصي حریم او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ دی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ښارګوټی جوړوونکی ویاند؛ مجاهد څنګه د کابل په شنه ساحه کې ښارګوټی جوړوي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په تخار کې د نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو او د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته؛ ۱۰ کسان وژل شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.