• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په کابل کې د نشه‌‌يي ټابلیټونو تود بازار؛ اوسېدونکي د وضعیت په اړه اندېښمن دي

امین کاوه امین کاوه
۷ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۵ - ۲۸ مې ۲۰۲۶ [t_time:1779945529]
Freepik

Freepik

د کابل ځينې اوسېدونکي د نشه‌يي ټابلیټونو د پېر او پلور له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي. هغوی وايي چې بېوزلي، بېکاري، د کاري بوختیاوو نشتوالی او ناڅرګنده راتلونکې هغه لاملونه دي چې ګڼ ځوانان او زلمیان د لنډمهاله ارام لپاره د دغو موادو کارولو ته مخه کړي. هممهاله سرچینې تاییدوي چې دا مهال په کابل کې د نشه‌يي ټابلیټونو بېلابېل ډولونه تولیدېږي او په ښار کې په ټیټه او د لاسرسي وړ بيه پلورل کېږي. د سرچینو په خبره، د طالبانو ځينې غړي له پلورونکو باج اخلي او په یو ډول د دغو موادو ډېر پېر او پلور ته زمینه برابروي.

د کابل ګڼ اوسېدونکي د نشه‌يي ټابلیټونو د بازار له پراخېدو اندېښنه څرګندوي او وایي چې دا درمل د کابل په دننه کې تولیدېږي او د ارزانه بیې له امله پرې ګڼ ځوانان او زلمیان اخته شوي دي. د هغوی په خبره، دغو نشه‌يي درملو ته اسانه لاسرسی لامل شوی هغه کسان چې له خپګان یا هم د ژوند له وضعیته ناهیلي دي، د دغو موادو کارولو ته مخه کړي.

د کابل اوسېدونکی محمد وایي چې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. د نوموړي په وینا، ګڼ ځوانان د کورنیو د نه پاملرنې او ناسالم ټولنیز چاپېریال له امله د روږتیا په دام کې ښکېلېږي. هغه په اندېښنې وایي: «کله چې یو ځوان راتلونکې ته هیله ونه لري، د پرمختګ انګېزه یې له منځه لاړه شي، په سالم چاپېریال کې ژوند ونه کړي او شاوخوا خلک یې هم په همدې لار روان وي، نو د ځوان نسل وضعیت رښتیا هم د اندېښنې وړ دی.»

د کابل دا اوسېدونکی ټینګار کوي چې ښوونځي او پوهنتونونه د دې پر ځای چې د زده‌کړې او روزنې مرکزونه وي، د سپکاوي، تحقیر او مذهبي بنسټپالنې پر مرکزونو اوښتي دي. نوموړی وایي، هغه ځوان چې له ښوونځي او پوهنتونه انګېزه ترلاسه نه کړي او پر ځای یې له خپګان او ناهیلۍ سره کور ته ستون شي او په کور کې هم د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله له تاوتریخوالي سره مخ وي، ښکاره ده چې هڅه کوي له هرې ممکنې لارې د ځان د ارام لپاره څه وګوري.

د کابل یو اوسېدونکی د نشه‌يي درملو د ارزانوالي او اسانه لاسرسي په اړه وایي: «ان په افغانستان کې هم دا ټابلیټونه تولیدېږي. په تایمني، کمپنی او ځینو نورو سیمو کې عملاً دغه ټابلیټونه جوړېږي. دا ټول له تاریخ ‌تېرو او ډېر ټیټ کیفیت لرونکو موادو څخه جوړېږي، چې کولی شي د خلکو د ذهني او جسمي زیان او بې‌هوښۍ کچه لا ډېره کړي.»

دا سرچینه وایي چې ټابلیټ پلورونکي کوم ځانګړی مرکز نه لري او خپل فعالیتونه په ګرځنده بڼه کوي. د نوموړي په وینا، هغوی هغو کسانو ته ټابلیټ نه ورکوي چې نه یې پېژني، بلکې ځانګړي مشتریان لري چې د معینو کسانو له لارې ورپېژندل کېږي. د سرچینې په خبره، دا کسان په ډله‌ییزه بڼه هم فعالیت کوي او د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د خپلو استازو له لارې ټابلیټونه وېشي او پیسې راټولوي.

یو ډاکټر وایي: «څه موده مخکې یې یوه نجلۍ راوستې وه چې وضعیت یې ډېر خراب و؛ هغې ټابلیټ مصرف کړی و.» د نوموړي په خبره، دا درمل ارزانه دي او شاوخوا سل افغانۍ بیه لري. هغه زیاتوي، ګڼ هغه ځوانان او زلمیان چې له ستړیا او رواني فشار سره مخ وي، دا مواد کاروي.

د کابل یو بل اوسېدونکی وایي: «څه موده مخکې د اریا ښارګوټي د درېیم فاز د B34 بلاک کې یوه ۱۵ کلن هلک د شپې ټابلیټ خوړلي و. له ویده کېدو وروسته یې ژوند له لاسه ورکړ. سهار یې مور ولیدل چې پر پړمخې پروت دی. وروسته یې د بلاک ساتونکی راوغوښت او کله یې چې پورته کړ، ویې لیدل چې مړ دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او په ولایتونو کې یې امنیې قوماندانیو هم د ټابلیټ‌کا د پلور او تولید په تور د کسانو د نیولو ګڼې خبرپاڼې خپرې کړې دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دغو کسانو د نیولو بهیر روان دی. خو خلک وایي، د طالبانو یو شمېر غړي د دغو موادو په پېر او پلور کې لاس لري یا هم له پلورونکو باج اخلي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) په خپل نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کارونې بهیر د مصنوعي نشه‌يي موادو او د طبی درملو ناسمو کارونو لوري ته په اوښتو دی. د راپور موندنې ښيي چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کارول لا هم تر ډېره د دودیزو نشه‌يي موادو تر اغېز لاندې دي، خو د مصنوعي نشه‌يي توکو او طبی درملو کارول په زیاتېدو دي. د راپور له مخې، د چرسو د کارونې کچه ۴۶ سلنه، د تریاکو ۱۹ سلنه، د ټابلیټ‌کا ۱۱ سلنه او د شیشې ۷ سلنې ته رسېدلې ده.

د افغانستان، منځنۍ اسیا، ایران او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) سیمه‌ییز استازي اولیور اشتولپ وايي چې موندنې یې ښيي، د نشه‌يي توکو کارول له بېوزلۍ، بېکارۍ او د درملنې اړتیاوو له نه پوره کېدو سره نږدې اړیکه لري.

له دې مخکې ۸صبح ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې د هېواد له اوو ولایتونو څخه موندلې وه چې د ښځو پر زده‌کړو، لوړو زده‌کړو او کار له بندیزونو وروسته، ګڼو ښځو او نجونو نشه‌يي درملو ته مخه کړې ده. د دغو ولایتونو نجونو او ښځو ویلي چې د نشه‌يي توکو کارول، په ځانګړې توګه سیګرټ، ټابلیټ‌کا، زیکپ ټابلیټ او برقي قیلون، یوازینۍ لار ده چې دوی یې د رواني فشارونو، ذهني ستونزو او خپګان د کمولو لپاره پېژني.

ورته مهال، ډاکټران وایي چې ټابلیټ‌کا له نشه‌يي توکو دي او جدي روږتیا رامنځته کوي. د هغوی په خبره، د دغو درملو کارونه روږدتیا رامنځته کوي او د رواني ستونزو، خپګان او ان ځان‌وژنې لامل ګرځي. همدارنګه دغه ماده د عضلاتو کمزوري، د لاسونو لړزه، د زړه د سیستم ګډوډي او د حافظې کمزورتیا هم رامنځته کولی شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د نجلۍ نړیواله ورځ؛ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې میلیونونه نجونې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي
خبرونه

نجلۍ نړیواله ورځ؛ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې میلیونونه نجونې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي

۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791705894]
سور صلیب: په زابل کې له جګړو ۷۰۰ زیانمنو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې
خبرونه

سور صلیب: په زابل کې له جګړو ۷۰۰ زیانمنو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې

۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791697489]
یوناما: طالبان دې د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند پای ته ورسوي
خبرونه

یوناما: طالبان دې د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند پای ته ورسوي

۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791696483]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د لاهې محکمې د طالبانو د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزیرانو د نیولو حکم صادر کړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.