۸صبح، بلخ: د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مزارشریف ښار کې ۵۰ ښځینه کروندګرو ته د لمریزې انرژۍ په وسیله د وچولو وسایل ورکړي او د اړینې روزنې زمينه يې ورته برابره کړې ده.
دغه بنسټ يکشنبه د لړم پر ۱۷مه، ویلي چې دغه پروګرام د ښځینه کروندګرو لپاره د عاید ترلاسه کولو د فرصتونو د برابرولو او د سیمهییزو محصولاتو د اقتصادي ګټې اخیستنې په موخه پیل شوی دی.
د سره صلیب په وینا، دغه وسایل او روزنې له ښځو سره مرسته کوي چې خپل کرنیز محصولات وچ او د پلور لپاره چمتو کړي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې دغه ښځې اوس خپل وچ کړي محصولات د وچو مېوو په یوه نندارتون کې پلوري او له دې لارې عاید ترلاسه کوي.





