۸صبح، نیمروز: نیمروز کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د طالبانو له خوا د کورونو پلټنې پیل شوې دي.
سرچينو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي، چې طالبانو يکشنبه د کب میاشتې پر ۷ د درانه پوځي موجودیت په لړ کې د زرنج ښار غاړو ته غځېدلې فرعی لارې هم د تګ راتګ پر مخ تړلې دي.
د زرنج ښار اوسېدونکي وايي، طالبان په بېپروایې سره د دوی کورونو ته ننوتلي دي.
طالبانو تر اوسه د دغو پلټنو د موخي په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې کله کله د طالبانو له خوا د خلکو کورونه تلاشي کیږي.