• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

طالبان څنګه خپلمنځي نافرماني مهاروي؟

کیومرث صمدي کیومرث صمدي
۲۴ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1784121525]
Social Media

Social Media

په دې وروستیو کې چې د جمعه‌خان فاتح په اړه څه لیکل کېږي، ځینې کسان په کنایې پوښتي فاتح څوک دی چې دومره پرې خبرې او لیکنې کېږي؟ یا هم وایي چې بې‌ځایه دې نه پړسول کېږي. دا خبره ظاهراً منطقي ښکاري، خو پر یوه ناسمې فرضیې ولاړه ده: د موضوع ارزښت (د طالبانو د مشر له امر څخه سرغړونه) د اشخاصو له شهرت سره برابر ګڼل. په داسې حال کې چې دلته اصلي موضوع خپله فاتح نه دی، بلکې د طالبانو رژیم او له خپلمنځي نارضایتۍ سره د دغه رژیم د چلند څرنګوالی دی. له همدې امله، فاتح یوازې یوه کړکۍ ده چې پر افغانستان واکمن رژیم کې د کورنیو درزونو او د هغو د ډکولو د لارو چارو په پېژندلو کې مرسته کوي.

که فاتح له واکمن جوړښته بهر یو سیمه‌ییز قوماندان وای، په اړه یې بحث چندان ارزښت نه درلود. خو اوس د طالبانو رژیم د نظامي جوړښت برخه دی؛ داسې رژیم چې تشکیلاتي مشروعیت یې پر دوو بنسټیزو ادعاوو ولاړ کړی دی: له رهبرۍ مطلق اطاعت او کمساری داخلي یووالی (البته د طالب چارواکو په تعبیر). طالبانو کلونه ادعا کړې چې د بقا راز یې «د صف یووالي» او «سمع او طاعت» کې نغښتی دی؛ یعنې ټول باید د رهبر تر محور راټول شي او د هغه امر بې له څه ویلو عملي کړي. همداراز، هغوی تل ځان د پخواني حکومت پر وړاندې داسې معرفي کړې چې په بشپړ ډول منسجم او له خپلمنځي اختلافونو پاک دی.

له همدې امله، کله چې د طالبانو یو قوماندان، هغه هم په سیمه‌ییزه کچه، د نارضایتۍ بیرغ پورته کوي، د طالبانو مهمه ادعا تر پوښتنې لاندې راځي. ځکه، د فاتح قضیې ارزول د هغه بې‌ځایه پړسولو مانا نه لري، بلکې د طالبانو رژیم د استحکام اړوند د مهمې ادعا د رښتینولۍ ازمایل دي.

سربېره پر دې، د فاتح او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ اختلاف یوازې شخصي لانجه نه ده او په اړه یې له غور وروسته مهمې پوښتنې راپورته کېږي: ایا د قوماندان او رهبر ترمنځ اختلاف قومي، مذهبي او سیمه‌ییزې ریښې لري؟ ایا دا د بدخشان د سرچینو او کانونو پر سر د سیالۍ پایله ده؟ ایا د طالبانو په دننه کې د واک او شتمنۍ د وېش له څرنګوالي سرچینه اخلي؟ یا که د دغو ټولو لاملونو مجموعه؟ د دغو پوښتنو ځوابونه مو د طالبانو رژیم د داخلي جوړښت په اړه پوهه لا ژوروي. مهمه دا چې که د طالبانو موافق اوسو یا مخالف، له دغه واقعیت سره مخ یو: دا چې طالبان پر افغانستان واکمن دي. پر دغه بنسټ، د طالبانو په دننه کې هر ډول جوړجاړی یا لانجه، یوازې د دې ډلې پر برخلیک نه، بلکې د میلیونونو افغانانو پر ژوند هم مستقیم اغېز لري.

د تېرو څو ورځو پرمختګونه ښيي چې د فاتح قضیه نوي پړاو ته دننه شوې ده. راپورونه وايي چې هغه له درواز څخه فیض‌اباد ته لېږدول شوی او بېرته ستون شوی، خبرې روانې دي او کابل ته یې د لېږد شونتیا شته. د منځګړیتوب په بهیر کې د طالبانو د پوځ د لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت حضور هم ښيي چې د فاتح قضیه د طالبانو د مشر د اجنډا په سر کې ځای لري. دا پرمختګونه ښايي دا انګېرنه رامنځته کړي چې طالبان د فاتح د ځپلو اراده نه لري، خو واقعیت داسې نه دی. هو، طالبان لا هم د هغه د ځپلو نیت لري، خو دا هغه وخت عملي کېدای شي چې فاتح پر خپلو اعظمي غوښتنو ټینګ پاتې شي او له خپل دریځ څخه شاتګ ونه کړي. خو اوس ښکاري چې نوموړي خپلې ځینې غوښتنې نرمې کړې، ځکه له طالبانو سره پوځي مخامخېدنه به یې په سیمه کې د واک جوړښت له منځه یوسي او ژوند به یې هم له جدي ګواښ سره مخ کړي. له همدې امله، د هغه له نظره که وکړای شي د خپلو اوسنیو امتیازونو یوه برخه وساتي، نو جوړجاړی به ورته د پوځي تقابل پرتله عقلاني غوراوی وي.

په مقابل کې بیا طالبان هم تر هغه مهاله چې فاتح له خپل دریځه شاتګ کوي، د نوموړي د سملاسي ځپلو اړتیا نه ویني؛ ځکه اصلي موخه یې د فاتح وژل نه دي، بلکې د «اطاعت» اصل بېرته ټینګول دي. که دا موخه د خبرو له لارې ترلاسه شي، طالبانو ته هم ګټه لري؛ ځکه هم کم امنیتي لګښت لري او هم د دې مخه نیول کېږي چې فاتح د «مقاومت په سیمبول» بدل شي. خو که کابل ته د فاتح لېږد عملي شي، دا دې هغه ته د امتیاز ورکولو په مانا نه تعبیرېږي. ټول پوهېږي چې د فاتح اصلي ځواک په کابل کې نه، بلکې په درواز کې دی. تر څو چې نوموړی په درواز کې وي، ان که رام او مطیع هم شي، بیا هم دا وړتیا لري چې بیا د نارضایتۍ پر مرکز واوړي. له همدې امله، کابل ته د نوموړي د لېږدولو له لارې طالبان غواړي چې هغه پر «بې‌خطره» قوماندان بدل او په سیمه کې یې د واک د سرچینو ترمنځ واټن رامنځته کړي. له دغه لیدلوري، د طالبانو بریا د فاتح په وژلو کې نه، بلکې د هغه په بې‌اغېزې کولو کې ده. په بله وینا، د طالبانو رژیم ته یو ژوندی، مطیع او له بدخشانه لرې فاتح، تر هغه فاتح ډېر ارزښت لري چې په وژل کېدو یې د طالبانو پر ضد د نارضایتۍ پر سیمبول واوړي.

په ټوله کې، د فاتح قضیې تر دغه مهاله یوه مهمه خبره روښانه کړې: د طالبانو د ظاهري یووالي، همغږۍ او اتفاق تر شا، د دې ډلې د چارواکو ترمنځ د ګټو ټکر شته، که څه هم اوسمهال دا اختلافات د خبرو اترو له لارې په موقتي ډول کابو کېږي، خو نور یې د شتون له اصله انکار نه شي کېدای.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د غور فغان‌نامه؛ خلک طالبان په زورزیاتي او د ځمکو په غصب تورنوي
راپورونه

د غور فغان‌نامه؛ خلک طالبان په زورزیاتي او د ځمکو په غصب تورنوي

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791621368]
د رواني روغتیا نړیواله ورځ؛ د روغتیا نړیوال سازمان د رواني فشارونو پر وړاندې د افغانانو پر ملاتړ ټینګار کوي
خبرونه

د رواني روغتیا نړیواله ورځ؛ د روغتیا نړیوال سازمان د رواني فشارونو پر وړاندې د افغانانو پر ملاتړ ټینګار کوي

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791619579]
د ۲۰۲۶ کال د انسانانو د قاچاق راپور؛امریکا: طالبانو له ماشومانو جنسي ناوړه ګټې اخیستنې ته دوام ورکړی دی
راپورونه

د ۲۰۲۶ کال د انسانانو د قاچاق راپور؛امریکا: طالبانو له ماشومانو جنسي ناوړه ګټې اخیستنې ته دوام ورکړی دی

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791617357]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.