موږ څو څلوېښت کاله جګړه، ګواښ، بېوزلي، لاسوهنه، محرومیت، وزګاري او له نړۍ سره ژور توپیر ګاللی. د دغو ټولو ناخوالو ټولګه داسې بحران (کړکېچ) راپېښ کړی، چې اوس یې په فرصت د بدلولو زمزمه کېږي.
چې ریښتیا ووایم، په فرصت د بحران د بدلولو مفهوم مې لومړی ځل له قدرمن ولسمشر څخه اورېدلی دی. ورو ورو مې پر دغه امکان فکر کول پیل کړل، ځینو پایلو ته ورسېدم، ښايي سمې پایلې نه وي، خو زه یې لیکم، پر تاسو یې خامخا د منلو ټینګار نه کوم.
د بحران یو لوی اغېز دا دی، چې موږ ټول غوسه یو. یو ټولنیز عصبانیت لکه ساري ناروغي په موږ کې ګډ دی. دولت ته غوسه یو، بهرنیو ته غوسه یو، ترهګر دوښمن ته غوسه یو، ګاونډیو ته غوسه او خپلو خلکو ته هم غوسه یو. لکه په یوه وګړي، چې څو ډوله غمونه پریوه مهال راشي. عزیزان یې مړه شي، ناروغي ورپېښه وي، بېوزلي یې ځوروي او د خوښۍ لپاره هيڅه نه لري. څو شېبې وژاړي، چیغې وکړي، زمکې و اسمان ته ښکنځلې هم وکړي، ټولو ته بد رد ووایي، لږ یې زړه تش شي. ستومانه وي، کیني او خپل سر د لاسونو ترمنځ ټینګ ونیسي او فکر کول پیل کړي. دا تر ټولو ګټوره شېبه ده. غملړلی وګړی فکر کوي؛
-دا هرڅه ولې راپېښ شول؟
– څه وکړم، چې له دې حالته ووځم؟
موږ په ټولیزه بڼه په همداسې حال کې یو. ښه ډېر بد رد مو ویلي، ژړلي مو دي له ښکنځلو او سپکولو هم ستومانه یو، له نیوکو، شکایتونو او انتقادونو مو زړه خولې ته راغلی دی.
آیا اوس یې وخت نه دی، چې کېنو او فکر کول پیل کړو؟
بحران په فرصت بدلول ټولیزه(جمعي) اراده غواړي، داسې اراده له فکر کولو را پیلیږي. ګډ فکر او یوې ګډې پایلې ته رسېدل، چې پربنسټ یې ګډ عمل ته لار هواره شي.
آیا تاسو ټول، چې زما کرښې لولئ، همداسې پړاو ته رسېدلي یاست؟
آیا حاضر یاست، چې ګډ فکر کول پیل کړو؟
که هو ! نو بېدرېغه خپل نظریات همدلته راته ولیکئ. بس، دوه درې اخلاقي اصول په پام کې ونیسئ! د چا شخصي حریم ته مه ورننوځئ، شخصیتي تخریب مه کوئ، ښکنځلې او سپکاوی پرېږدئ، ناهیلي مه خپروئ، دا باور په کلکه په پام کې ونیسئ، چې له دې حالته وتلی شو. د لیکلو اخلاق او ادب په پام کې ساتئ او دلته یو پراخ دیسکورس راپیل کړئ.
نورې برخې هم راروانې دي، چې سره پرې وګړیږو، اوس فکر کول پیل کړئ! موږ ته راپېښ بحران او ربړې ټولیزې (جمعي) او ټولنیزې (اجتماعي) دي، حللارې یې هم باید ټولیزې او ټولنیزې وي.
چې د ټولنې د انساني ژوند په شرایطو کې مثبت بدلون رانه شي، د وګړي (فرد) ژوند ښه کېدلای نه شي. په فرصت د روان بحران د بدلېدو لپاره باید خپل ټولنیز چارچلند بدل کړو.
په اول ګام کې لږ ترلږه د لوستیو او باسواده فعالو وګړیو تر منځ د ګډ فکر و کار لپاره یوه ارتباطي سیستم ته اړتیا شته. اوس نو پوښتنه دا ده، چې دغه ارتباطي سیستم څنګه جوړوئ؟ دا ارتباطي شبکه باید هم د بحث و دیسکورس لپاره موږ سره ونښلوي او هم د اړتیا پرمهال موږ په فیزیکي او حضوري بڼه سره راټول کړلای شي.
فکر، بحث او عمل نه ښايي یوازې په فیسبوک او مجازي فضا کې محدود پاتې شي. په جوړېدونکي ارتباطي سیستم کې باید بهر میشتي افغانان چې له دې فکري بهیر سره همغاړي دي، پراخه ونډه واخلي. موږ په نړۍ کې داسې بحران ځپلې ټولنې لرو، چې دایاسپورا (یا بهرمیشتو نخبه ګانو) له کړکېچ څخه راایستلي وي. ښکاره خبره ده، چې پراخه عملي ونډه به په کې هېوادمیشتي فعالین لري.
د دویمې برخې د پای کرښې دا وګڼئ، چې: کړکېچ په فرصت بدلول، یوازې د دولت کار نه دی، بلکې دولت یې یوه مدیریتي او اجرایوي برخه ده. دا لوی نهضت باید د خلکو له خوا پرمخ ولاړ شي.
له فساد، ترهګرۍ، تاوتریخجن حاکم تفکر، ټولنیزې بداخلاقۍ او د عامه بې تفاوتۍ په وړاندې درېدل هم یوازې د دولتونو کار نه، بلکې د غوره (نخبه) شخصیتونو تر متشکلې رهبرۍ لاندې د خلکو د ګډې ارادې په پایله کې هدف ته د رسېدو ګډه ټولیزه هڅه ده.
وګورئ،
موږ وویل: « د خلکو کار دی!»، « ولسي هڅه ده!»
ستاسو له نظره دا څه مانا درلودلای شي؟ (خلک) یعنې څوک؟ د ولسي کار میکانیزم څه دی؟ څنګه د ټولنیزې اصلاح او په فرصت د کړکېچ د بدلولو لپاره خلک راخوځولای شو؟
تاسو د Mass Mobilization یا Social Mobilization اصطلاحات اورېدلي؟ یا مو پرې فکر کړی دی؟ په فرصت د کړکېچ د بدلون لپاره ټولیز خوځښت څنګه رامنځته کولای او مدیریت کولای شو؟
همدا زموږ د دې برخې بنسټي پوښتنې دي.
یاالله، اوس نو څه کسان را مخکې شئ او د یوه منظم، متشکل او ټولو ته د لاسرسي وړ ارتباطي سیستم پر جوړولو عملي کار پیل کړئ.
عامه بې باوري له ځینو دوستانو مننه، چې د ګروپ تر جوړولو او د دغې لړۍ ژباړې او پاللو پورې لاهم راسره ګام پرګام درومي.
خو ما غوښتل همدا درته څرګنده کړم؛ زموږ د بحران یو لوی لامل دا دی، چې د (بې تفاوتۍ) او (مسئولیت نه منلو) ستونزه عامه ده.
په ټولیز خوځښت کې له ګډونه د تېښتې لپاره مو پلمې ډېرې دي. د دې لاملونه ګڼ دي، یو اصلي لامل ټولیزه بې باوري ده.
پرځان بې باوري، پر بل بې باوري، پر خلکو بې باوري، پر ملي اراده بې باوري. ګڼ خلک پرما، زما پرلیکنو او پر همدې لړۍ هم بې باوره دي او حق لري، چې بې باوره وي.
بې باوري له کومه کیږي؟
فکر کوو، هرڅه امریکا کوي،
پاکستان دومره روی دی، چې موږ یې په وړاندې څه کړای نه شو،
ټول سیاستوال دروغ وايي، هرڅه باید حکومت وکړي او …
کله چې وایو بحران هغه مهال په فرصت بدلولای شو، چې د دې لپاره ټولیز خوځښت رامنځ ته شي. دا خبره هېڅ کله په لاندې ماناګانو نه ده:
ـ حکومت ته د څه کولو تمه نه لرو،
ـ حکومت ملامت دی او فساد ډېر دی، پخپله حکومت پوه شه او کار یې،
ـ خلک په روان بحران کې ملامت نه دي، نو ولې خلک د اصلاح اراده وکړي؟
او داسې نور. دا خبرې او پلمې سمې نه دي، پر لاندې دلایلو، که ستاسو په نظر په حکومت کې ستونزې او فساد د بحران اصلي لامل وي، نو بیا خو بحران پخپله ځان اصلاح کولای نه شي. بحران باید له بهره د یوه بل ځواک په مټ په فرصت بدل شي.
فساد ناروغي ده، ناروغ بدن په دې ملامتۍ چې ولې ناروغ شوی، همداسې خپل سر ته پرېښودل حللاره نه ده . ناروغ ته ښايي درمل ورکړل شي، چې جوړ شي.
لوی بحرانونه تل ټولیزو سازماني او ارادي خوځښتونو په فرصت بدل کړي دي.
په چین کې کرونا هغه مهال مهار شوه، چې ولس د ځان وقایه کولو اراده وکړه. شک نه شته، چې چیني حکومت هم خپلې ټولې هڅې وکړې.
بنګلدیش هغه مهال خپلواک شو، چې ټولو بنګیالانو اراده وکړه او د افغانستان خپلواکي له انګریز څخه هغه مهال واخیستل شوه، چې ولسي څپې په انګریزانو پسې راووتلې او د مشروطه اماني نهضت ترڅنګ ولس راوخوځېده…
موږ په یوه ګڼ ريښه یي بحران کې ښکېل یو، زه به په نورو راروانو برخو کې د بحران په هره ریښه او اړخ لیکل وکړم، حللارې به یې هم معرفي کړم، خو شرط به دا وي، چې تاسو هریو به مې عملي او ارادي ملګرتیا کوئ.
د بحران لومړنۍ ریښې، بې باوري او د ټولیز خوځښت لپاره کمزورې اراده ده، تشکل او په ګډه (یوڅه کول) مو لا هم له لاسه نه کیږي. موږ پر یوه ملي تنبلۍ، لټۍ، بې اراده ګۍ، بې باورۍ اخته یو. واڼې مو تښتېدلي دي او لاس و پښې نه شو راټولولای.
تر بلې برخې پورې پر دې بحث وکړئ، چې په موږ کې د ملي بې باورۍ د له منځه تللو لپاره باید څه وکړو؟
یوازې ماته نصحیت مه کوئ، بلکې دا ووایاست، چې همدا تاسو هر یو د ملي بې باورۍ د له منځه وړلو لپاره څه کولای شئ، خپله اراده همدلته ولیکئ!
تر بلې برخې
یاالله





