انسان په واقعيت نه، په حقیقت پیږندل کېږي. واقعیت ثابت او حقیقت بدليدونکي دی. انسانیت د انساني حقیقت تر ټولو مهمه او جوړونکي برخه ده. ستونزه د انسان د واقعیت پیږندنه نه ده. د انسان واقعیت هر چا ته د پوهاوی وړ دی. په يوه نظر کولای شو دا واقعیت وپيږنو. ستونزه د انسان د حقیقت پیږندنه ده. اول ځل له يوه انسان سره په مخامخ کېدو کې د هغه واقعیت وينو، خو په حقیقت يي نه پوهيږو او حقیقت يي په سترګو نه لیدل کیږي.
د حیوان د دواړو واقعیت او حقیقت پيږندنه اسانه ده. په يوه نظر د حيوان دواړو واقعیت او حقیقت پيدا کولای شو. د حيوان حقیقت د حيوان د واقعيت په شان ثابت دی. د حیوان واقعیت او حقیقت له پیله تر اخیره يو ډول دي. د حيوان حقیقت د حيوان له واقعیت سره مطابقت لري. پوڅه له پیله تر اخیره هماغه پوڅه او هماغه ځانګړتياوي لري او پسونه يو شان او يو شان ځانګړتياوی لري. د پوځې د حقیقت په څرنګوالي د هغوی له پیدا کېدو سره سم پوهيږو. خو د انسان په هکله دا ډول پوهه نلرو. د انسان حقیقت، د انسان د واقعیت په شان ثابت او يو شان نه دی او يا د انسان حقیقت د انسان له واقعیت سره همیشه مطابقت نه لري. انسانان که له يوي مور هم وي يو شان خوی، يو شان فکر او یو شان شخصي ځانګړتياوي نه لري. انسان په پیل کې د يوه واقعیت په توګه دنيا ته راځي او په حقیقت يي څوک نه پوهيږي.
د انسان حقیقت په فردیت، انسانیت او شخصیت کې دی او انسان له دې درو سره يو ځای دنيا ته نه راځي. انسان د شخصیت کېدو او د فردي هویت تر جوړيدو پورې، د کلونو اوږده لاره وهي. د ډوډۍ پیداکولو، ژوند جوړولو، د خپل شاوخوا چاپیريال پیږندلو زده کړه او پیږندنه هم اسانه او د څو مياشتو او څو کلنو کار نه دی.
په پیل کې د انسان په هکله دې پوښتنو ته ځواب ورکول، دا چې څه ډول انسان به وي؟ څه ډول شخصیت به ولري؟ او د کومو ځانګړتياو خاوند به وي؟ ممکن کار نه دی. د انسان حقیقت، د انسان له واقعیت سره يوځای نه پيدا کېږي. ټولنه او انسان په خپله ددې حقیقت جوړونکي دي. د انسان څیره د انساني واقعیت انعکاس دی؛ نه د انساني حقیقت او انسان په څیره نه پیږندل کېږي.
ايديولوژيګانې چې په ټولنه کې د يوشان کولو او د واک انحصارولو هڅه کوي، د انسان واقعیت پیږني، نه د انسان حقیقت. همدا دلیل دی، چې له انسان سره د انسان په شان نه؛ بلکې د پسه په شان چلند کوي.
په افغانستان کې واکمن ملايان هم د انسان د حقیقت په ځای د انسان په واقعیت پسي ځي او په ځانګړي توګه د ښځو په بيولوژیکي جوړښت او اندامو حساب کوي؛ نه د ښځې په اراده، استعداد، پوهه، فکر، هیلو او غوښتنو!
ایديولوژیګاني له انسان فردیت ، انسانیت، عقل او په ځان باور اخلي. ترڅو انسان ته فکرکول، چلند، ښه او بد ديکته او په يوه پیرو يي بدل کړي. په داسي حال کې، چې انسان ځان په فرديت کې ښیي. او فردیت په استقلالیت او ازاد انتخاب کې دی.
د انسان فردیت په استقلاليت-ښه ده ووایم آزادۍ- کې وده کوي، نه په تحمیل، مجبوریت او پیروۍ کې.
د فرد ازادي، د ټولني د آزادۍ او خپلواکۍ، تر ټولو ډادمن ضامن دی. تابع، پیرو، مقلد وګړي، مریدان، خادمان او بېفکران، خپلواکه او آزاده ټولنه نشي جوړولای. که استقلالیت او د انتخاب ازادي نه وي، انسان فردیت بايلي.
د فردیت بایلل د شخصیت او هویت له لاسه ورکول هم دي.
همدا نن په ټولنه کې، په ځانګړي توګه له ښځې سره همدا ډول چلند کوي او دا چلند د ملايانو په دولتي سیاست بدل شوی. د ښځې له فردي آزادۍ او د انتخاب له حق په ظالمانه توګه انکار کېږي.
ښځه د فردیت په له لاسه ورکولو سره، دواړه (شخصیت او هویت) له لاسه ورکوي.
هویت او نوم، په نارينه پوري تړل کېږي او عملآ د شي او حيوان سطحې ته راټيټيږي.
«موږ د ښځو په هکله پريکړه کوو!» دا د انسان او انسانیت له مفهومه د ښځې ایستل دي. دا د ښځې د انساني حقیقت نفي کول دي. بې له ښځو دواړه (انسان او انسانیت) بې معنې دي.
انسانیت هم د فردیت په شان، د انساني حقیقت برخه دی، چې معنوي او اخلاقي ځانګړتياوي لري او کسبي دی. انسانیت د انساني ارزښتونو په پيږندنه او مراعاتولو کې دی.
انسان ته بې له دې، چې د کوم دين پیرو دی، په کومه ژبه خبرې کوي، په کوم نژاد او قوم پورې تعلق لري، درناوی د انسانیت محتوا جوړوي.
عقل د انسان په وجود کې د پیږندلو، سنجولو، قضاوت کولو، د ښو او بدو د تمیزولو، ځواک دی. عقل د انسان په حقیقت کې، مرکزي ځاي لري. انسان د حقیقت ايجادونکی او پلټونکی دی او عقل په دېي کار کې انسان ته د مرستي لاس ورکوي. دا عقل دې، چې انسان يې د ټولو بدلونونو او تحولاتو، ټولنیزو مفهومونو په محور بدل کړی دی.
عقل وايي، واقعیت وجود او حقیقت يي پیږندنه ده. واقعیت په سترګو وينو، خو حقیقت باید درک شي. د عقل د په کار اچولو اړتیا، په تيره بيا د پريکړې کولو او عمل کولو په وخت کې، منځ ته راځي. د پريکړې په اړه د عقل ضرورت دادی چې له پريکړې مخکې، د مشکل يا مسئلې په اړه موجود امکانات او الترناتيفونه مطالعه او څيړل شي. د عمل کولو په اړه د عقل ضرورت دادی، چې له فکرکولو مخکې، عمل ونشي او ورسره د عمل کولو پايلې او عکس العملونه وسنجول ش..
د انسان په اړه پوښته دا نه ده، چې انسان څه ډول دی؟ پوښتنه داده، چې انسان باید څه ډول وي؟
همدلته دی چې د انسان د تربيې، زده کړې او روزلو اړتیا را منځ ته کېږي.
کوم ډول تربیه او کوم ډول زده کړه؟
انسان يوازي د انساني ارزښتونو او ځانګړتياو په بنیاد تعریف او پیږندل کېدای شي. انسان باید د انساني يو ځايونکو ارزښتونو په بنیاد، تربیه او زده کړه وکړي. دا ډول تربیه او دا ډول زده کړه، کولای شي په ډاډمنه توګه په نفرت، تعصب، تبعیض او دوښمن جوړولو غلبه وکړي او له انسان سره به د انسان په شان چلند وشي. د انسان حقیقت په انسانیت کې دی او د انسان د تربیې تر تولو عالي لاس ته راوړنه انسانیت دی.
انسانیت د انساني حقیقت تر ټولو مهمه او جوړونکي برخه دی.