۸صبح، کابل: په پاکستان کې د خبریال او رسنیز فعال سید قاسم هاشمي او سینمايي لوبغاړي او کلتوري فعال حامد احساس له ورکېدو دوه میاشتې وروسته، د بشري حقونو د فعالانو اتحاد له پاکستاني حکومته غوښتي چې د هغوی د لادرکه کېدو په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي.
د بشري حقونو دغو فعالانو جمعه د وږي پر ۱۳مه په خپاره کړي بیان کې ویلي چې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د دغو دوو افغانانو له لادرکه کېدو دوه میاشتې تېرې شوې، خو لا یې برخلیک روښانه نه دی.
د بیان له مخې، په وروستیو کې یې کورنیو او نږدې خپلوانو ته داسې ناتایید شوي معلومات رسېدلي چې ښايي هاشمي او احساس د پاکستان د کوم استخباراتي بنسټ لهخوا نیول شوي وي.
په بیان کې راغلي چې که دا کسان د پاکستان د امنیتي یا استخباراتي ادارو په بند کې وي، کورنۍ او عامه افکار حق لري چې د هغوی د ساتلو له ځای، روغتیايي وضعیت، د نیول کېدو له قانوني بنسټ او قضايي بهیره یې خبر شي.
د بشري حقونو د فعالانو اتحاد ټینګار کړی چې که هغوی نیول شوي نه وي، پاکستانی حکومت مسوولیت لري چې د برخلیک د روښانه کېدو لپاره یې اغېزمنې او رڼې څېړنې وکړي.
دغه بنسټ له پاکستاني حکومته غوښتي چې که دا کسان د دغه هېواد د امنیتي ادارو له خوا نیول شوي وي، د هغوی د ساتلو د ځای، روغتیايي وضعیت او د نیول کېدو لامل یې له کورنیو سره شریک کړي.
دغه راز د بشري حقونو او نړیوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د جبري ورکېدو له اړوندو میکانیزمونو هم غوښتنه شوې چې سملاسي دې دغې موضوع ته پاملرنه وکړي.
تر اوسه د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو د دغو دوو افغان کلتوري او رسنیزو فعالانو د ورکېدو په اړه څرګند څه نه دي ویلي.





