• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د بشري حقونو نقض؛ له یوې نړیوالې مسألې سره د طالبانو بدوي چلند

نریمان آبشاري نریمان آبشاري
۲۱ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴ [t_time:1733944266]
AFP

AFP

د بشري حقونو نړیواله ورځ ( د ډسمبرلسمه) یوه پلمه ده چې د بشریت د یوې خورا مهمې مسألې په ځانګړې توګه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په تړاو بحث وکړو. په دغه هېواد کې چې له اوږدې مودې راهیسې نړیوال منل شوي قوانین او اصول د طالبانو د بدوي فکر په ګټه لغوه شوي، د بشري حقونو نقض د واکمنانو او د هغوی تر لاس لاندې کسانو ورځنۍ چاره ګڼل کېږي، نه یوه خطرناکه انساني مسأله چې باید ورته پاملرنه وشي. په بله وینا، موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې د بشري حقونو نقض د واکمنانو لپاره د اندېښنې وړننګونې پر ځای د حکومت یوه داسې دنده ګڼل کېږي چې د ترسره کولو په بدل کې یې انعام ترلاسه کوي. د واکمن رژیم یوه لویه برخه بودجه چې د هېوادوالو له جېبونو ترلاسه کېږي، د همدې هېوادوالو د ځپلو لپاره لګول کېږي. البته دا نوې موضوع نه ده؛ ځکه د خلکو ځپل او کنټرول د ټولو حکومتونو د ورځنیو کړنو برخه ده او لګښت یې هم د خلکو له مالیاتو ورکول کېږي. خو هغه څه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان له نورو بېلوي، د داسې رژیم له‌ خوا بې ‌مهاره تاوتریخوالی دی چې له خپلې ډلې پرته بل هیڅ ارګان ته ځواب ویونکی نه دی. په داسې رژیم کې چې استثنا قاعده ګرځېدلې، قانون په هغه معنا نه شته چې موږ یې پېژنو. دلته پر خلکو د یوه   پرده‌ نشین بدوي ملا ارتجاعي فرمانونو د قانون ځای نیولی او پر خلکو عملي کیږي. نه دا فرمانونه انساني، منطقي او عادلانه دي او نه هغه کسان چې دا فرمانونه پلي کوي، په عادلانه ډول د هغو د پلیتابه لپاره جدي هوډ او اراده لري.

طالبان چې د عادي ورځنیو کړنو یوه برخه یې د خلکو د سپکاوي لپاره صحرايي محاکمې دي، کله چې د دوی خپل کسان اخلاقي یا مالي فساد وکړي، یوازې له دندې ګوښه کول یې یوازینۍ سزا ده. نه یې د نیولو او نه یې د بندي کولو او په درو وهلو خبر وي. د طالبانو په ارتجاعي فکر کې ټول هېوادوال په طالبانو او غیر طالبانو وېشل شوي دي. هغه کسان چې د طالبانو په کتګورۍ کې راځي، په هر اړخ کې له هغو کسانو سره توپیر لري چې په غیرطالبانو کې شمېرل کېږي. لومړۍ کتګورۍ د طالباني عدالت له خورا ډېرو ګټو او امتیازونو برخمنه ده، خو دویمه کتګورۍ نه یوازې له هېڅ حق او امتیازه برخمنه نه ده، بلکې له ځنډ پرته باید د طالبانو د هر امر او پیروي وکړي. که له تاسو لږ تر لږه یوه کوچنۍ سرغړونه وکړئ، نو د طالبانو د ظالمانه واکمنۍ اغېز به پر خپل بدن او پوست حس کړئ.

لومړۍ کتګورۍ که هر څومره لوی جنايت هم وکړي، د طالبانو د اميرالمؤمنين په مهربانۍ او خواخوږۍ بخښل کیږي خو دويمه کتګوري  د ملا هبت‌الله د لطف او مهربانۍ د برخمنېدو وړتیا نه مومي او هغوی بايد کړاو وګالي او سپک کړای شي. په يوه طالباني شوي طبقاتي ټولنه کې کړاو، مرګ، لوږه او ناورین د نورو ټولنو پرتله ډېر پېچلی رنګ او بڼه خپلوي. په داسې ټولنه کې قومي سیاست د عدالت پر وړاندې د یوه درانه سیوري په توګه عملي کیږي او هغه کسان چې د طالبانو د خوښې وړ قوم پورې اړه نه لري، د هغو کسانو پرتله ډېر قرباني کېږي چې له دې ډلې سره يې قومي او قبيلوي تړاو وي. په طالباني رژيم کې قومي تبعیض دومره ښکاره او علني دی چې حتی عادي او کليوال خلک يې هم په اسانۍ درک کوي.

د بشري حقونو رعایت، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو خوندي کول، د افغانستان د خلکو او د نړۍ د هېوادونو یوه مهمه غوښتنه ده. د ملګرو ملتونو له‌ خوا د طالبانو د په رسمیت پېژندلو یو شرط دا دی چې د ښځو د زده ‌کړو او کار حقونه بېرته ورکړل شي، هغه حقونه چې په تېرو درېیو کلونو کې ترې اخیستل شوي دي. خو طالبان د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې بیا بیا ادعا کوي چې د دوی په رژیم کې بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه، خوندي شوي دي. د طالبانو مشرملا هبت‌الله په خپل یوه اختریز پیغام کې ادعا کړې چې « د اسلامي امارت په واکمنۍ کې له جبري ودونو د ښځو د ژغونې او نورو دودیزو ظلمونو لکه په بدو کې له ورکولو د هغوی د خلاصون لپاره اړین ګامونه اخیستل شوي او د هغوی ټول شرعي حقوق تأمین شوي دي. د ټولنې د نیمایي برخه په توګه، د ښځو د اصلاح، حجاب، عفاف، د اختلاط  د مخنیوي او تر اسلامي شریعت لاندې خوشحاله ژوند جوړولو لپاره مهم اقدامات ترسره شوي دي.» ګورئ چې د طالبانو مشر څه ډول ادعا کوي چې د هغه په اداره ښځو ته «ټول شرعي حقوق» ورکړل شوي دي. هو! کله چې د ښځو بشري حقوق ترې واخستل شي، نو هغوی ته «شرعي حقوق» بې له کوم عیب او اعتراضه ورکول کېږي. د کور په دېوالونو کې بندې کېدل، له زده‌کړو، کار، تفریح او ورزشه محرومیت، د کور د کارونو سمبالښت، د نارینه‌ وو بشپړ اطاعت، د اسلامي حجاب بشپړ مراعاتول – که چېرې له محرم سره له کوره بهر وځي – د اعتراض حق نه لرل، یوازې د کور د کارونو کول او د ژوند په ټولو اړخونو کې د محرومیتونو اوږ نوملړ ټول د ښځو په «شرعي حقونو» کې حسابیږي. دا هغه «خوشحاله ژوند» دی چې د طالبانو مشر د ښځو ته په پام کې نیولی دی.

طالبان اوس د واکمنۍ په درې کلنه موده کې تر دې ځایه رسېدلي چې هر څه چې یې غوښتي، له کوم محدودیت پرته او په بې رحمۍ سره یې پر افغانانو تحمیل کړي دي. دوی نه یوازې چې د نړۍ د هېوادونو غوښتنو لکه د بشري حقونو خوندیتوب او په ځانګړي توګه د ښځو پر وړاندې د ورځ تر بلې زیاتېدونکو محدودیتونو د له منځه وړلو غوښتنې ته هیڅ پام نه دی کړی، بلکې د دغو غوښتنو پر وړاندې هم بې پروا پاتې شوي دي. سره له دې، نړۍ بیا هم له طالبانو د بشري حقونو د خوندیتوب، له ترهګرو ډلو سره د مبارزې او …. غوښتنو په تړاو د اعلامیو له خپرولو لاس نه دی اخیستی او له دې ډلې سره د لا تعامل هڅه کوي. د افغانستان په کړکېچ کې د ښکېلو هېوادونو چارواکو په څرګنده ویلي چې د حل لار د کابل له رژیم سره په تعامل کې ده، نه د هغه پر وړاندې په مقابله کې. ایا دا پخپله د بشري حقونو د مدافعانو لپاره یوه بشپړه ماتې نه ده؟

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ملګري ملتونه: هره ښځه او نجلۍ حق لري چې په هر ځای کې د خوندیتوب احساس وکړي
خبرونه

ملګري ملتونه: هره ښځه او نجلۍ حق لري چې په هر ځای کې د خوندیتوب احساس وکړي

۲۷ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1760854222]
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځو تر څنګ ولاړ یو
خبرونه

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځو تر څنګ ولاړ یو

۴ زمری/اسد ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵ [t_time:1753519333]
د متحجرانو ارمان‌ښار؛ کله چې د طالبان وزیر د ښځو د نوم له اخیستو مخکې «بې ادبي معاف» وايي
ځانګړي

د متحجرانو ارمان‌ښار؛ کله چې د طالبان وزیر د ښځو د نوم له اخیستو مخکې «بې ادبي معاف» وايي

۱۷ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۶ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1736136872]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو او قرغیزستان د مستقیمې سوداګریزې لارې پر رامنځته کولو خبرې وکړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ناروې د کډوالو شورا: زلزله‌ځپلو سیمو ته ژغورن‌ډلې لېږل شوې دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.