• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د متحجرانو ارمان‌ښار؛ کله چې د طالبان وزیر د ښځو د نوم له اخیستو مخکې «بې ادبي معاف» وايي

بهیر بهیر
۱۷ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۶ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1736136872]
Social Media

Social Media

له ښځو سره د طالبانو دښمني څه نوې خبره نه ده او دا مقوله اوس د ټولو د ژپو پر سر ده، چې طالبان نجونو ته ځکه د زده کړو اجازه نه ورکوي چې د لوستې ښځې زوی طالب کېدای نه شي. طالبانو د ښځو پروړاندې د پرله پسې محدودیتونو په لګولو سره وښوده چې د دوحې د مذاکراتو پرمهال د ښځو د حقونو په تړاو د دې ډلې د مشرانو ژمنې او خبرې یوازې د واک د ترلاسه کولو لپاره سیاسي مانورې وې او په عمل کې طالبان هماغه د نوي یمې لسیزې طالبان دي چې په چادري کې پټو ښځو پسې به قمچنې په لاس ګرځېدل. د طالبانو د کانونو او پټرولیم اوسنۍ وزیر د دوحې د مذاکراتو پرمهال په خپلې یوې وینا کې وویل چې که داځل دوی واکمن شي نو ښځې ان تر دوکتورا زده کړې کولای شي. د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو غړي او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر اوسني مشر سهیل شاهین هم د یوې خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا که تاسو بیا واکمن شئ، زه د اوس په څېر د یوې خبريالې په توګه ستا مخې ته درېدلای شم او پوښتنه درنه کولای شم، له مسکا په ډکه خوله وویل چې:« هو! که حجاب وکړې ستونزه نشته.»

خو همدا  وړمه ورځ  ۸صبح یو راپوری خپور کړ چې طالبانو په کورنیو رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې چې د دوی د خوښې حجاب او هرڅه په پام کې ساتي، ورځ تر بلې د فضا د تنګولو په لټه کې دی او رسنیو ته د خبري کنفرانسونو په استول کېدونکو بلنیکونو کې لیکي چې «د ښځو لپاره  ځای نشته» څومره چې د طالبانو د واکمنۍ ورځې اوږدېږي، پر ښځو د ژوند کړۍ راتنګېږي او ان په خپلو کورونو کې هم کار کولو ته نه پرېښودل کیږي، طالبان ان هغه ښځې چې په ننګرهار کې یې په خپلو کورونو کې د فابریکو لپاره کار کاوه، له کاره منع کړې. له کوره بهر خو یې هسې هم کورنیو او بهرنیو موسسو ته خبرداری ورکړی چې که ښځې وګوماري، نو فعالیتونه به یې وځنډوي. د طالبانو په اېډیولوژۍ کې د ښځو مقام تر هغې ډېر ټيټ دی چې ګومان یې کیږي، د ښځو پر وړاندې د دې ډلې سپک نظر کله ناکله په غیر شعوري توګه د دې ډلې د چارواکو په څرګندونو کې رابرسېره کیږي.

د طالبانو د امیرالمومنین له لوري د کابل د علماوو شورا  ټاکل شوي مشر « خلیفه دین محمد» چې د دې ډلې یو له لویو ملایانو دی، په خپلې یوه وینا کې چې اوس یې هم کلپونه په ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کیږي، د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنې ته په غبرګون کې وایي چې:« د ښځې حق څه دی؟ ډوډۍ ورکوه، جامې ورته کاوه او راڅملوه یې.» په دې وروستیو کې د جنسي مسایلو په تړاو ملا هبت الله ته د دغه نږدې ملا خبرې په خلکو کې ډېرې مشهورې شوې دي، هغه د افغانستان په څېر دودیزه ټولنه کې جنسي مسایل هغه هم د همجسبازانو په تړاو دومره په شد او مد بیانوي چې په افغاني ټولنه کې یې څوک په اورېدو هم خوله خوله کیږي.

څو ورځې وړاندې د کابل د شاوعروس بند د پرانېستې مراسمو ته د طالبانو یو شمېر چارواکو ویناوې وکړې. که څه هم د دې پروژې ډېری چارې د جمهوریت پر مهال ترسره شوې وې، خو د پرانېستل کېدو مراسم یې د طالبانو په برخه شول. دې غونډې ته د طالبانو د نورو چارواکو ترڅنګ د دې ډلې د اوبو او برېښنا وزیر هم وینا وکړه. د برېښنا د وزیر خبرې د شاوعرس بند د تخنیکي مسایلو په تړاو نه وې، ځکه ښکاره ده چې یو ملا به نو د بندونو د جوړېدو په تړاو څه ووایي. هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې په افغانستان کې چې د ده په وینا، په هر کور کې یې وسله شته، د طالبانو له لوري د امنیت ټينګښت یوه لویه لاسته راوړڼه وبلله او په خپلو خبرو کې یې د طالبانو پر وړاندې د تبلیغاتي جګړې خبره وکړه او ویې ویل چې دښمنان د «امارت» بریاوې نه شي زغملای. خو د هغه خبرو دا برخه ډېره د پاموړ وه چې د ښځو د نوم له اخیستو مخکې یې بې ادبي معاف کله وکاروله. نوموړي وویل: کشر، مشر بې ادبي معاف زنانې ټول له وسلې سره بلد دی.»

بې ادبې معاف په ډېرو داسې مواردو کې کارول کیږي، چې یو څوک د یو څه پر ویلو شرمېږي او مخکې له مخکې له مخاطبه د دې خبرې د کولو له امله بښنه غواړي، فرض کړئ، د جنسي مسایلو په تړاو کومې خبرې چې په کابل کې یې د طالبانو د علماوو شورا مشر کوي، که د دې دودیزې ټولنې کوم بل څوک وکړي، نو هرو مرو به د خبرې تر کولو مخکې ووایي چې بې ادبي معاف. د بې ادبي معاف اصطلاح په ځينو مواردو کې حیواناتو لپاره هم کارول کیږي، په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سیمو کې چې کله څوک د خره یا مرکب نوم اخلي، نو وایي بې ادبي دې معاف وي.

د ښځو پروړاندې د طالبانو کارول کېدونکو اصلاحاتو ته په پام سره داسې ښکاري چې افغانستان نه یوازې د ترهګرو جنت ګرځيدلی بلکې، د متحجران او بدویانو پر ارمان ښار بدل شوی دی. په دې ارمان ښار کې ښځه له هر ډول حقه بې برخې ده او ان په هغو نومونو یا مختاړو سره یادېږي چې د حیوانانو لپاره کارول کیږي، په دې ارمان ښار کې هر څه مخ پرڅټ روان دی. په دغه ارمان ښار کې باید ټول له مدرسو فارغان وي او د جګړې او ځانمرګو بریدونو لپاره یې ملا تړلې وي. د دې ارمان ښار ښځې باید د اولاد په زېږولو کې له یو بل سره سیالی ولري او د یوه سړي د دویمې، درېمې او څلورمې ښځه په توګه ژوند وکړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ملګري ملتونه: هره ښځه او نجلۍ حق لري چې په هر ځای کې د خوندیتوب احساس وکړي
خبرونه

ملګري ملتونه: هره ښځه او نجلۍ حق لري چې په هر ځای کې د خوندیتوب احساس وکړي

۲۷ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1760854222]
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځو تر څنګ ولاړ یو
خبرونه

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځو تر څنګ ولاړ یو

۴ زمری/اسد ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵ [t_time:1753519333]
په خوست کې د جنايي پېښو زیاتوالی؛ طالبان د امنیت په ټينګولو کې پاتې راغلي
ځانګړي

د بشري حقونو نقض؛ له یوې نړیوالې مسألې سره د طالبانو بدوي چلند

۲۱ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴ [t_time:1733944266]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.