۸صبح، کابل: د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، د افغانستان له روغتیايي سیسټم سره د بهرنیو مرستو کمښت او د ښځو پر وړاندې د طالبانو جدي سرغرونې د دې لامل شوي چې د میلیونونو افغانانو د روغتیا حق له ګواښ سره مخ شي.
د بشري حقونو د څار سازمان دغه څرګندونې د دوشنبې ورځ، سلواغې پر ۲۳مه په یوه ۳۸ مخیز «له ناورین سره مخ راتلونکی؛ د افغانستان روغتیايي سیسټم له ناورین سره مخ دی» تر سلیک لاندې راپور کې مطرح کړي.
د یاد بنسټ په وینا، په افغانستان کې د روغتیايي کړکېچ له امله د دغه هېواد خلک له سختې خوارځواکۍ او نورو ناروغیو سره مخ شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د وړاندې کوونکو له لوري د بشردوستانه مرستو د کمېدو پرېکړو روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسی کمزوري کېدو، اقتصادي بې ثباتۍ او د خوړو خوندیتوب زیانمنېدو لامل ګرځېدلی دی.
د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان څیړونکې، فرشتې عباسي ویلي: «د بهرنیو پرمختیايي مرستو ضایع کېدل او د طالبانو [له لوري] د حقونو سرغړونې په افغانستان کې د روغتیایي ناورین لامل شوی چې په غیر متناسب ډول ښځو او نجونو ته زیان رسوي.»
په راپور کې راغلي چې د ښځو او نجونو پر زدهکړو بندیز د راتلونکي لپاره د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د روزنې ډېرې لارې تړلي او د دې لامل به وګرځي چې افغانستان په راتلونکي کې د دغو کارکوونکو له سخت کمښت سره مخ شي.
د بشري حقونو د څار بنسټ د ۲۰۲۳ کال له فبرورۍ تر ۲۰۲۴ کال پورې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې له افغان او بهرنیو مرستندویه چارواکو، کارکوونکو او روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لرونکو خلکو سره مرکې کړې دي.
د دغو مرکو پایلې څرګندوي چې په بشري بنسټونو کې د ښځو پر کار د طالبانو بنديز په هېواد کې بشري ناورين ته د عادلانه مرستو د رسونې پر وړاندې د اضافي خنډونو په رامنځته کولو او د ښځو او د هغوى د کورنيو د عايداتو د بې برخې کولو لامل شوى دى.
د بشري حقونو د څار سلزمان په خپل راپور کې ټینګار کړی چې د رول لرونکو هېوادونو او حکومتونو ځانګړي استازي باید په دوحه کې د ملګرو ملتونو په راتلونکې ناسته کې پر طالب مشرانو فشار راوړي، څو هغه محدودیتونه چې روغتیایي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي، د ښځو زدهکړې او کار مخه نیسي، لېري کړي.
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو دویمه مشورتي ناسته د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه په قطر کې د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو، نړۍوالو سازمانونو، د ښځو او مدني بنسټونو د استازو په حضور کې ترسره شي.