• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د بشري حقونو څار بنسټ: پاکستان له افغان محصلانو سره د خپلو بشري حقونو د ژمنو خلاف چلند کوي

۸صبح ۸صبح
۱۹ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789045046]
Tribal News Netqork

Tribal News Netqork

د بشري حقونو څار بنسټ د پاکستان له خوا د طب څانګې د افغان محصلانو د ایستلو په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې دغه هېواد له کوم مخکیني خبرداري پرته، ټولو طبي او د غاښونو طب اړوندو ښوونیزو بنسټونو ته امر کړی چې افغان محصلان له خپلو بنسټونو وباسي او افغانستان ته د هغوی د ستنېدو زمینه برابره کړي. د بشري حقونو د دغه بنسټ په وینا، دا د پاکستاني چارواکو له خوا له دغه هېواده د افغانان د سملاسي ایستلو لپاره تر ټولو وروستۍ اقدام دی.

دغه بنسټ زیاته کړې چې افغانستان ته د ښځینه محصلانو ستنول، له هغوی دا فرصت اخلي چې ډاکټرانې شي؛ ځکه طالبان ښځې په پوهنتونونو او طبي زده‌کړو کې له زده‌کړو منع کړې دي.

د بشري حقونو څار بنسټ زیاته کړې چې د پاکستان طبي ښوونیزو بنسټونو هم د افغانانو د نویو محصلانو له منلو ډډه کړې ده. په لاهور کې د «کېنګ اېډوارډ» د طبي علومو پوهنتون د څلورو ښځو او د وروستي کال د اوو محصلانو په ګډون د طب ۲۰ محصلانو ته  ته امر کړی چې د وتلو بهیر د بشپړولو لپاره په ۲۴ ساعتونو کې مراجعه وکړي.

د پاکستان د بشري حقونو نا دولتي کمېسیون اټکل کړی چې په لاهور کې ښایي د طب او غاښونو د طب شاوخوا ۱۰۰ محصلان د دې پرېکړې له امله اغېزمن شي چې له دې ډلې له ۲۰ تر ۴۰ پورې ښځې دي. یو شمېر دغو محصلان دې بنسټ ته په ورتګ سره د خوندي سرپناه او حقوقي مرستو غوښتنه کړې؛ ځکه دوی له ژر اېستل کېدو وېره لري.

د بشري حقونو څار بنسټ ویلي چې پاکستان د «اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د نړیوال میثاق» د یوه غړي هېواد په توګه مکلف دی چې د وړتیا پر بنسټ او له تبعیض پرته لوړو زده‌کړو ته برابر لاسرسی تضمین کړي. د ملګرو ملتونو هغې کمېټې چې د دغه تړون پر پلي کېدو څارنه کوي، ټینګار کړی چې د دې تړون ملاتړ د نورو وګړو لپاره هم دی او په دې برخه کې د هغوی د کډوالۍ وضعیت هېڅ توپیر نه رامنځته کوي. د دغه بنسټ په وینا، یوازې د افغان‌توب له امله پر زده‌کړو د بوختو دغو محصلانو ایستل له دغو ژمنو سره په ټکر کې دي.

د بشري حقونو څار بنسټ تر دې وړاندې هم د پاکستاني چارواکو له خوا د سلګونه زره افغانانو خپل‌سري نیونې او جبري ستنول مستند کړي دي؛ ډېری دغو کسانو څو لسیزې په پاکستان کې ژوند کړی دی.

پاکستان همداراز مکلف دی چې د «جبري نه ستنولو» نړیوال اصل (نان‌رفولمان) رعایت کړي؛ دا هغه اصل دی چې د هغو کسانو جبري ستنول منع کوي چې د ځورونې، شکنجې یا نورو جدي زیانونو له مستندو ګواښونو سره مخ وي. له دې امله چې له پاکستانه تر دې وړاندې ایستل شوي افغان کډوال په سمه توګه نه دي څېړل شوي او نه یې وضعیت ارزول شوی، څرګنده نه ده چې له هغوی به څومره کسان افغانستان ته له ستنېدو وروسته د طالبانو له خوا د ځورونې له خطر سره مخ شي.

د بشري حقونو څار بنسټ ویلي چې پاکستاني چارواکي باید د دغو محصلانو د ستنولو امرونه لغوه کړي، د هغوی تحصیلي وضعیت بېرته راستون کړي، د افغان محصلانو د منلو تبعیضي بندیز لغوه کړي او ډاډ ورکړي چې محصلان کولای شي په قانوني توګه په پاکستان کې پاتې شي او خپلې زده‌کړې بشپړې کړي. دغه بنسټ زیاته کړې چې د هر محصل د خوندیتوب اړتیاوې باید په جلا توګه وارزول شي او هغو کسانو ته چې ملاتړ ته اړتیا لري، په ځانګړې توګه ښځو ته چې د طالبانو له خوا د لا زیاتې ځورونې له خطر سره مخ دي، خوندي سرپناه برابره شي.

دغه سازمان ویلي چې پاکستان باید دغو راتلونکو ډاکټرانو او د غاښونو ډاکټرانو ته اجازه ورکړي چې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي؛ هم د دوی د خپل راتلونکي لپاره او هم د هغو بې‌شمېره کسانو د ژوند لپاره چې ښايي یوه ورځ په پاکستان کې یا هغه مهال چې افغانستان ته یې ستنېدل خوندي شي، په افغانستان کې وژغوري یا یې روغتیا ی ښه کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.