۸صبح، کابل: د بشري حقونو څار سازمان وايي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، د غږونه ځپل او له بشري حقونو سرغړونې لا هم دوام لري.
نوموړي سازمان پنجشنبه د زمري پر ۲۲مه په اېکس کې لیکلي چې دا اوونۍ پنځه کاله کېږي چې طالبانو په افغانستان کې غږونه خاموش کړي، خو د دغه وضعیت پر وړاندې دې چوپتیا نه غوره کېږي.
د بشري حقونو څار سازمان زیاته کړې چې ځينو زړورو افغانانو له دغه سازمان سره د بشري حقونو د سرغړونو او ناوړه چلند په اړه خبرې کړې چې ورسره مخ شوي دي.
نوموړي بنسټ ټينګار کړی چې عدالت دې له ډېر نه ځنډول کېږي.
د بشري حقونو څار سازمان له هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د تېرو او اوسنیو جنایتونو د عاملانو د حساب کتاب له هڅو ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو پنځو کالو کې په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې پراخ محدودیتونه لګولي دي.





