۸صبح، غزني: د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې یوه ښځه او مېړه یې د اوبو په حوض کې ډوب شوي او ژوند یې بایللی دی.
په غزني کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر دوشنبه د زمري پر ۱۹مه خبر ورکړی چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د غزني د جاغوري ولسوالۍ په «الغزار» کلي کې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو کس په حوض کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب شو او کله یې چې ښځې هڅه کوله خپل مېړه وژغوري، هغه هم په اوبو کې ډوبه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې په دایکندي کې هم درې ځوانان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي.





