• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

«د کورنۍ یوازینۍ هیله یم»

شیوا سادات شیوا سادات
۱۴ كب/حوت ۱۴۰۳ - ۴ مارچ ۲۰۲۵ [t_time:1741093189]
AFP

AFP

افغانستان د ځمکې پر سر یوازینی هېواد دی چې د څو لسیزو جګړو په پایله کې یې زرګونه ښځې کونډې او ماشومان بې‌سرپرسته شو. په دغه هېواد کې سلګونه ماشومان سرپناه نه لري او ښځې او نجونې د کورنیو یوازینۍ سرپرستې دي او په ګرانه توانېږی چې د ځان لپاره یو کاروبار برابر کړي. خلک هم دغو ښځو ته وايي چې «نارینه نه لري چې اړتیاوې یې پوره کړي»، پرته له دې چې د دغو مېرمنو هڅو او زحمتونو ته پام وکړي. د هېواد اوسني واکمنان هم هره ورځ د ښځو محدودولو او څنډې ته کولو لپاره فرمانونه صادروي چې لویې بېلګې یې ښوونځي او پوهنتون ته پر تګ بندیز، په بنسټونو کې یې د معاشونو کمول، پر ښځینه سینګارخونو بندیز او په نادولتي بنسټونو کې یې له کار څخه راګرځولې دي. له کار څخه د ښځو راګرځولو سره د هغو مېرمنو وضعیت چې د کورنۍ سرپرستي ورلغاړې وه، لا ناوړه شوی دی. سوسن د دغو ښځو له ډلې یوه ده. سوسن ښکلې، ځوانه او تعلیم یافته مېرمن ده چې د خپل معلول مېړه او درېیو کوچنیو ماشومانو سرپرستي ورلغاړې ده.

هغې په جمهوریت کې په یو وزارت کې دنده لرله. د مېړه کورناستی او معلولیت لامل یې د افغانستان څو لسیزې جګړې وبللې: «مېړه مې یو جګپوړی پوځي و او خپل ډېر وخت یې د وسله‌والو جنګیالو پر ضد عملیاتونو او د هېواد امنیت ډاډمنېدو لپاره تېراوه. له سرتېرو سره په لومړۍ کرښه کې و او په هېواد کې د سولې او امنیت ټينګېدو لپاره له خپلې کورنۍ، خپلوانو او ان ځان څخه تېرو و. دغه ارمان او موخې ته د رسېدو هیله د دې لامل شوه چې نور ونه شي کړای په خپلو پښو تګ وکړي.»

مېړه یې له طالبانو سره په جګړه کې پر ځای پر ځای شوي ماین برابر شوی او پښې یې له لاسه ورکړي دي. له هغې وروسته سوسن د ماشومانو مور او د ناروغ مېړه پالوونکي ترڅنګ د کورنۍ سرپرسته هم شوه. د مخکېني حکومت له پرځېدو وروسته د ښځو چارو وزارت له منځه لاړ او د سوسن په څېر زرګونه مېرمنې وزګارې شوې؛ خو شرایط د هغې لپاره داسې نه و چې هر څه تقدیر ته وسپاري او په کور کېني. هغه وايي: «له هغې پېښې وروسته چې مېړه مې ورسره مخامخ شو، د کورنۍ یوازینۍ هیله زه وم او لاهم یم. د همدې لپاره تسلیمه نه شوم او د کار په لټه څو نادولتي ادارو ته لاړم. د دې لپاره چې ښه کاري مخینه او ښه تحصیلي اسناد مې لرل، په کمه موده کې مې یو نادولتي بنسټ کې کار وموند.»

هغه کار ته د بېرته ورتګ کیسه داسې کوي: «د کار له بیا پېل سره مې داسې انګېرله چې له لاسه ورکړې روحیه مې بېرته ترلاسه کړې او لاهم د پرمختګ لار راته پرانېستې ده. خو نه پوهېدم چې دا ډله به له ډګره د ښځو اېستلو لپاره هر څه وکړي.»

هغې په پوره لېوالتیا خپل کار ته دوام ورکړ او هڅه یې کوله چې ورکړل شوي مسوولیتونه ترسره کړي؛ خو د طالبانو له خوا پر متشبثو مېرمنو د حکم له صادريدو وروسته د سوسن او د هغې او همکارانو لپاره یې کاري چاپېریال ورځ تر بلې تنګېده او په دوامداره توګه د کار پرېښودو لپاره پرې فشار راوړل کېده. تر هغې چې د یو فرمان له مخې په نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګېده چې د سوسن په څېر زرګونو ښځو کاري بوختیاوې واخیستل شوې چې د کور سرپرستي ورلغاړه ده: «نه پوهېږم چې طالبان د ښځو پر وړاندې د دغو فرمانونو په صادرولو د څه په لټه دي؟»

سوسن چې د زرګونو نورو مېرمنو په څېر د بېوزلۍ، جګړې او بدبختۍ مزه یې څکلې، له طالبانو هم ګیله لري او زړه یې ورته ډک دی. هغه وايي: «ښايي طالبان نه پوهېږي چې اوسنۍ افغان مېرمنې د یوویشت کاله وړاندې مېرمنو په څېر نه دي او نن به له دې ډلې که په غاښونو هم کېږي، خپل حق واخلي.»

د هرې ورځې په تېرېدو د ښځو ژوند ناوړه کېږي. تر هغې چې طالبان پر افغانستان واکمن وي، د بدلون څرک نه شته، خو که له اوسني وضعیته ناوړه حالت رامنځته شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د یلدا شپې په څېر اوږده محدودیتونه
د ښځې غږ

د یلدا شپې په څېر اوږده محدودیتونه

۳۰ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1766332098]
دیارلس کسان په يوه څلور کسیز موټر کې؛ د قاچاقي سفر له کړاوه ډکه کیسه
د ښځې غږ

دیارلس کسان په يوه څلور کسیز موټر کې؛ د قاچاقي سفر له کړاوه ډکه کیسه

۲۷ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1766077387]
د درېدو روایت؛ هغه نجلۍ چې ځان یې له حذف کېدو وژغوره
د ښځې غږ

د درېدو روایت؛ هغه نجلۍ چې ځان یې له حذف کېدو وژغوره

۲۵ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1765900477]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.