• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د اجبار تورې تیارې لاندې مې ساه بندېده

م. حسیني م. حسیني
۸ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶ [t_time:1782756842]
Pexels

Pexels

اوړی تود دی او ګرمي ډېره ده. لارویان د سختې ګرمۍ له امله سیوري ته پناه وړي. داسې ښکاري چې د کابل سوځنده لمر د دغه ښار د ښځو لپاره څو برابره تود او سوځوونکی وي. د لمر تودې وړانګې د ښځو له سر تر پایه پر تورو جامو داسې لګېږي چې د تګ وس ترې اخلي. زه هم د همدغو تورو جامو لاندې داسې احساس کوم، لکه وروستۍ ساوې چې اخلم. لمر نېغ پر هغه حجاب لګېږي چې پر تن مې دی او بدن مې د سختې ګرمۍ له امله سوځي. هغه ماسک چې پر مخ مې تړلی، د ساه اخیستو لار یې راته تنګه کړې او د ساه بندۍ احساس کوم. ګامونه چټکوم، څو د کوم دېوال سیوري ته ځان ورسوم او د طالب ځواکونو او د ښار د نارینه‌وو له سترګو لرې، لږ تر لږه د یوې شېبې لپاره ماسک له مخه لرې کړم چې ساه مې تنګوي. خو څومره چې چټکېږم، نه سیوری مومم او نه هم د نارینه‌وو حضور کمېږي. د لمر تودوخه مې شېبه په شېبه په بې‌رحمۍ بدن سوځوي او د حجاب او ماسک لاندې مې د بدن تودوخه لا پسې لوړېږي.

ګامونه مې سستېږي او سر مې ګرځي. د ضعف احساس کوم او پر سترګو مې توره شپه راځي، خو د طالبانو له وېرې نه شم کولی خپل ماسک لرې کړم څو تازه ساه واخلم. په ټول توان هڅه کوم چې ځان ټينګه کړم او پر ځمکه ونه غورځم. څو دقیقې یې زغمم، خو پښې مې نور کار نه کوي او د تګ شیمه نه شته. په سختې ګرمۍ کې سمه نه شم تللی؛ داسې احساس کوم لکه په یو فلزي زندان کې چې بندي یم چې هره خوا یې اور بل دی. زه هم په همدې فلزي زندان کې ورو ورو سوځېږم او شېبه په شېبه مې ساه تنګېږي.

د یوه سبزي پلورنکي سایبان مې ژوند وژغوره او له بې حالۍ او لوېدو یې راوګرځولم. همدا چې سترګې مې پر سایبان ولګېدې، ژر مې ځان هلته ورسوه او له څو دقیقو وروسته مې وضعیت ښه شو. سبزي پلورونکي پر ترکارۍ او خاورینې ځمکې اوبه شیندلې وې او هماغو اوبو هوا یو څه ښه کړې وه. هغه شېبه مې داسې انګېرله لکه بیا چې ژوندۍ شوې یم.

سترګې مې یو څه رڼې شوې. د هغه سایبان لاندې مې سترګې پر هغو نارینه‌وو ولګېده چې د سختې ګرمۍ له امله یې پایڅې پورته کړې وې او پر خپلو جامو، سر او غاړه یې اوبه شیندلې. په داسې حال کې چې بیا غوسې سردرد کړم، له ځان سره مې وویل: دا څه بې‌عدالتي ده او دا څنګه عقیده او باور دی چې ښځې دې په سوځنده ګرمۍ کې یوازې د دې لپاره چې نارینه پر ګناه ککړ نه شي، ان خپل مخ هم باید په ټوکر پټ کړي، خو همدا نارینه بیا د اړتیا په وخت کې خپلې پایڅې تر هر اندازې پورته کولی شي او پر سر، غاړه او بدن اوبه شیندلی شي.

ذهن مې ګډوډ دی. سیوری پرېږدم او بیا په سخته ګرمۍ کې قدم وهم او له ځان سره وایم: راشئ، یوه شېبه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځه واوسئ. هغه وخت به پوه شئ چې په جهل کې سوځېدل څه مانا؛ د بدن، سر او مخ جبري پټول یعنې څه؛ د جامو له امله وژل کېدل یعنې څه؛ د جامو له امله زنداني کېدل یعنې څه؛ د جامو له امله وژل کېدل یعنې څه؛ د جامو له امله بندي کېدل یعنې څه؛ د جامو له امله سپکې سپورې یعنې څه؛ د جامو له امله شکنجه کېدل یعنې څه؛ له ساه اخیستلو محرومېدل یعنې څه؛ او زرګونه نور دردونه او کړاوونه چې افغان ښځې یې هره ورځ په ټول وجود زغمي.

دا یوازې د هغه کړاو، بې‌عدالتۍ او ظلم یوه کوچنۍ بېلګه ده چې ښځې یې هره ورځ زغمي؛ داسې دردونه چې ښايي هېڅکله نه ولیدل شي او نه احساس شي، ځکه دغې خاورې پر ښځو داسې ظلمونه روا ګڼلي چې ښايي په تاریخ کې یې ساری نه وي؛ د جنسیت له کبله له وژل کېدو او د ژوند له لومړنیو حقونو څخه تر محرومېدو پورې.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د طالبانو د عدلیې وزیر د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکي بندیانوي څو کرایه ورکړي یا کډه وکړي
خبرونه

د طالبانو د عدلیې وزیر د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکي بندیانوي څو کرایه ورکړي یا کډه وکړي

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791627386]
څه باندې ۱۰۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
خبرونه

طالبان: ۶۷۸ کډوال په جبري توګه افغانستان ته راستانه شول

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791623683]
د غور فغان‌نامه؛ خلک طالبان په زورزیاتي او د ځمکو په غصب تورنوي
راپورونه

د غور فغان‌نامه؛ خلک طالبان په زورزیاتي او د ځمکو په غصب تورنوي

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791621368]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.