۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې ګڼ کسان د شکرې پر ناروغۍ اخته دي، خو د دې ناروغۍ پر نښو نه پوهېږي.
دغه سازمان يکشنبه د لړم پر ۲۴مه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ډېره تنده، پرلهپسې ادرار، ستړیا، د سترګو د لید تتوالی او له کوم څرګند لامل پرته د وزن کمېدل د شکرې ناروغۍ مهمې نښې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې دغه نښې باید له پامه ونه غورځول شي او که څوک له دغو نښو سره مخ شي، باید د خپل روغتیايي وضعیت د معاینې لپاره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.
دغه سازمان زیاته کړې چې د ناروغۍ پر وخت تشخیص او د درملنې پیل د شکرې پر ناروغۍ د اخته کسانو ژوند ژغورلای شي.
دا ناروغي د هغو ناروغیو له ډلې ده چې که پر وخت تشخیص او کنټرول نه شي، د انسانانو روغتیا ته جدي ستونزې رامنځته کولای شي.






