ډېرې هیلې او ارمانونه مې لرل. ژوند له هغې وروسته لا ښکلی شو چې پوهنتون ته لاړم. کله مې چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې قدم کېښود، هیلې مې لا پراخې او لویې شوې. ګامونه مې د پخوا پرتله ټينګ اوچتول او غوښتل مې قلم مې لا پوخ کړم. خو د طالبانو په واکمنېدو مې ژوند ګډوډ شو او ښکلا یې رنګ بایلود او نور یې لومړنی حالت خپل نه کړ. نور هغه له هیلو او ارمانونو ډکه نجلۍ نه وم. واده ته مې غاړه کېښوده او په دې هیله چې په ګډ ژوند به مې ژوند ښه شي؛ خو تېروتم.
ننګونې او ستونزې مې ډېرې شوې. مېړه مې لومړیو کې ښه سړی ښکارېده؛ خو وروسته یې اصلي څېره څرګنده شوه. له ټولو بدتره دا چې د مور او ورېندارې چلند یې ډېره ځورولم. که څه هم د هغوی په خبره، د «کور له کارونو» سره سمه بلده نه وم، ترټلم یې. د مېړه د ورور چلن هم له ماسره ناسم و؛ ځکه چې ښځې یې په کور کې له ما ډېر کار کاوه. وروسته یې مېړه راته ولمساوه او هغه هم د هرې ورځې په تېرېدو بدلېده او په پایله کې یې چټي ژبه خپله کړه چې ډېره ترې ځورېدم. د مېړه ناوړه چلن او زورزیاتي تر دې ځورولم چې پرلپسې به مې ځان ته ویل: ولې مې په واده کولو ژوند ګډوډ کړ؟
د کورنۍ ټولو غړو راسره ناوړه چلن کاوه چې دا راته ګرانه تمامېده. کله به چې د پلار کور ته تللم چې شېبه ارامه شم، وړاندې له دې چې د مېړه کور ته راشم، تر شا مې داسې کیسې جوړولې چې اورېدل یې د نه زغملو وې. دا د دې لامل شو چې مېړه مې پر وړاندې نور هم بدبین شي.
په دې موده کې پرته له دې چې پر ځان غوسه شم، نور څه مې له وسه نه و. اوس هم د واده په همدغه تار کې بندیوانه یم؛ داسې واده چې ژوند یې راته تیاره کړ او راتلونکی هم ناڅرګند دی. پرلپسې له ځان سره وایم چې کاشکې طالبان نه وای راغلي چې زه او میلیونونه نجونې له دا ډول بدبختۍ سره نه وای مخامخ شوې.
تر هغه چې طالبان واکمن وي، په افغانستان کې به د نجونو او ښځو ژوند هم کړکېچن وي؛ نو موږ باید د دغه رژیم له منځه وړولو او د یو ډیموکراتیک جوړښت رامنځته کولو لپاره چې د ښځو حقونه او ازادي پکې خوندي وي، مبارزه وکړو.





