• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

که سیاستوال يې ونه بایلي، نظامیان یې نه بایلي

۸صبح ۸صبح
۱۹ غويی/ثور ۱۴۰۰ - ۹ مې ۲۰۲۱ [t_time:1620552340]

لیکنه: د ملي امنيت د سټراتيژيکو علومو ماسټر، عصمت الله احمدي

ژباړه: سمیع الله سیال


د جورج بوش د کاري دورې په پایته رسېدو او د ولسمشر اوباما تر انتخاب وروسته، د امریکایانو د وتلو اوازه په ځانګړي ډول د ولسمشر اوباما دویمه دوره کې د ټولو پر خوله وه. امنیتی مسؤلیتونه ورو – ورو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارل کېده؛ تردی چې د ۲۰۱۴ زېږديز کال په لومړیو کې یو شمیر امریکایي او د ناټو غړي هېوادونو پوځیان له افغانستان څخه ووتل او محدود شمیر یې د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې پاتې شول.

هغه مهال ډیری سیاسي او نظامي کارپوهان معتقد و، چې د ائتلافي ځواکونو په وتلو سره ګڼ شمېر ولسوالۍ او ولایتونه به د طالبانو لاس ته ورشي، امنیتي او دفاعي ځواکونه به وپاشل شي او د هېواد د ساتنې توان به ونلري، د غیر دولتي سازمانونو عمراني پروژې او د خلکو کسب او کار به وځنډیږي. یو شمېر خلکو د هېواد دننه او بهر د دولت ناکامۍ او د طالبانو مخته تګ ته په تمه ؤ. په داسې حال کې چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د کندز له سقوط پرته، چې هغه هم څو ورځې وې، هېڅ ولایت سقوط ونه کړ. حتی امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپل خوږ ژوند په قربانولو سره وتوانېدل چې څو ولسوالۍ په غزني، بغلان او څو نورو ولایتونو کې چې د طالبانو لاس کې وې، بېرته يې ونيسي. همدارنګه د خلکو کسب او کار عادي بڼه ځانته غوره کړه.

د ولسمشر جو بایډن پرېکړه چې ۲۰۲۱ زېږديز کال د سپټمبر ۱۱ پورې به ټول ځواکونه له افغانستانه بهر کوي، کومه جدي پایله به و نلري. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت څلورسوه زرو څخه زیات امنیتي او دفاعي ځواکونه لري، چې په پرمختللو ځمکنيو او هوايي وسلو سمبال دي. همدارنګه د کورنیو چارو وزارت او ملي دفاع وزارت کومانډو او ځانګړي ځواکونه او د ملي امنیت د چټک غبرګون قطعې چې د غوره تعلیماتو، تجهیزاتو او محاربوي قابلیتونو څخه برخمن دي، ددغه ځواکونو برخه ده. له ۲۰۱۴ زېږديز کال راهيسې ځمکني محاربوي علمیاتونه ۱۰۰ سلنه او د هوايي عملیات ۹۰ سلنه د افغان ځواکونو لخوا پلان او عملي کیږي. ۳۴ ولایتونه، ۳۷۰ ولسوالۍ، لويې او کوچنۍ لارې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په ولکه کې دي.

همدارنګه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د عمل ازادي لري؛ یعنې د افغانستان هره برخه کې چې وغواړي، کولی شي محاربوي عملیاتونه ترسره کړي. دا ټول ددې څرګندونه کوي چې افغان دولت کولی شي د سپټمبر ۱۱مې نېټې څخه وروسته هم خپل حیات ته د معمول په څېر دوام ورکړي.

له سیاسي اړخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت بشپړ ملي او نړيوال مشروعیت لري؛ منتخب حکومت لري؛ بشري حقونه، د بیان ازادي او د ښځو ازادي یې اساسي ارزښتونه دي. افغان دولت د امریکا او ناټو په شمول د نړۍ ډېری هېوادنو او بنسټونو سره ستراتیژیک تړنونه لاسلیک کړي دي. همدارنګه امریکا ژمنه ده چې، چې تر ۲۰۲۴ زېږديز کاله پورې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي او نظامي ملاتړ وکړي. په همدې اساس د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له سیاسي اړخه په نړيوالې انزوا کې نه دی؛ يعنې د امریکا د وتلو شرایط د پخواني شوري د وتلو شرایطو سره په بشپړه توګه توپير لري.

البته د امریکایی ځواکونو وتل، نه د تل لپاره په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی ږدي او نه هم سوله تضمینوي. د سولې اړوند کومه ناسته چې د ملګرو ملتونو، امریکا او ترکیې تر څارنې لاندې په استانبول کې جوړېږي، که چېرته کومې پایلې ته و نه رسېږي، ښايي راتلونکو څو میاشتو کې طالبان هم د مجاهدینو په څېر چې د پخواني شوروي تر وتلو وروسته يې په جلال‌اباد کې جګړه پلان او عملي کړه، جګړې ته راودانګي. البته د طالبانو او دولت ترمنځ جګړه د جلال‌اباد جګړې سره چې مجاهدین په کې د پاکستاني پوځیانو له مستقیم ملاتړ څخه برخمن ؤ، توپير لري. دا ځلې به طالبان د دوحې تړون پر اساس د بهرنيو جګړو مارو د ملاتړ او د پاکستاني پوځیانو د مستقیمې مداخلې پرته جنګېږي. ښايي ځینې ښارونه او ولسوالۍ د لنډ وخت لپاره د طالبانو لاس ته ورشي او ممکن انساني ناورین رامنځته شي خو په جمعي توګه طالبان د ښارونو او ولسوالیو د  ساتنې توان د اوږدې مودې لپاره نه لري او د امکاناتو او سرچينو له کمښت سره مخ دي.

ویل کيږي چې طالبان ۶۰ زره  جنګیالي لري. ښايي د طالبانو ټول غړي ۶۰ زره نه وي؛ پوځي ځواک خو لرې خبره ده. ځکه که طالبان ځینو درېیمه درجه او حتا دویمه درجه ولایتونو کې زر تنه وسلوال جنګیالي لرلی، په کومه روحیه چې دوی جنګيږي هغه ولایت به سقوط کاوه او د طالبان تر ولکې لاندې به ؤ. په داسې حال کې چې تراوسه له ۱۰ تر ۱۵ ډېرو ولسواليو باندې کنټرول نه لري. طالبان پر امنیتي او دفاعي پروستو باندې د بريدونو لپاره له نورو ولایتونو څخه وسلوال راټولوي. دا په دې مانا دی چې دغه ډله له څلویښتو زرو څخه زیات نه دي. په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د خپلو متعارفو قطعو پرته په اردو او پولیسو کې څلویښت زره کومانډو او ځانګړې ځواکونه لري.

په دې وروستیو کې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوړ تلفاتو کوم راپور خپور شوی، لامل يې د قومندانانو ناغېړي او ځینې نور لاملونه دي. د کوچنیو پوستو جوړول، د غیر ضروري موخو لپاره د پوستو جوړول او غیر مسلکي کمینونه د دې سبب ګرځيدلي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هم تلفات زیات شي. همدارنګه په وخت سره د پوستو نه ملاتړ او د روزنې مطابق د ګزمو او کمینونو نه ترسره کېدل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو لاملونه ګڼل کېږي. سربېره پر دې د کشفي او استخباراتي بنسټونو د کمزورۍ له کبله د استخباراتي جزتامونو په وخت سره نه ملاتړ، په ګارنیزیونونو کې د مېلمه په شکل د اشخاصو نفوذ او يا په ځینو مواردو کې د امنیتي پرسونل غیر اخلاقي کارونه د تلفاتو لامل ګرځي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یوې خپلواکې دفاعي ستراتیژي په جوړولو او د پخواني شوروي له وتلو څخه په درس اخیستو او د پورته ستونزو په حل سره کولی شي چې له هېواده په ښه توګه ساتنه وکړي او د تلفاتو کچه هم راټيټه کړي. ترټولو مخربه جګړه رواني جګړه ده. ځینې داخلي او بهرني نظامي او سیاسي کارپوهان په ستراتیژیو کې د احتمالي تهدیداتو په اساس لکه: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ستراتیژي کې د شخصي اغراضو له مخې چې د افغان دولت پر وړاندې یې لري وايي: ښايي ځینې لوی ښارونه سقوط وکړي، بشري حقونه، د بیان ازادي، د ښځو حقونه او نورې شل کلنې لاسته راوړنې له منځه ولاړې شي او انساني ناورین به رامنځته شي. خو واقعیت دا دی که طالبانو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مقابلې توان لرلی، نو له خپلو زندانونو او یا کلیدي غړو څخه به يې چې هره ورځ د ځانګړو ځواکونو لخوا نیول کیږي او اسیران کيږي ساتنه کړې وی یا هم لږ تر لږه ولایتونو ته به يې د لوړو پوړو چارواکو د سفرونو مخه نیولی وی او یا هم ولایتونو ته به يې د خپلو لوړپوړو چارواکو د سفر اعلان کړی ؤ.

نننی افغانستان د اویایمې لسیزې افغانستان نه دی. د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظریف په وینا: «که طالبانو تغیير نه وي کړی، افغانستان تغیير کړی دی». کله چې طالبان په کابل کې بریالي شول، کابل په کنډوالو بدل شوی ؤ او د دغې ډلې شمېر هم د نن ورځې په نسبت ډېر کم ؤ. منظم امنیتي ځواک او واحده رهبري موجوده نه وه. خلک په ټول هېواد کې د پاټکونو او وسله‌والو کسانو له ظلمونو او کورنيو جګړو څخه زورېدل. له بلې خوا طالبان مستقیماً د پاکستاني نظامیانو، القاعده ډلې، عرب جګړه مارو، چیچن‌نیانو او نورو هېوادنو له ملاتړه برخمن ؤ؛ د امریکا، انګلستان، سعودي او عربي هېوادونو مالي ملاتړ یې له ځان سره لره.

اوس مهال کابل او لویو ښارونو کې میلیونونه افغانان استوګن دي. اډېری اوسېدونکي یې، برښنا، انټرنېټ، کمپیوټر، ځیرکو موبایلونو او ټولنیزیو رسنيو ته لاسرسی لري، چې هر کله کولی شي د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي. له ټولو مهمه دا چې نننی افغانستان یو منظم ځواک لري او د یوې واحدې رهبرۍ له لوري رهبري کیږي. دغه ځواکونه له ملي او نړیوال او په ځانګړي توګه د امریکا او ناټو له ملاتړه برخمن دي. خو طالبانو په لومړیو کې د خلکو کوم ملاتړ درلود او اوس یې نه لري. حتی د طالبانو ملاتړکوونکی، پاکستان «د افغانستان په راتلونکي سياست کې د دولت او طالبانو ترمنځ د قدرت د بیلانس د رامنځته کولو) په هڅه کې دی.

د تالیبانو مشران باید په دې پوه شي چې وخت بدلون موندلی، هغه شرایط چې دوی په کې واک ته رسیدلي ؤ اوس شتون نه لري. افغانستان له سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او له ټولو مهمه دا چې له فرهنګي اړخه تغیير کړی دی؛ تېرو شلو کلونو کې میلیونونه هلکان او نجونې له ښوونځیو فارغ شوي، زرګونه نارینه او ښځینه د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده‌کړې لري او لسګونه زره هلکانو او نجونو د لیسانس تر کچې زده‌کړې کړي او دغه شمېر ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دی. که طالبان غواړي چې له سیاسي لارې څخه د افغانستان په پرمختګ کې او د فساد له منځه وړلو کې رول ولري نو د دوحې او استانبول له رامنځته شوي فرصته دې ګټه پورته کړي، له دې پرته له نظامي او د زور له لارې هېڅکله دوی نه شي کولی چې بريالي شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.