۸صبح، کابل: د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان د ملګرو ملتونو ۷۹مې ټولغونډې ته په وینا کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
رحمان سهشنبه د تلې پر ۳مه ټینګار کړی چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته شي.
نوموړي یادونه کړې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی او په خبره یې، دا هېواد ملاتړ ته اړتیا لري.
تاجکستاني ولسمشر د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د ترهګرۍ ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له دغې پدیدې سره د مبارزې لپاره هڅه وکړي.
د یادونې ده چې قزاقستان هم په دې ناسته کې په منځنۍ اسیا او افغانستان کې د «پایدارې پراختیايي موخو» لپاره د سیمهییز مرکز جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د اقلیمي بدلون له ګڼو ګواښونو سره مخ دي.
امامعلي رحمان پروسږکال هم په دې غونډه کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی و.





