• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

کډوالي د طالبانو پر وړاندې د خاموشې ټولپوښتنې په توګه

رستاخیز شعله رستاخیز شعله
۲۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794758881]
AFP

AFP

له افغانستانه د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پراخه کچه کډوالي یوازې د بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ننګونو پر وړاندې غبرګون نه دی. دا پدیده دې د سیاسي او ټولنیزو محدودیتونو، له بنسټیزو حقونو د محرومیت او د راتلونکې په اړه د څرګند لیدلوري د نشتوالي له اړخه وارزول شي. د ګڼو هېوادوالو لپاره له هېواده وتل له داسې وضعیته د واټن نیولو مانا لري چې د انتخاب، مشارکت او خپلې راتلونکې د جوړولو امکانات یې محدود شوي دي. له همدغه اړخه بیا کډوالي د طالبانو د حکومتولۍ د کیفیت په اړه یو ډول «خاموشه ټولپوښتنه» بلل کېدای شي؛ داسې چې پایله یې د رايې په صندوقونو کې نه بلکې له هېواده د کورنیو، ځوانانو او مسلکي کدرونو په وتلو کې څرګندېږي.

البته دا تعبیر د دې مانا نه لري چې ټول کډوال د سیاسي انګیزو له کبله هېواد پرېږدي. یوه ډله یې د کار او ګټې وټې لپاره، ځینې له خپلو کورنیو سره د یو ځای کېدو او ځینې نور یې د زده‌کړو، درملنې یا امنیت له امله مهاجرت کوي. کله چې دا د سیاسي او ټولنیزو محدودیتونو په چوکاټ کې راشي، کډوالي د هېواد د راتلونکې په اړه د وګړو د باور کچې پر یوه شاخص بدلېږي. اصلي پوښتنه دا ده چې ولې دومره خلک د کډوالۍ خطرناکو مسیرونو او په کوربه هېواد کې له ننګونو سربېره هم په افغانستان کې پاتېدا د خپلې راتلونکې لپاره ډاډمن انتخاب نه ګڼي؟

بېوزلي او بېکاري د کډوالۍ مهم لاملونه دي، خو د دغې پدیدې ټول ابعاد یوازې اقتصادي نه شي ګڼل کېدای. افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې هم له اقتصادي ننګونو سره مخ و؛ خو د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د بهرنیو مرستو کمېدو، د اقتصادي فعالیتونو ټکني کېدو او تازه محدودیتونو وضعیت لا سخت کړی دی. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۶ کال په راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۵ میلیونه وګړي چې د افغانستان د نفوس ۷۴ سلنه کېږي، د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه درلود. دغه راز د اقتصادي ودې ۱.۹ سلنه هم نه ده توانېدلې د نفوس له زیاتوالي او د کار بازار له اړتیاوو سره همغږې شي.

پر همدغه بنسټ، خبره یوازې د عاید نشتوالی نه دی؛ د داسې ژوند د امکاناتو نشتوالی دی چې راتلونکی یې د وړاندوینې وړ وي. هغه کورنۍ چې نه پوهېږي لور به یې څه وخت بېرته زده‌کړو ته ستنېږي، هغه ځوان چې د کار لپاره روښانه راتلونکې نه ویني او هغه ښځه چې له کاري فرصتونو او ټولنیز حضوره بې برخې ده، ښايي کډوالي د راتلونکې د خوندیتوب لپاره یوازینی پاتې غوراوی وګڼي. په داسې شرایطو کې بیا کډوالي له اقتصادي پرېکړې د سیاسي او ټولنیز جوړښت پر وړاندې پر یوه غبرګون بدلېږي.

ځوانان هغه ډله دي چې له نورو زیات د پاتېدا او کډوالۍ له ستونزمن غوراوي سره مخ دي. پر زده‌کړو او کاري فرصتونو محدودیتونه، په ځانګړې توګه د نجونو راتلونکي فرصتونه یې له منځه وړي دي. د ۲۰۲۶ کال په نومبر کې د یونیسف او یونیسکو ګډ راپور ښيي چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې څه باندې ۲.۶ میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې شوې دي. دغه راز ۵۳ سلنه ماشومان چې د لومړنیو زده‌کړو په عمر کې دي، د رسمي ښوونیز نظام له چوکاټه بهر پاتې دي.

دا محدودیتونه یوازې ښوونیزه پایله نه لري؛ بلکې د کورنیو پر پاتېدا یا کډوالۍ پر پرېکړې هم اغېز کوي. ډېرو کورنیو ته بیا کډوالي د خپلو اولادونو لپاره د زده‌کړو او بېل ژوند د برابرولو یوه لار ده. په پایله کې افغانستان نه یوازې د خپلې مسلکي بشري سرچینې یوه برخه له لاسه ورکوي، بلکې د راتلونکي لپاره د مسلکي نسل د روزلو فرصتونه هم محدودوي.

د ډاکټرانو، د پوهنتون استادانو، انجنیرانو، خبریالانو او نورو مسلکي کدرونو وتل یوازې د کاري ځواک کمښت نه دی، بلکې پراخ زیانونه لري. دا کسان له ځان سره د هېواد پوهه، تجربه او ظرفیت له ځان سره وړي. کله چې ښوونیز، روغتیايي او اقتصادي بنسټونه د مسلکي ځواک له کمښت سره مخېږي، د خدماتو کیفیت لوېږي او د راتلونکي نسل لپاره هم په هېواد کې د پاتېدا شرایط ستونزمنېږي. په ټوله کې بیا محدودیتونه کډوالي پراخوي او کډوالي هم د هېواد د وضعیت د ښه کولو وړتیا کمزورې کوي.

هېڅ هېواد نه توانېږي چې د مسلکي کدرونو په پرلپسې وتلو، د ځوان نسل د پراخ محرومیت او د ټولنې د نیمايي برخې د مشارکت په محدودېدو باثباته او پرمختللې راتلونکې ولري. له کډوالو د بېرته راستنېدو غوښتنه، بې له دې چې اړین شرایط ورته برابر شي، نه شي کولی د کډوالۍ څپه ودروي. پایداره راستنېدنه هغه مهال شونې ده چې وګړي له امنیت، کاري بوختیاوو، زده‌کړو، بنسټيزو ازادیو او د خپل برخلیک په ټاکلو کې د ګډون له حقه برخمن وي.

له همدغه اړخه، د افغانانو کډوالي د طالبانو د حکومتولۍ د بڼې په اړه یو ډول خاموشه ټولپوښتنه بلل کېدای شي؛ نه د دې ډلې پر وړاندې مخامخ او یو لاس رایه، بلکې د ټولنې د تمو او د واکمن جوړښت له خوا د رامنځته شویو شرایطو ترمنځ د واټن نښه ده. دا ټولپوښتنه د رایې صندوق نه لري خو پایلې یې په تشو کورونو، د ځوانانو په وتلو، د ښځو په کډوالۍ او د مسلکي کدرونو په له لاسه ورکولو کې څرګندېږي.

تر هغې چې طالبان په سیاسي جوړښت کې د وګړو ځای، د ښځو د زده‌کړو او کار حقونه، ټولنیزې ازادۍ او د ټولنې د مشارکت اړتیاوو ته ځواب ورنه کړي، په افغانستان کې به کډوالي د باور بحران له مهمو نښو پاتې وي. هغه هېواد چې وګړي یې د زده‌کړو، کار، ازادۍ او امنیت لپاره خپل ټاټوبی پرېږدي، یوازې له اقتصادي کړکېچ سره مخ نه دی؛ بلکې د ټولنې او سیاسي واک ترمنځ د اړیکو له بحران سره مخ دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

روبیو ایران په منځني ختیځ کې د بې‌ثباتۍ عامل بللی
بهرني خبرونه

روبیو ایران په منځني ختیځ کې د بې‌ثباتۍ عامل بللی

۲۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794756295]
طالبانو او ایران د ګمرکونو پر ۲۴ ساعته فعالیت هوکړه وکړه
خبرونه

طالبانو او ایران د ګمرکونو پر ۲۴ ساعته فعالیت هوکړه وکړه

۲۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794755928]
ملګري ملتونه: د اقتصادي بیارغونې پلان دویم پړاو د شپږو میلیونو ډالرو په بودیجې پیل شو
ټولنه

ملګري ملتونه: د اقتصادي بیارغونې پلان دویم پړاو د شپږو میلیونو ډالرو په بودیجې پیل شو

۲۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794755474]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.