۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(UNDP) د شپږو میلیونو ډالرو په بودیجې د اقتصادي بیارغونې طرحې د دویم پړاو د پلي کېدو خبر ورکړی دی.
دغه بنسټ یکشنبه د لړم پر ۲۴مه اعلان کړی چې دا پروګرام په ملګرو ملتونو کې د سویلي کوریا د استازولۍ په مالي ملاتړ پلی کېږي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې دا طرحه په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د ښهوالي په موخه پیل شوې ده.
د دغه بنسټ په خبره، د اقتصادي بیارغونې د طرحې په چوکاټ کې به د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د خلکو اقتصادي سرچینې پیاوړې او ټولنیزې زېربناوې به ورغول شي.






