د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ایران په منځني ختیځ کې د ستونزو او بې ثباتۍ اصلي عامل بللی دی.
نوموړي دا څرګندونې یکشنبه د نومبر پر ۱۵مه د امریکا د وکیلانو په ملي کنوانسیون کې کړې دي.
روبیو ټينګار کړی چې د ایران د شیعه روحانیونو «پراختیا غوښتونکی لیدلوری» سیمې ته یو تاریخي ګواښ دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې په یمن کې حوثي وسلهوال، په عراق کې شیعه ملېشې، د سوریې د پخواني ولسمشر بشار الاسد ملاتړې ډلې او د لبنان حزبالله له ایران سره تړاو لري.
واشنګټن څو وارې تهران په منځني ختیځ کې د وسلهوالو ډلو په ملاتړ تورن کړی؛ خو ایران دا د خپلې سیمهییزې او دفاعي تګلارې یوه برخه بولي.






