۸صبح، کابل: د امریکا په استازو جرګه کې د څارنې کمیټې په خپل وروستي لیک کې د بایډن دولت له یو شمېر چارواکو څخه له افغانستانه د «ناسم وتلو» په هکله د ځواب ویلو غوښتنه کړې ده.
امریکایي رسنیو جمعه د سلواغې په ۲۹مه راپور ورکړ چې دا لیک د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن، دفاع وزیر لویډ استین، د پوځ د لوی درستیز جنرال مایک میلي، د کورني امنیت وزیر مایورکاس، د ملي امنیت د سلاکار جک سالیوان او د امریکا د نړیوالې پراختیا آژانس د مدیر سامانتا پاور په ګډون یو شمېر چارواکو په نوم لېږل شوی دی.
د امریکا د استازو جرګې د څارنې کمیټې رییس جیمز کومر په دې لیک کې ویلي چې د بایډن دولت له افغانستانه د وتلو لپاره تیاری نه درلود او پرېکړې یې په انساني او امنیتي غمېزې بدلې شوې دي.
هغه د افغانستان د خلکو له یادولو پرته ویلي چې امریکایان د ځواب ویلو وړ دي او په دې هکله د پلټنو د ترسره کولو لپاره د بایډن دولت خنډونه جوړول د منلو نه دي.
د امریکا د استازو جرګې د څارنې کمیتې رییس په خپل لیک کې بلینکن د بهرنیو چارو د وزیر په توګه چې له افغانستانه د وتلو لپاره د پلانونې په مرکز کې و او بایډن ته یې د هغو پرېکړو په اړه مشوره ورکوله چې د «تاکتیکي او ستراتيژیکو ماتو» لامل شوې، د «سقوط پرمهال د بري او نظم په اړه روایت» په جوړولو کې ګرم بللی دی.
په دې لیک کې جمهوري غوښتونکو غوښتنه کړې چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له شلمې د افغانستانه د وتلو د احتمالي پروګرام په اړه د اسنادو او همداراز ددغه هېواد له مخکیني حکومت سره د امریکاييانو، ديپلوماتانو او قراردادیانو د ایستلو پروګرام په هکله د اړیکو اسناد په جزییاتو له دوی سره شریک کړي.
لوید استین او مارک میلي ته په بل لیک کې، د جمهوري غوښتونکو کمیټې مخکینۍ ته ورته غوښتنه مطرح کړې او ویلي یې دي چې د امریکایي وګړو له ایستلو مخکې د هوايي ملاتړ د درولو په اړه منطقي دلایلو ته په پام سره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو او شاتګ اړوند بيړنیو پروګرامونو د وړاندې کولو لپاره اسناد او شواهد شریک کړي.
په دې لیک کې همداراز ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر له شلمې د سپتمبر تر دېرشمې پوې په افغانستان کې د ماموریت د ملاتړ په موخه د ځواکونو د زیاتوالي یا کمولو غوښتنې په اړه اسناد او سوابق شریک کړي.
د جمهوري غوښتونکو د مالوماتو له مخې، ددغه ګوند غړو د امریکا د استازو جرګې د څارنې په کمیټه کې څه د پاسه لس ځله له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه د ځواب ویلو غوښتنه کړې، خو د بایډن دولت په دې هکله هېڅ مالومات نه دي ورکړي.
همداراز د ۲۰۲۱ له اګست څخه د ۲۰۲۲ کال تر جنورۍ پورې، دوی په دې کمیټه کې له خپلو ډیموکراتو غړو غوښتي چې په دې هکله استماعیه ناستې ترسره کړي، خو هېڅ ناسته نه ده شوې.
د اوکراین جګړې له پیلېدو وروسته او د امریکا او چین ترمنځ اړیکو له ترینګلتیا وروسته، دا هغه موارد دي چې د افغانستان قضیه یو ځل بیا د امریکا په استازو جرګه کې د بحث وړ موضوع شوې ده.
له دې مخکې جمهوري غوښتونکو، بایډن له افغانستانه په بېړنی وتلو تورن کړی و چې طالبانو ته د واک د سپارلو ترڅنګ، په دې بهیر کې د دې هېواد د دیارلسو پوځیانو د وژل کېدو لامل شو.