د فراه د لاشوجوین ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وايي چې دا ولسوالۍ د ولایت په کچه تر ټولو ډېرې تاریخي ابدې لري؛ خو د نه پاملرنې له کبله د بشپړ ویجاړېدو له ګواښ سره مخامخې دي.
د لاشوجوین ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې دا ولسوالۍ له ۳۰ ډېرې تاریخې ابدې لري چې په خبره یې، د نه پاملرنې له کبله به یې ډېرې ونړېږي.
د فراه د لاشوجوین ولسوالۍ اوسېدونکی نصیراحمد وايي چې دا ولسوالۍ د تاریخی کلاګانو درلودو په وجه د دغه ولایت د نورو ولسوالیو پرتله نامي ده؛ خو په خبره یې، د نه پاملرنې له کبله د نړېدو له ګواښ سره مخامخې دي.
د لاشوجوین ولسوالۍ دا اوسېدونکی زیاتوي: «همدا د لاشوجوین کلا ډېره عجیبه ده چې په منځ کې یو تونل دی چې لږ تر لږه له ۲۰ تر ۲۵ کیلومتره لاندې ژور و او ډېر کلک جوړ شوی و. که لږ پام ورته شوی وای، هماغسې پاتې کېده؛ خو اوس ډېر ویجاړ شوی او په دې کلونو کې کلا ته د سېلاب اوبو د ننوتلو د مخنیوي لپاره یو استنادي دیوال هم جوړ نه شو. د سیلاب ټولې اوبه کلا ته ننوتلې او دا د دې لامل شو چې دیوالونه یې ونړېږي، خپله کلا هم ویجاړه شوې او ښايي څو راتلونکو کالو کې د دې تاریخي کلا هېڅ نښه هم پاتې نه شي.»
فضل احمد د فراه د جوین ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی دی. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «د فراه د ولسوالیو په منځ کې لاشوجوین ولسوالۍ د تاریخي کلاګانو او ځایونو په درلودو مشهوره وه، خو دې سیمې ته د واکمنو د نه پاملرنې له کبله دا تاریخي ابدې چې د جوړېدو یې دوه زره یا له هغې ډېر کلونه کېږي، ویجاړې شوې دي. نور دلته نه د لاشوجوین کلا شته، نه د پېښوریانو ښار او نه هم د نورو تاریخي ابدو څرک؛ ځکه ټولې ویجاړې شوې دي یا یو یا دوه کاله وروسته به ویجاړې شي.»
د سیمې د اوسېدونکو په خبره، «د لاشوجوین کلا، د پېښوریانو ښار، تونل ته ورته سوری، باستاني جومات او باستاني چاهکلا، لوی جامع جومات، کوګه بلند کلا، بنجار علي جومات، سابري امون، کوشه برج، تاریخي مغارې، د غار و جلا کلي، سره ونه چې مخینه یې څلور زره کلنه ده و . . .» د فراه په لاشوجوین ولسوالۍ کې نامي او مشهورې تاریخې ابدې دي.
په فراه کې طالب چارواکو هم ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې د دغه ولایت په لاشوجوین ولسوالۍ کې تاریخي ابدې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخامخې دي او په خبره یې، تراوسه توانېدلي نه دي چې د ویجاړېدو د مخنیوي لپاره یې اقدام وکړي.
د فراه د اطلاعاتو او کلتور ریاست مني چې د نه پاملرنې له کبله، د تاریخي ابدو ډېری برخې چې «دوه زره کلنه» مخینه لري، نړېدلي او له منځه تللي دي.
په فراه کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتوري میراثونو د ساتنې مدیر نعمتالله اسماعیلزاده وايي چې په لاشوجوین ولسوالۍ کې له ۳۰ ډېرې تاریخې ابدې د ویجاړېدو په حال کې دي او په خبره یې، هغوی توانېدلي نه دي چې د ساتنې لپاره یې یو استنادي دیوال جوړ کړي.
اسماعیلزاده زیاتوي: «په لاشوجوین ولسوالۍ کې له ۳۰ ډېرې کلاګانې دي چې یوه یې لاشوجوین کلا ده. دا کلا د فراه رود په څنک کې ده، د نړېدو له ډېر ګواښ سره مخ ده او استنادي دیوال ته یې اړتیا ده چې موږ په دې اړه څو وارې اطلاعات او کلتور وزارت ته مکتوب ولېږه؛ خو له بده مرغه له هغې خوا مو تر اوسه ځواب نه دی ترلاسه کړی.»
نوموړی وايي: «د لاشوجوین ولسوالۍ ډېر تاریخي ځایونه او ابدې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخې دي او که ساتنه یې ونه شي، په بشپړ ډول به له منځه لاړې شي.»
په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته، د هېواد تاریخي ابدو او اثارو د ساتنې په تړاو اندېښنې ډېرې شوې. د ملګرو ملتونو کلتوري، پوهنیز او علمي بنسټ (یونسکو) د یوې وینا په خپرولو له طالبانو غوښتي چې د افغانستان له کلتوري میراثونو ساتنه وکړي.
طالبانو هم اعلان کړی چې د تاریخي اثارو د ساتنې ترڅنګ هڅه کوي له هېواده بهر قاچاق شوي اثار هم راوګرځوي؛ خو د څه باندې دوو کالو په تېرېدو یې کوم څرک نه لیدل کېږي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو د ۲۰۰۱ کال په مارچ میاشت کې د خپلې لومړې دورې واکمنۍ پر مهال په بامیان کې د بودا دوه مجسمې والوځولې. صلصال د ۵۳ مترو په لوړوالي او شهمامه د ۳۵ مترو په لوړوالي د تاریخي روایتونو پر بنسټ د ۳۰۰ او ۷۰۰ میلادي کلونو ترمنځ په ځانګړي سبک جوړې شوې دي. دا دوه مجسمې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمدعمر د فتوا له مخې الوځول شوې دي.