د لبنان په بېلابېلو سیمو کې د حزبالله غورځنګ سلګونه غړي د پېجرونو (لاسي مخابرو) په چاودنو کې ټپيان شوي دي.
د لبنان د عامې روغتیا وزیر سهشنبه د سپټمبر پر ۱۷مې ویلي چې تر اوسه اته کسان وژل شوي او څه باندې دوه زره او ۷۰۰ نور ټپیان دي.
اسوشیټيډپرېس راپور ورکړی چې په لبنان او د سوریې په ځينو برخو کې هم د حزبالله ډلې د غړو پېجرونه چاودلي دي.
حزبالله دا پېجرونه د دغې ډلې د وسلهوالو ترمنځ د ارتباطاتو لپاره کارول.
په دې پېښه کې په بیروت کې د ایران سفیر مجتبی اماني هم ټپي شوی دی.
لبناني چارواکو پر اسرائیلو د دغه پېښې د ترسراوي تور لګولی دی.
تر اوسه اسرائیل په دې اړه رسمي څه ویلي نه دي.
د یادونې ده چې پیجر د مخابراتي اړیکو وسیله ده چې د راډیويي څپو له لارې لنډلیکلی متن او غږیز پیغام استوي.





