۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو هلک او یوه نجلۍ له واده بهر اړیکې په تور په ډزو وژل شوې دي.
سرچینو یکشنبه د تلې پر ۸مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا پېښه وړمه ورځ د ننګرهار په درهنور ولسوالۍ کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، نجلۍ ۱۷ او هلک ۱۹ کلن و او دواړه د درهنور ولسوالۍ د «شاهيکلا» اوسېدونکي وو.
د سرچینو په وینا، دا دوه کسان د نجلۍ د وروڼو له خوا وژل شوي دي.
دغه راز، سرچینو زیاته کړې چې وژل شوی زلمی د یو ملا امام زوی و.
په ننګرهار کې ځايي طالبانو په دې اړه څه ویلي نه دي.
د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د هېواد په ځينو سیمو کې ناموسي وژنې شوې دي.




