د امریکا د فلوریډا ایالت د برانډن ښار د سټيبانک مرکز په سوداګریز کمپلکس کې د یوه وسلهوال کس د ډزو له امله یوه ښځه وژل شوې او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.
سياېناېن د پولیسو د چارواکو په حواله پنجشنبه د نومبر پر ۵مه، راپور ورکړی چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ شوې ده.
د راپور له مخې، وسلهوال کس وروسته له هغې پر خلکو ډزې کړې چې موټر یې له دغه کمپلکس سره ټکر کړی و.
په راپور کې راغلي چې دغه کس له یوه امنیتي ساتونکي سره تر وسلهوالې نښتې وروسته وژل شوی دی.
د هیلزبرو ولسوالۍ د کلانټري دفتر مرستیال مشر فرانک لوسات ویلي چې امنیتي ساتونکی او څلور نور کسان هم ټپیان شوي دي.
سټيبانک شرکت اعلان کړی چې وژل شوې ښځه د دغه شرکت کارکوونکې وه.





