ياده پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او د جاپان «PMS» مؤسسې په مالي مرسته د موسمي سېلابونو د مخنیوي، د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې تطبیق کیږي.
د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې د مسؤلين وايي، دغه پروژه دوه برخې لري چې یوه برخه یې سربند او بله برخه یې د سیند غاړو تحکیمات دي، چې ۸۰۰ متره اوږدوالی لري.
د يادې ادارې په وينا، دغه پروژه به د دوو کلونو په موده کې بشپړه شي چې ۲۵۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو ظرفيت به ولري.





