۸صبح، پکتیا: په پکتيا او پکتيکا کې سيمهييزې سرچينې وايي چې د طالبانو امربالمعروف او نهې عنالمنکر مامورینو په دې دوو ولايتونو کې د دولتي ادارو کارکوونکو د ظاهري بڼې له کتلو وروسته يو شمېر کسان د «ږيرې او خولۍ» د نه لرلو له کبله د دندې ځای ته له تګ منع کړي دي.
سرچینې یکشنبه د وږي پر ۴مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې طالبان له پرون راهیسې د دغې ډلې د دولتي ادارو مخې ته ولاړ دي او د کارکوونکو ظاهري بڼه څاري.
د سرچينې په وینا، هغه کارکوونکي چې« ږيره او خولۍ» نه لري دفترونو ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو دې کارکوونکو ته خبردارى ورکړى چې که د امربالمعروف او نهې عنالمنکر قانون پلي نه کړي، له دندو به ګوښه شي.
د يادونې ده چې څو ورځې دمخه د طالبانو غایب مشر ملا هيبتالله اخندزاده د دغې ډلې د امربالمعروف او نهې عنالمنکر قانون تصويب کړ.
د دغه قانون پر بنسټ، د کارکوونکو د ږیرې پرېښودل لازمی دی.
طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر د قانون له تصویب وروسته پر هېوادوالو د دغه قانون پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کړی دی.
دا قانون له شدیدو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ دی.




