۸صبح، تخار: د تخار سیمهییزې سرچینې وايي، د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر ریاست پرېکړه کړې چې له دې وروسته هېڅ خبریال په دغه ولایت کې د تصویري راپور جوړونې او همداراز عکاسۍ اجازه نه لري.
سرچینو سهشنبه د تلې پر ۱۰مه، ۸صبح ورځپاڼې ويلي، دغه ریاست په تخار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ د دغې ډلې سیمهییزو مسوولانو ته خبرداری ورکړی چې تر دې وروسته له خبریالانو سره له تصویري مرکو ډډه وکړي.
د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، دا موضوع نن د «فکري جګړې» تر نامه لاندې په علمي پروګرام کې چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا جوړ شوی و، اعلان شوې ده.
د سرچينو په وینا، طالبانو په دې پروګرام کې خبريالانو ته د انځور اخیستلو اجازه نه ده ورکړې.
طالبانو په دې غونډه کې ویلي چې د دغې ډلې مشر د فرمان له مخې د انځورونو او ویډیوګانو اخیستل «حرام» دي.
د تخار طالب سیمهییزو مسوولانو تر اوسه په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ويلي.
په دې وروستیو کې پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو بندیزونه ډېر شوي دي.
څو ورځې مخکې دغې ډلې رسنیو کې په ژوندۍ بڼه د سیاسي خپرونو پر خپرېدو بندیز لګولی و.





