۸صبح، ننګرهار: سیمهییزې سرچينې وايي چې طالبانو د ننګرهار پوهنتون ۵۰ زدهکړیالان د خولۍ د نه لرلو له کبله له دغه پوهنتون څخه شړلي دي.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو یکشنبه د لړم پر ۱۳مه، یو شمېر زدهکړیالان د خولۍ د نه لرلو له کبله له درسي خونو را ایستلي دي.
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو د ۵۰ زدهکړیالانو تر شړلو وروسته هغوی ته خبرداری ورکړی چې د سرغړونې په صورت کې به د دغې ډلې له مجازاتو سره مخ شي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ننګرهار پوهنتون مسوولانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
طالبانو له درېیو کلونو راهیسې پر زدهکوونکو، ښوونکو، زدهکړیالانو او د پوهنتون پر استادانو شدید بندیزونه لګولي دي.
څو ورځې مخکې هم د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر غړو د بدخشان پوهنتون له مسوولانو سره په همغږۍ د استادانو، کارکوونکو او زدهکړیالانو لپاره د ږیرې او خولۍ لرل جبري کړي وو.





